Homeخبرونهکاپیسا کې د « ګل زرد» مشاعره او د یوې خصوصي راډیو...

کاپیسا کې د « ګل زرد» مشاعره او د یوې خصوصي راډیو پرانیستل کېدل

تاند ( جمعه، د ثور ۲۱مه)  کاپیسا کې پرون د ګل زرد په نوم د دودیزې مېلې او مشاعرې د ترسره کېدو تر څنګ د ندای حقیقت په نوم د یوې خصوصي راډیو خپرونې پیل شوې.

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې مشاعرې ته د دوی وزیر ملا خیرالله خیرخواه او یو شمېر نور چارواکي هم ورغلي وو.

سرچینې د دغې مېلې او مشاعرې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د وزیر له قوله یې شاعران د دوی د رژیم ملاتړ ته بللي.

په ورته وخت کې له کاپیسا څخه د ندای حقیقت په نوم د یوې نوې خصوصي راډیو د پرانیستې خبر ورکړل شوی.

طالب چارواکو ویلي، چې دغه سيمه ييزه راډيو په ۹۱.۵ «اف.ام» څپو کې اسلامي، کلتوري، ټولنيزې او نورې برنامې خپروي.

اوسمهال د ملي راډيو ټلويزيون په ګډون، په کاپيسا کې څلور راډيوګانې هم نشرات لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...