دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهمئینان (لنډه کیسه) نازو پسرلی

مئینان (لنډه کیسه) نازو پسرلی

مېرمن انا ماریه له عمره د پنځه اویا کالو ده، خو زړه او روحیه یې لکه د یوې پنځوس کلنې میرمنې چې تل هیندارې ته ګوري او خپل سپین ویښتان شمیري. نرۍ شونډې یې په سره رنګه لبسرین تل سرې وي او د سترګو شاته یې یوه نرۍ کرښه د سینګار په قلم زرغونه کړې وي. یو وخت مې ورته ویلي و:

 میرمن ماریه داسې راته معلومیږې چې په ځوانۍ کې ښه فېشني او باسلیقه میرمن وې.

انا ماریه په کټ کټ راته وخندل او خپل خاوند ته یې چې په پخلنځي کې یې کافي جوړوله اشاره وکړه، ویې ویل:

نو ته څه فکر کوې! ما به دومره اسانه د ښاغلي یوهان زړه لاس ته راوړي وي؟ هو ما تل په ځان ‌‌‌‌‌‌ډیر پام کړی چې د خاوند زړه ته ورنیږدي شم، او تل زما له شتونه خوند واخلي.

   کله چې ما په لومړي ځل ولیدل مازدیګر د لمر لويدو ورستۍ شيبې وې او اسمان تک سور او یو نیم ځای ژیړ و شین و چې د سمندر شنې اوبه هم ورسره سرې بخونې ښکاریدې، او دوی دواړو داسې له مټو کلک سره نیولي ول، لکه پر کنګل ځمکه چې باران اوريدلی وي او ډاریږي چې ونه لويږي، د لمر لوییدو په وروستیو شیبو کې اوبو ته نیږدي ودریدل او سره موسک شول، مور به مې ویل د عمر له تیریدو سره د انسان مینه له طبیعیت سره زیاتیږي، د اوبو لور ته مې وکتل چې هیلۍ د دوی خوا ته په ناز و نخرو راروانې دي. د هیلیو راتګ او شاته د اوبو ویشلو ته ځیر ول، هیلۍ داسې راروانې وې لکه ناوې چې د اوښ په کجاوه کې ناسته وي او اوښ کوږ وږ روان وي. میرمن ماریه لکه د یوې مهربانې انا چې په پلو کې یې نینې کړي غنم خپلو لمسیانو ته نیولي وي او دوی پرې راټول وي، له جیبه دانې راویستلې او د هیلیو په لور یې وشیندلې. له دوی نه مې کله هم وانه ورېدل چې کوم اولاد یې پوښتنې ته راغلی وي او هیڅکله یې ګیله هم ترې نه درلوده. ماریه او یوهان پر یو بل  ‌‌‌‌‌‌ډیر ګران میئنان دي. له ځان سره به مې وویل مرګ به مو یوه ورځ سره بیلوي خو بختور او لا بختوره به په تاسو کې هغه یاست چې لومړی مړ شي. ژوندي ته به یوازیتوب سخته وي.

نن میرمن انا ماریا په فیسبوکپاڼه لیکلی وو:

 داسې راته ښکاریږي چې د ژوند وروستی ارمان مو هم په پوره کیدو دی او بیا هم سره یوځای یوو، له یوې اوونۍ قرنطین وروسته زما سخته تبه ده او یوهان ورسره ډیر ټوخی هم لري.

پاي

باروم ناروې

۲۰۲۰ کال د اپریل ۱۲مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب