سیلاب په انګلېسي کي Syllable د یوناني Sillabikos څخه اخیستل سویدی چي معنا ئې څپه ده، او په اوسني فارسي ادب کي هجا یا برخه ورته وایي. په پښتو کي د طبیعت خښم او د اسمان غوثې ته چی زیږې او خښمېدلي اوبه پر مځکه را خوشي کړي سیلاب وایو چی له همدغه ادبي سیلاب سره نژدېوالی لري. ځکه چي طبعي سیلاب هم د څپو څخه جوړ دی، او په ادبي ډګر کي هم د کلمې یوې ږغیزي برخي (څپې) ته سیلاب وایي. یعنی سیلاب هغه توری/ حرف یا توري دي، کلمې دي یا هغه ږغونه دي چي د ژبي په یوه حرکت اجرا کېږي. یا په یوه سا ویل کیږي. په ټوله کي هر توری/ حرف په ځانګړي ډول ځانته سیلاب دی، خو داسي کلمې هم لرو چي څو توري په ګډه سره یو سیلاب یا څپه جوړوي. یعني سیلاب کېدای سي چي یو توری وي یا څو توري وي لکه: د، زه، ستا، مور، ورور، پلار، خوند، شخوند او نور.
اوس اصلي بانډار پر دې دی چي ځني ښاغلي پښتانه لیکوالان پدې اند دي چي سیلاب د نظم یا شعر ملاک دی او نه باید لږ او ډېر سي، یعني سیلابونه باید په شعر کي مساوي وي، او استدلال کوي که په بیت کي سیلابونه لږ او ډېر سي سکتګي رامنځته کیږي او توازون ورانوي. ځني ښاغلي بیا دغه موضوع یوازي په پښتو شعر پوري تړي او ادعا کوي چي په پښتو شعر کي باید سیلابونه مساوي وي. زه (لیکوال) چي له دې نظر سره په فیسبوک او حضوري بانډارو کي هم مخامخ سوی یم موافق نه یم او دلیل مي دا دۍ چي:
بېله شکه شعرونه د بیت او مصراع د تعداد پر بنسټ بېل فورمونه لري او دا هم ښکاره خبره ده چي د کلمو اوږدوالی یا لنډوالی په یوه بیت کي د سیلابونو پر تعداد باندی اثر کوي یعني د سیلابونو شمېر به په مصراعو کي لږ او ډېر کړي خو زه نه پوهېږم چي دغه ښاغلي به په کوم دلیل، کوم قانون او کوم سند سره دې اند ته رسېدلي وي چی په شعر کي باید د مصراعو سیلابونه مساوي وي او ولي باید مساوي وي؟
تر کومه ځایه چي شعر پېژندنه موږ ته شعر راپېژني رشتیا هم چي سیلاب د شعر جز دی خو د وزن، خیال، احساس او ژبي په شان د شعراصلي رکن ندی. معنا دا چي سیلاب نه یوازي د شعر بلکه د هري کلمې (ویي) جز دی. هیڅ کلمه حتا هیڅ ږغ نسي کیدای چي بې سیلابه وي. عجبه دا ده چي موږ په پښتو لنډیو کي چي ډېر ښکلی او بې ساري فورم دی د سیلابونو توپیر وینو چي لومړۍ مصرع ئې نهه او دوهمه ئې دیرلس سیلابه ده، خو په نورو فورمونو کي بیا توپیر نه خوښوو. پداسي حال کي چي په فارسي اشعارو کي د سیلابونو توپیر په پراخه کچه لیدل کیږي او هیڅ ډول ستونزه نلري. زما (لیکوال) په اند ښه به دا وي چي دغه بې ضرورته مساوات په بیتونو کي جدي نه ونیسواو ښاغلي شاعران پرېږدو چي په ډاډه زړه په مصراعو کي سیلابونه لږ او ډېر کړي خو په شرط د دې چي د عروضي قانون پر بنسټ وزن او قافیه متضرر نسي. لکه زما (لیکوال) دغه بیت:
ښایسته او ګټور دی هغه ژوند
چي انسان وي د هدف سره پیوند.
زه لومړۍ مصراع داسي لنډوم: (ښکلی ګټور دی هغه ژوند). تاسو وینۍ چي دوه سیلابه پداسي حال کي کم سول چي نه په ښکلا او نه په معنا کي بدلون راځي، نه هم وزن او قافیه تاواني کیږي. حتا خپله ماته دوهم لنډ ډول خوند راکوي چي سیلابونه ئې کم دي. پس ویلای سو چي په شعر کی د وزن او نظم ساتلو لپاره سیلابي مساوات مهم ندی بلکه زما (لیکوال) په اند د کلماتو همږغي یا ږغیزه هم اهنګي ډېره مهمه ده. معنا دا چي د سیلابونو تساوي د وزن شرط هم ندی. ځکه چي ډیري داسي کلمې سته چي سیلابونه او توري ئې سره مساوي وي حتا اخیري توري ئې ګډه قافیه هم لري خو وزن ئې ځکه نه وي برابر چي همږغي کلمې نه وي. د غیر همږغو کلمو کارول په بیت کي معلومداره وزن ته ضرر رسوي او سکتګی رامنځته کېږي. چي دغه حالت په ډېرو شعرونو کي لیدل کیږي. لکه لاندي بیتونه چي ما (لیکوال) د ثبوت لپاره جوړ کړیدي.
یار مي راته ناست دی لکه ګُنګ – لاس ئې زما په لاس کي څنګ پر څنګ.
چي مي ولیده باغچه – پکښي شنه ول ډېر واښه.
تاسو وینۍ چي په ګُنګ او څنګ کي هم توري مساوي دي هم ئې سیلابونه مساوي دي او هم ئې اخیري توري ګډه قافیه لري، خو بیا هم د وزن خوند نسته. همداسی په باغچه او واښه کي تاسو وینۍ چي هم ئې توري مساوي دي، هم ئې سیلابونه مساوي دي او هم ئې اخیري توري هم قافیه دي، خو بیا هم وزن د خپلې نا برابرۍ څخه خوابدی دی.
ازاد شعر خو بېخي لاره ورکه کړېده. بله خبره دا ده چي په هر بیت کي د سیلابونو مساوات ساتل اسانه کار ندی او دا توپیر د هر شاعر په شعرونو کي لیدل کیږي. لکه د خوشحال خټک پدغه بیت کي:
جدایي نسته وصال دی ځني بعد هم خیال دی
له هغه چی همخانه وم همخانه یم لا تر اوسه
د حمزه شینواري بیت:
خپله سم اوسه هر څوک سم دی
ځکه اغیار ویني چي ته هم یې غیر
د صوفی عبدالرحمن بیت:
د پښتو شعر ئې هسي نامه یووړه
چي خبر ئې په اشعار ایران توران شه
د سلیمان لایق بیت:
دا هماغه شوروی قهرمانان دي
دوی د یوې ټولني نه دي د جهان دي
د عبدالباري جهانی بیت:
اوس په ساندو کيسې وزي له کابله
چي کوڅې يې وي ښايستې په پېغلو حورو
د عبدالله انصاري بیت:
اګر بر روی اب خسی باشی
واګر به هوا پرمګسی باشی
پایله دا چي: وزن او قافیه په شعر کي د ښکلا شرط دی نه د سیلابونه (څپو) مساوات. سیلابونه (څپې) که مساوي وی لیکل او لوستل به ئې اسانه وي او ښه کار دی خو کومه ځانګړې ګټه نلري، او که لږ او ډېر وي تاوان نلري. خو لوړ شرط باید پر ځای وي چی وزن او قافیه بې قدره نسي.
نوټ: راځۍ چي د پښتو ژبي او پښتو ادب د سادګۍ او ښکلا پر خوا ولاړ سو، نه د سختۍ او پېچلتیا پر خوا.