دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې داعش ته د جلب و جذب د دوو پاکستاني...

په افغانستان کې داعش ته د جلب و جذب د دوو پاکستاني مسوولانو اعترافات خپاره شول

تاند ( جمعه، د ثور ۲۱مه) د طالبانو رژیم په افغانستان کې د داعش ته د جلب و جذب لپاره د راغلو دوو نیول شویو پاکستاني مسوولانو ویډیویي اعترافونه خپاره کړي.

دا اعترافونه د المرصاد په نوم د طالبانو استخباراتو ته منسوبې رسنۍ خپاره کړي.

په دې ویدیو کې پاکستاني اتباع وايي چې داعش ته یې د کسانو د جذبولو ترڅنګ مالي مرستې ټولولې.

پاکستان د طالبانو لخوا دغې خپرې شوې ویډیو ته غبرګون نه دی ښودلی.

اوړمه ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم ویلي وو، چې پاکستان په افغانستان کې د داعشیانو ملاتړ کوي.

تر هغې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي هم په ضمني ډول درې ګاونډي هېوادونه چې ګومان کیږي یو یې پاکستان و، په افغانستان کې له داعش څخه په ملاتړ تورن کړي وو.

1 COMMENT

  1. د دوی دوه ؤ داعیشیانو اعترافات زر تر زره ملل متحد ته، روسې، چین هند او متحدهء اروپا ته واستوئ او د کومو ملکونو سفارتونو ته چه هلته خلاص دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب