شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۲۴) 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۲۴) 

 وړاندې کووونکې: ښکلا نور

ځای: انلاین

د ګډونوالو شمر:۲۵ 

نېټه: د نومبر ۵مه، ۲۰۲۳

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غونډه د معمول پر خلاف نیم ساعت مخکې پیل شوه. دا وار یې موضوع هم له نورو ورځو بدله وه. د بي بي سي وتلې خبریالې کریمې نعیمې څه موده وړاندې د منوپاز یا میاشتني عادت د بندیدو په اړه لیکنه کړې وه. د همدې لیکنې او خپلې تجربې د شریکیدو لپاره اغلې نعیمي د دې اوونۍ غونډې ته رابلل شوې وه. 

نو په همدې ډول د غونډې په لومړۍ برخه کې اغلې کریمې نعیمي د منوپاز په اړه له بهیروالو سره خپل معلومات او تجربې شریکې کړې. په دې برخه کې یې د بهیروالو پوښتنې هم تر ممکنه حده ځواب کړې او پر دې تاکید وشو چې باید د صحت پر دې موضوعاتو بحثونه وشي. په ځانګړې ډول په پښتو ژبه کې چې په دې برخه کې لیکنې بیخي په نشت کې حساب دي. 

اغلې نعیمي وویل: «یوه ټولنه چې پرمختګ کوي نو ښځې نورې هم د ځان په اړه معلومات تر لاسه کوي. اوس د تعلیم په برکت ښځو او کورنیو ډېر څه زده کړل حتا اول په اروپايي هیوادونو کې هم د ښځو صحت پر دې موضوعاتو بحث نه کېده او معلومات نه و. موږ باید د شرم دا مسله ماته کړو او په دې برخه کې لیکل وکړو.» 

اغلې نعیمي د دې یادونه هم وکړه چې ډېر کله کورنۍ کې شخړې د همدې احساساتو د نه درک او نه پېژندلو له امله رامنځته کېږي. د کورنۍ اړیکې پرې خرابېږي کله چې ښځه همدې عمر ته رسېږي هرمونونه یې تغیر کوي. په دې برخه کې پوهاوی مهم دی او خواله رسنۍ یې بهترینه لار ده. 

د دې په وینا په اردو او فارسي ژبو کې په دې برخه کې ډېر موضوعات شته، خو په پښتو کې بیخي کم یا هېڅ نشته. وروسته په غونډه کې سلا وشوه  چې ډاکټرانې را وړاندې شي ‌او د ښځو د روغتیا په بېلابېلو اړخونو لیکنې وکړي.

د غونډې په دوهم برخه کې د بهیر د راتلونکې ویبپاڼې په اړه خبرې وشوې. بهیروالو د ویبپاڼې د موثریت لپاره بېلابېلې مشورې او تجربې شریکې کړې. تاکید وشو چې دا ویبپاڼه باید د ادبیاتو تر څنګ د ښځو د ژوند په بېلابېلو نورو اړخونو هم مطالب خپاره کړي. د ماشوم د روزنې او د ښځو د روغتیا په برخه کې په بیا، بیا تاکید وشو چې ځانګړې برخه ورته ولرو. نعیمې غني یادونه وکړه چې د ویبپاڼې د مخته وړلو لپاره دې هغه نجونې رامخکې شي چې نوې تجربه لري. په دې ډول به دوی نوي مهارتونه او تجربې زده کړي. دې دا یادونه هم وکړه چې کارونه باید ګروپي او دایروي وي، یعنې یو کس په دوامداره توګه یو کار ونه کړي. 

ځولۍ لمن تاکید وکړ چې په ویبپاڼه کې باید د ښځو د فزیکي او رواني روغتیا لپاره ځانګړې برخه وي چې بهیروالې خپلې تجربې او معلومات شریک کړي. 

ځلا نور په ګروپي کار تاکید وکړ. نعیمي غني، ځولۍ لمن، تقوا شکوري، ګلالۍ مومند، حورې سپېڅلې، عابدې سپوږمۍ او ډېرو نورو بهیروالو له ویبپاڼې سره د پوره همکاري ډاډ ورکړ. 

دا ویبپاڼه به د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر رسمي ویبپاڼه وي‌ چې د بهیر د ځینو غړو په مالي مرسته به جوړېږي. 

د غونډې وروستۍ برخه مشاعره وه، چې وړاندې کوونکې ښکلا نور په خوندور شعر پیل کړه. وروسته ځلا نور، تقوا برهان شکوري او عابدې سپوږمۍ خپل شعرونه ولوستل. 


LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب