چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeټولنیزد رهبرۍ اړینې ځانګرنې| جان ماکسویل

د رهبرۍ اړینې ځانګرنې| جان ماکسویل

دویمه برخه

غورچاڼ چارې: رحمت ګل عمری 

د رهبرۍ اړینې ځانګړنې کتاب مشهور ویناوال او لیکوال جان سي مکسویل لیکلی او امیر احمد یاد پښتو کړی دی. اړوند کتاب مې دوه ځلې ولوست د یوه رهبر لپاره پکې یوویشت ځانګړنې اړینې لارښوونې او معیارونه شته. که د دې کتاب د بشپړ ویلو لپاره وخت یا لېوالتیا نه لرئ، دادی زه یې غورچاڼ درته وړاندې کوم . له ویلو یې خوند واخلئ.

که غواړئ چې رهبر شئ، نو باید لومړی به ځان کې رهبرشئ، بیا له هغې وروسته بهر رهبر کېدلای شئ. په ریښتیا هم که ځان رهبر بولو او لاندې ځانګړنې ونه لرو، نو په حقیقت کې رهبر نه یو. راځئ چې د رهبرۍ لاندې یوشت ځانګړنې زده او عملي کړو.

په دوام …

آتمه ځانګړنه: تمرکز    

 په یوه لاس کې دوې نه یوه هندوانه ونیسه.

اویا سلنه مو د قوت په ټکو تمرکز وکړئ.

په نوو رامنځته شوو شیانو پنځه ویشت سلنه فوکس ولرئ.

په کمزورو ساحو پنځه سلنه تمرکز وکړئ.

نهمه ځانګړنه: سخاوت 

 ستاسې هغه ډېوه چې د نورو ډېوې روښانوي.

څه چې لرئ شکر پرې وباسئ.

نوروته لومړیتوب ورکړئ.

مال راټولول مو شوق زیانمن نه کړي.

پیسې هرڅه نه بلکي وسیله وبولئ.

د سخاوت خوی خپل کړئ.

لسمه ځانګړنه: نوښت 

وايي که نوښت نشې کولی له قطار ووځه.

تاسې باید وپوهېږئ چې څه غواړئ.

تاسې باید خبرې نه عمل ته توجو زیاته کړئ.

تاسې باید خطر ومنئ.

تاسې باید تېروځئ.

یولسمه ځانګړنه: غوږ نیول 

نو چې د خلکو د زړونو خپلول غواړې، غوږ ورته ونیسه .

پیروان ومومئ .

پیردونکي پیدا کړئ.

سیالان ولرئ.

سلاکاران پیدا کړئ.

دولسمه ځانګړنه: هیجان  

که ژوند کوئ، په مینه او پوره شوق یې وکړئ

شوق د بري لومړی ګام وبولئ.

په شوق مو هوډ قوي کړئ.

په شوق ځان بدل کړئ.

که ریښتیا شوق لرئ نو ناشوني به شوني کړئ.

دیارلسمه ځانګړنه: مثبت لید لوری  

 که باوري یې چې کولای شې، نو حتمن یې کولای شې.

لیدلوری مو وټاکئ.

لید لوری مو اعمال کړئ.

ستاسې خلک ستاسې هندارې دي.

د خوی رغول یې تر پیداکولو آسانه دي.

څوارلسمه ځانګړنه: د ستونزو حل  

 ستونزه دې ژر حل کړه که نه په خنډ او کړکېچ اوړي.

د مسایلو وړاندوینه ولرئ.

حقایق ومنئ.

پراخه نظر او نیت ولرئ.

یو وخت یو کار وکړئ.

په بد وخت کې هم خپله موخه مه ورکوئ.

دوام لري

3 COMMENTS

  1. که یو رهبر یا ګوند یی مطلوبی ځانګړنی ونلری نو اضرار یی څه کیدای شی؟
    دا رهبر او ګوند به څوک ارزیابی کوی؟
    که احیانا رهبر او ګوند مفید نه وی ، د ملی ګټو خلاف دریځ ولری او د اصلاح چانس یی هم کم او ضرر یی روز افزون وی، څنګه حذف او غیر قانونی ګرځیدای شی؟
    څومره او څه ډول احزاب یو ملت ته مفید وی؟
    که یوه مرجع هر چا ته بی لدی نه چی سوابق ،ظرفیت ،کفایت او مفیدوالی ته یی وکتل شی (لکه چی تیرو ۱۸ کلونو کی شوی )اوپه شخصی روابطویوی ډلی ته منحیث حزب رسمیت ورکوی اودا حزب نه بلکی د جانیانو پناهګاه وی ،نو پوښتنه به څوک له چا نه کوی؟
    که ګوندونه د ملیشو د فارم حیثیت ولری نو بیا له دوی نه انتخابات ، صالح او مستحق کسان یی وړی شی ؟،او ددی اکثریت جاهل او مفسد ډلو د مخنیوی لپاره به اسلامی اداره څه کوی تر څو نسبی صالح ډله بریالی شی؟
    دا او دی ته ورته د احزابو او ډلګیو د تخلفاتو او لوبو د اضرارو نه ، ملت څنګه خوندی او مٌصؤن ساتلی شو ؟
    آیا قوانین دی حالاتو ته پیشبینی یا وړاندوینه لری؟
    لطفا ددین او علم په رڼا کی ، خپل ځابونه په لنډ او مشرح ډول ولیکی ترڅو مفسد رهبران او احزاب ښه وپیژنو او داضرارو نه یی ملت خبر کړو.
    لکه چی رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی:
    اذکرالفاجر بما فیه لکی یحذره الناس
    او بل ځای فرمایی:
    من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام
    و قرآنکریم می فرماید:
    ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان

    آیات و احادیث زیادی وجود دارد تا متخصصین حق تبلیغ آنرا اداء کنند تا به امر رسول الله ص عمل کرده باشیم که میفرماید
    بلغوا عنی ولو آیه
    ونباید علما و متخصصین با سکوت ،مرتکب کتمان حق شوند و مصائب و آفات برملت مضاعف ګردند در حالیکه مدعیان وراثت انبیاء علیهم السلام اکثرا ساکت و یا در صف تعصبات جاهلی قرار ګرفته که مثال بارز آن حضور مولوی شهزاده در تحلیف ثانی بوده و کس نمی داند که این کار جایز بود یا غیر مشروع؟
    جناب مولوی با قرارداد تنظیمی اش ،شرعا مستحق مجازات است یا مکافات؟

  2. سلام
    بلغ العلی بکماله
    کشفالدجی بجماله
    حسنت با الخصاله
    صلو علیه واله
    د ارواښاد نامتو لیکوا ل الفت په غوره افکارو کې د رسول اکرم صل الله علیه والسلام د رهبری شخصیت اواوصاف وګوره
    ډاکتر اتل ستر و فکتورونو ته اشاره کړې ده.تا د لیکنې شالید څخه نیوکه زما هدف نه دی بلکې دقضیی بر سر عالمانه بحث کول دی په پښتوکې دا متل دیر عام دی چې وایی : په یوه لاس کې دوه خټکی/یا هندوانې نه نیول کیږی ددې متل معنی او مفهوم دیر پراخ دی
    ۷۰٪ کوم قوت
    ۲۵٪ Focus
    ۵٪ کمزورو ساحو کې
    داسې ښکاری چې د ماکسویل ریاضی دصورت او مخرج اوتجربوی احصایی ، فزیک دانرژی او پوتانسیل به حساب کمزورې ده .کوم ټکې چې تاسې لیکلی به مجرده توګه درهبری به برخه کې نه دی
    دشاتو موچۍ خو له دې چوکا ته وخی

  3. محترم ورور شریف زاد صاحب!
    دغسی لارښوونو ته موږ ټول اړ یو، د اخوت په بناء باید یو بل ته ممد وګرځو اویوبل د اصلاح او کمال لپاره کار کول زموږ دینی وجیبه ده او د محمدی صلی الله علیه و سلم د اخلاقو ژوندی کول او ترویج د هر مؤمن مسؤلیت دی.
    مع الاسف زموږ سیاسیون چی اسلامی او ملی ګټی یی هیری کړی که صرف په یوه قرآنی نسخه ایمان او عمل ولری د حکومت، عبدالله خیلو او طالبانو نزاع حتما حل کیږی ،فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الآخر ………خو دا دعوت باید علما تر سره کړی چی وارثان د انبیاء علیهم السلام دی خو نه پوهیږم چی علما ولی سکوت او د الهی اجر نه بی خبره که ماړه دی
    حال دا چی دا نزاع اوس د نړی په سویه ، د افغان انسانیت تر سوال لاندی راوستی
    د ارواښاد نامتو لیکوا ل الفت په غوره افکارو کې د رسول اکرم صل الله علیه والسلام د رهبری شخصیت اواوصاف وګوره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب