جمعه, مې 10, 2024
Home+د نړۍ تر ټولو ستونزمن مدیریت | حضرت عثمان نوري

د نړۍ تر ټولو ستونزمن مدیریت | حضرت عثمان نوري

دا عربي ادبیاتو د فارغانو په اصطلاح؛ دا ډېره شاز او نادره خبره ده، چې موږ ډېر کله د حکمت په اړه اورو، لولو، خو پوهېږو بیا نه چې دا اصلا وايي څه ته، نو ښه ده چې له فرصت څخه په ګټې اخیستنې یې په اړه دلته رڼا اچوو.

هر شخص په خپله نړۍ کې ځانته او جلا فکر لري، د خپل فکر پادشاهي په خپله کوي، البته که په خپل ژوند کې نورو ته د مداخلې زمینه برابره نه کړي. چا ته هم د چا له کوره نه ورځي، بیا هغوی چې ازاد فکر لري، هغوی خو بیا هېڅکله دا نه غواړي، چې نور دې یې آن په شخصي ژوند کې د مداخلې هڅه وکړي، له همدې کبله د خپل تېر، حال او راتلونکي فکر مسوولیت هم خپله مني.

خو دا چې د خپل ژوند مدیریت څنګه وکړو، دا یو جلا او اوږد بحث دی، چې دې لیکنه کې پرې بحث کول، هم موضوع بلې خوا ته وړي او هم را څخه اصل مفهوم ورک کوي. ښه ده چې د همدې نیم حکمت په اړه دلته یو څه ولیکو؛

انسان ته پاک رب بېلابېل اندامونه ورکړي، د دې تر څنګ یې ژبه هم ورکړې ده، ژبه ده چې د افهام او تفهیم وسیله ګرځي، په ټولنه کې ګونګ حالت له منځه وړي، هر څه را برسېره کوي او د نندارې او اورېدو وړ یې ګرځوي، له همدې کبله هغوی چې ژبه لري، حتمي‌ ده او خامخا به یې ښوروي، خبرې – آترې به پرې کوي، خپلې ستونزې به پرې وايي، غوښتنې به کوي او کمی او زیاتی به کوي، ځکه روغه ژبه به حتمي یو څه وايي، دا چې ښورول یې بیا څنګه مدیریت کړو، په دې به وروسته رڼا واچوو، ښه ده چې لومړی مو همدا نیم حکمت چې دمخه مو یې یادونه وکړو، ځیر کړو.

ټولنه د ښه او بدو نندارو څخه برخمنه ده، څو چې ژوندی او عاقل یې، هم به ښه اورې او هم بد؛ هم به یې ګورې او هم به یې اورې، خو دا چې څنګه د نورو د خندا وړ ونه ګرځو، څنګه دې له نورو متفاوت ژوند وکړو، څنګه د نورو پام ځان ته را ونه ګرځوو، څو تخریب نه شو، د نورو لپاره هدف ونه ګرځېږو او نه هم د نورو ناوړه افکار پر ځان تحمیل کړو، بیا ښه ده چې ډېری مهال چې زموږ خبرو ته اړتیا نه وي، یا هم اړتیا وي، خو که یې وکړو، هم بې اهمیته، بې ارزښته او بې کیفیته ورته ښکاره کېږي، دا وخت بیا باید چوپ و اوسئ.

معنی دا چې موږ باید دا د یو ستر حقېقت په توګه ومنو، چې (چوپ پاتې کېدل، خپله نیم حکمت دی.)

که په داسې مجلس کې ناست یاست، چې ستاسې لیدلوري ته پکې ارزښت نه ورکول کېده، بیا هڅه وکړئ، چې خپلې شونډې ګنډلې وساتئ، د پرانېستلو او ښورولو هڅه خو یې بیخي مه کوئ، دا د دې لامل ګرځي، چې هم به مو شخصیت منفي ثابت نه شي او هم مو په ټولنه کې حیثیت تر پوښتنې لاندې نه وي راغلی. ستاسې لپاره باید هېڅ هم دومره مهم ونه اوسي، څومره چې ستاسې شخصیت مهم دی، د انسان لپاره خپل شخصیت دی، چې د هغه د فکر استازېتوب کوي، د هغه عمل دی چې د هغه د راتلونکي استازېتوب کوي، د هغه ژبه ده چې د هغه د کړنلارې استازېتوب کوي، نو ځکه خو وایوو او هم منو چې په نړۍ کې د هرې برخې جلا – جلا مدیریتونه دي، چې ورته مدیران ور پېژندل کېږي، دوی هڅه کوي، څو خپل مسوولیتونه په ښه توګه ادا کړي او نهایت ډېره هڅه کوي، څو په خپلې بیسارې تجربې سره ور سپارل شوی نوی مسوولیت په ښه توګه مدیریت کړي. دا به فزیکي او ذهني تمرکز غواړي.

پوهان په دې باور دي، چې د نړۍ تر ټولو ستونزمن مدیریت بیا د ژبې مدیریت دی، دا د هر چا تر وس خبره نه ده، ډېر کم خلک دي، چې د ژبې په مدیریت کولو برېمن کېږي، خو ډېر شمېر خلک شته چې خپلې همدې ژبې چې خوله کې اړوي، را اړوي، ورته کار لیدلی دی، همدا ژبه یې ده چې شته ناکامۍ یې ورته ډالۍ کړي دي؛ نو هر هغه ځای چې بیا ناسم ځوابونه لرئ، یا هم له عقلي دلایلو لیرې یاست او هم داسې څه چې بیا پرې ځان مطرح کول غواړئ، او بیا د وضاحت لپاره څه لرئ هم نه، ښه ده چې دا وخت بیا د سکوت درېځ غوره کړئ په چوپتیا کې نیم حکمت دی او دا ستاسې د حیثیت ساتندویه ده.

 نو که موږ د خپل تېر د سمولو کوښښ کوو، معنی دا ده، چې لا هم د بې عقلۍ په اوج کې قرار لرو، تېر چا سم کړي، هغه کیسه وه، ختمه شوې او په خپله مخه تللې؛ خو نن او سبا ضرور جوړولی شو، د دې چاره خامخا کولی شو، نو که کار کوو، ښه ده چې د نن او سبا د بدلون لپاره یې وکړو. بریالیتوب او ګټې په همدې کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب