چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبژبه او لیکدودفونیم او نور ...| ډاکتر ماخان میږی شینواری 

فونیم او نور …| ډاکتر ماخان میږی شینواری 

ګرانو لوستونکو!

که تاسو دا لاندې راوړلې موضوعات دبېلګې په توګه الماني – او باور مې دې، چې نورو ژبو – کې هم  وګورۍ،  نو وبه وينۍ، چې دا هره یوه موضوع یې پوره ډېره روښانه کړې. زه هڅېږم، چې لږ تر لږه د دې پېژندونه تاسو سره ګډ کړم او د شونې پولې پورې به يې توپیرونه هم سره روښانه کړو. باور وکړۍ، چې زه دا لولم، ډېر ښه روښانه دي او خوند ترې اخلم. زما په لیکنو کې تکرار راځي، د دې بخښنه غواړم، خو وایې، دوه واره تړلی کلک وي. پوهېږم، چې ځنې  ویونه لږ زیاتې روښانتیا ته اړتیا لري، چې زه یې دومره ډېر زغم نه لرم او باوري یم، چې مینه وال به دا کار سرته ورسوي، یا به یې سرته رسولی وي.. 

       فونیم نو څه شی دۍ؟    phonem 

 

فونېم:

پیلیادونه: په نورو ژبو یا لږ ترلږه الماني کې ډېر ویونه شته، چې د غږ په مانا دي، خو موږ په پښتو کې همدا  غږ، ګړ او ویل لرو. نه پوهیږم، چې اواز مو پښتو دۍ او که نه؟ زه به په دې غږ او ګړپاتې شم او بیا له الماني به د هغه بل ډول غږ له پاره دا د غږ سره مل په یوه بل ډول  روښانه کړم

  پېژند: د یو فونیم  ( زوړ یوناني نوم دۍ په لاندې ماناوو:

 

(Ein Phonem (له altgriechisch φωνή phōnḗ,   پښتو: غږ یا ګړ‘) 

.

د ټولو غږونو یو ذهني ټولګی دۍ، چې په یوه ګړیزه ژبه کې همغه یا برابره توپیرېدونکې دنده لري.

بېلګه: که فونیم  /ښ/ راواخلو، نو دا په بېلو بېلو ځایونو کې په بېلا بېل ډول ویل کیږي، خو موخه ترې همغه اخستل دي یا همغه اخستل ،  دا په دې مانا، چې په پښتو کې یې د ویونو په منځ کې کوم توپیر نه لري دا  یواځې د ویېنې  ډولونه دۍ،  لکه په ،، ښه،، کې، چې ځنو ځایونو پرته له ښ په خ او ش هم وېل کیږي، خو موخه ترې همغه پوهېدلکیږي، نو له دې امله ګړیزه ژبه یا ویلو  کې، خو که کوم فونېم بدل شي، نو مانایې ورسره  نه بدلیږي. 

دلته په فونېم کې همدا  ګړ یا غږ یووالی دۍ یا که غواړۍ همدا یو غږ یو یوالی دۍ لکه د  / ر / یا /ت/ او نورو غږ، چې خپله مانا نه لري، خو په وی کې وی ته هغه انډول مانا ورکوي دا دې په ګوته وي، چې دا غږ د سیلبې له لارې روښانه دۍ..

د دې بېلګې په دې نورو ژبو کې لږ روښانه دی، خو زه ورسره په پښتو کې ستونځې لرم،  چې هغه باید په ګډه سره اوبی کړو.

دا یوونونه یا یووالي، نو په ژبه کې څنګه او کوم دي؟

په پورته کې ګورو، چې /ر/ او / ت/ مو ورکړي، چې همدا هر یو یې یووالی دۍ. همدایې د پیژند یووالی دۍ، چې غږ راوځي، نو دا به یو سیلبي وي. که زه ناسم وم، بخښنه راته وکړۍ، خو ګومان مې دۍ، زموږ ژبپوهان یې څپه بولي، که داسې وي، نو بیا ګړ – یا غږڅپې ته به څه ووایو. راځۍ، چې په دې سېلبې پاتې شو او که غواړۍ سېلاب.

 لاندې بېلګې ګورو:

  بېلګې: ،، مور،،/،، پور،، ،مار ،، / ،، تار ،،

په پورته کې ګورو، چې نور ټول  توري همغه دي او یواځې لومړي توري یې سره بدل دي  او له دې امله معنا بدلېدونکي دي. 

 د دې ویونو د ماناو توپیر د وېلو یا لیکلو، ویونو جوړې یا خورا کوچنۍ (مینیمال) جوړې بلل کیږي لکه دا پورته. مینیمال ځکه، چې هغه خورا کوچنۍ جوړې دې. وروسته روښانه پېژند شته

بیا: دا به هم دلته په ګوته کړو، چې فونیمونه نه ځانله د یو غږ بلکه د سېلبې په څير رامنځ کیږي یا منځ ته راځي.. 

Allophone د یوه غږ بلډولوالی

د دې یوه غږ ښ الوفونونه /ښ/  روښانه دي، چې په بېلابېلو ځایونو کې بېلابېل ویل کیږي.

    الوفون یوناني وی دۍ، چې الو د  بل او فون د غږ یا ګړپه مانا دي یعنې بل ډول غږ یا اواز یا ګړ، نو له دې امله الوفونونه  د فونېم بل ډولوالی دۍ، چې د فونېمبدلون یا سبفونېم بدلون په نامه یادېږي

د سره خپلوانو ویونو  یا کلمو پېژند یا یې نوره هم ښه سره توپېری پېژند ونه یې :

      :   دېستینګېم:  Distingem

فونېم او ګرافېم د دېستینګېم کلمې یا وی لاندې سره راټولیږي یا رایوځای کیږي.

دا په دې مانا، چې دیستېنګېم دوه برخې دي: ګرافیم او فونېم.

 :ګرافېم   Graphem

. فونېم له ګرافېم څخه  توپیریږي . ګرافېم د لیکلشوې ژبې خورا کوچنۍ ماناتوپیرېدونکی یووالی دۍ

فونېم  Phonem

.فونېم  د ویونکې – یا ګړ ژبې خورا کوچنی ماناتوپیرېدونکي یووالي دۍ

مورفېم   Morphem

فونېم له مورفېم څخه توپېر لري. فونېم  د خورا کوچنی د ژبې ماناتوپیرېدونکی  یوون په څېر پیژند لري، په داسې حال کې چې مورفېم  د ژبې خورا کوچني مانا وړونکي یووالي یا یوون په څېر پېژند لري، چې دواړه سیمانتیکي ژبنیزه منځپانګه لري. 

یادونه: دا یو اوږد د خبرو څه لري، چې زه یې زما د پاتې وخت سره لږ نورې شننې ته بېواکه یم، خو دا مې داسې لږ څه پیژندونه له الماني تاسو سره ګډ کړل، په دې هيله، چې ستاسو مینه مې ورسره راپارولي وي، بیا وایم، چې دا پوهنه پرته له یوې وتلې ژبې د زده کړې څخه نه کیږي

د دې کلمو د یووالو پېژندونه

پورته مې ولیکل، چې د فونېم یووالی لکه لاندې بېلګه کې /م/ دۍ

د مورفېم یووالی سیلبې یا سیلاب دۍ، هر مورفېم یو سېلبې دۍ. 

   بېلګې: ،، مور،،/،، پور،، ،شل ،، / شل ،، ( د ش پڅ پڅ الف سره ویل

د ماناو توپیر د ګړیزو  ویونو جوړې یا خورا کوچنۍ (مینیمال) جوړې بلل کیږي

دا به هم دلته په ګوته کړو، چې فونیمونه نه ځانله د یو غږ بلکه د سېلبې په څير رامنځ کیږي یا منځ ته راځي

بیا يې یووالی: د دې  پورته ژبنیو توکو یووالی نو د سېلبې څخه څرګندیږي، دا یو سېلبي دي او دا یې یووالی هم دۍ. یو وی کړی شي یو سېلبي یا ډېر سېلبي وي، مګر دا ټول یوسېلبي دي. 

فونېم د ویلشوې وي ماناتوپیرېدونکی یووالی دۍ. دا په دې مانا، چې د یوه فونېم  بدلول د یو بل فونې سره د وي مانا بدلیږي یا تغیر خوري

د دې  لاندې څخه موخه پوهېدل کیږي او وروسته همراځي، نو دا همداسې په الماني تاسو ته وړاندې کوم

    • Ratte – Matte
    • Phonemaustausch im Inlaut: Mode – Made
    • Phonemaustausch im Anlaut: Ratte – Matte

  • Phonemaustausch im Auslaut: Ruh– Ruhm

دا بېلګه په ګوته کوي، چې فونېم ماناوړونکی یووالی نه انځوروي، بلکه مانا توپیرونه په ګوته کوي

سړی ویلی شي: فونېم د یوه وي هغه خورا کوچنی غږیزه جوړښتبرخه ده د وي توپيرېدونکې دندې سره. د فونېم د بدلون له لارې  د وي مانا بدلیږي، دا فونېم پخپله نه مانا وړونکی دۍ.

نورې بېلګې:

فونېمبدلېدنه په پیلغږ کې

کور – ګور

مړه – پړه

تار – مار

او لاندې یې الماني

Phonemaustausch im Anlaut:

  • Fall – Ball
  • toll – voll
  • Dorf – Torf

فونېمبدلېدنه په پایغږ یا پایګړکې

کار – کال

ورور – خور

لاندې الماني

Phonemaustausch im Auslaut:

  • Stie– Stier
  • Kal– kalt
  • Haus – Haut

فونېمبدلېدنه په منځغږ کې

کور – کار

ډېر  – ډار

ټول – ټال

لاندې الماني

Phonemaustausch im Inlaut:

  • bitter – Butter
  • Woche – Wache
  • Sog – Sieg

یادونه: زماپه اند که دلته د غږ په ځای ګړ وکاروو ښه به وي.
).

( زړه یوناني  φωνητικός phōnētikós) Phonetik   فونېتیک 

( زړه یوناني  φωνητικός phōnētikós,پښتو مانایي غږ – یا ګړاړوند , )  .

 φωνή phōnḗ,  پښتو مانا یې غږ

 یوپوهنیز دېسڅيبلین یا دېسیپلین دۍ،چې ژبغږ په لاندې دلایلوڅېړي: په ستوني ګنډه، مرۍ-، خوله او پوزه ، 

ورشو کې غږجوړونه او د غږ او ګړحس کول  د اکوستیکي خوي او د غږ یا ګړ کارونه د غوږونو او انساني 

مغذ له لارې

دا دوه دندې لري: غږجوړونه او غږاورېدنه، نو: 

فونېتیک یوه خپلواکه د  ډېرو پوهنو منځ کې ځغاستې څانګه  ده لکه لینګوېستیک، اناتومي، فیزیولوګي، نوېرولوګي، فزیک او شمېرپوهنه. د فونېتیک  څېړنورشو یا څېړن اله ګړېدلې یا ویل شوې ژبه یا لنډ ګړژبه ده د هغې په ټولو رېښتینوالي- یا ریالېزه کولو کې.

فونېتیک هم لکه فونولوجی ویلشوې یا غږېدلې  ژبه یا لنډ ګړژبه څیړي.  فونېتیک د فونولوجي څخه ځان په یو بل اسپک یا کړنلار  بېلوي. فونولوژي د ژبپوهنې برخورشو په څېر غږونه په یوګونو ژبو کې د خپلو ماناتوپیرېدونکو دندو غږونه ټولګیزوي. په مخامخ یې فونېتیک د فزیکي ، نیورلوژی، فیزیولوژي د یو یو بلې ژبپوهنې  لارې ، چې غږجګوالي جوړښت، د هغې وړنه او د هغې احساسونه په کې غوره دي او د پیداېښتي پوهنو څخه ګټه اخلي.    

زه په دې اند نه یم، چې زموږ ژبپوهان به دا لرلې ستونځې  بې له یوې پرمختتلې دباندنۍ ژبې – چې ښه زده  وي – اوبی شي. زه ډېر وهڅېدم، چې یو ښه ټولپوهیز څه تاسو ته وړاندې کړم، خو دومره وتوانېدم، چې نیمه نیمخوره څه له تاسو سره ګډ کړم تاسو ګرانو ځوانانژبمینه والو ته دزړه له کومې بریاوې د لوي څښتن څخه غواړم

لاندې د فونولوژي پېژند:

Die Phonologie (زوړ یوناني وی دۍ.φωνή phōnḗ, پښتو غږ‘, λόγος lógos, پښتو پوهنه)  فونولوژي 

په پښتو غږپوهنه، د ژبپوهې یوه برخورشو ده.  دا د ژبپوهنې په دننه کې په ټوله کې د  د فونونیتیک څخه باید    رابنده شي یانې منځ کې یې باید پولي وي: په داسې حال کې چې فونیمیک د ژبغږونږروښانه خویونه  څېړي، چې څنګه  جوړیږي او فونولوژي  د یوګونو ژبود غږونو ګړسیستم د دندې سره سر او کار لري.  له دې سره دا د ژبلار یوه برخه جوړوي.  

    پېژند  Definition

 فونیتیک د ګړڅپو یا ژبڅپو پوهنه ده، خپل جوړښت د ویونکي او د هغه په کاراچونه د غوږ له لارې، چې د انسان د خبرو اترو فزیکي، روحي یا ارواپوهنې او فیزیولوژیکي ګړموادو ټولوالي په پام کې نیولو سره 

د یوې پوهنې په څېر د فونېمیک د ژبغږونو رواجې  څېړنو له مخې یې ټاکل،  د موډرنو  څېړنو په څیر تنګ دۍ.له دې امله لاندې فونېتیکي څانګې سره توپیروو: 

  1. artikulatorische Phonetik,
  2. akustische Phonetik,

Die akustische Phonetik ist das Gebiet der Phonetik, das sich mit der Akustik von gesprochenen Lauten beschäftigt. Untersucht werden z. B. die Amplitude und Frequenz der Formanten, die die Schwingungen der Glottis erzeugen. Diese können mittels eines Spektrogramms grafisch dargestellt werden. 

  1. perzeptive Phonetik,
  2. physiologische Phonetik,
  3. funktionale Phonetik.

دا پورته ژبنیز توکي مې  همداسې پرېښوول، زما د فزیکي توانه راته داسې څه لرې برېښي، خو ګران لوستونکي په هره پرمختللې ژبه کې پیداکولی شي

phonemic فونېمیک .

پېژند: د پیداېښتې ژبې د غږیزې –  او لیکنژبې روښانه روښانه ونه  یا که غواړۍشننه


Nameنوم 

 نوم د یوه نوي پوهنیز پېژند له مخې نومونه نو یوه کس، یوه شی او یا یوه ځانله کس یا څه د معلومات 

ډېری یا – سټ یا یوې کلمې باندې تنظیم شوي. معلوماتو معلومولو یا ټاکلو ځانګړنوالي په چوپړ کې دي.

لکه سورګل، سپین..  کشمالی، غونډوسکه او نور.

د نوم او نومن توپیر له پاره یې پېژندونه سره پرتله کړۍ

دوه نور ژبنیز توکي، چې زه پخپله ورسره پوره ستونځې لرم

وی څه شی دۍ؟

یو وی یو خپلواک ژبنی یووالی( ناسم یې واحد) دۍ. په پیداېښتي ژبه کې دا – د غږ یا سیلبې مخامخ- یو خپلواکه یا ښه یې نااړونده مانا لري.  یو ټولیز منل شوی پېژند نه شته او ستونځمن هم دۍ، ځکه چې دا  د کلیمه ،، وی ،، د ژبپوهانو منځ کې یا پوره اوبی نه ده او یا یې په بل څه یادوي . ګومان مې دۍ یو فرانسوی ژبپوه د ،، وی،، په  ځای ساده ،، نخښه،، کاروي. دلته هم د لیکلو او روښانه ونې، ښه یې څېړنې اړتیا شته او په نورو ژبو کې خبرې پرې شوي نورو ژبوکې یې وګورۍ..  

   

کلمه څه شی دۍ؟

  ; term; Begriff  کلمه انګرېزي او الماني یې 

د  وی ،، کلمې ،، سره  د یوې نخښه ونې یا یوه اندلرنې یا حدث وهنې  مانامنځپانګه پوهېدل کیږي. یوه کلمه یو  سیمانتیکي یووالی جوړوي، چې د یوه نومځاینیوي یا یوه اند برخه ده. 

دا هم همدومره. پوهېږم، چې دا څه همدومره روښانه ولی شم، ډېر وخت نیسي، چې دا سرته رسوم. ډېر  نه دۍ، خو ورسره بوختیا باید زیاته وي ( په بخښنه

د دې او اړونده موضوغګانو د لا روښانولو له پاره تاسو ګډ کار ته رابولم. د دې له پاره مې برېښنا پته:

[email protected]

1 COMMENT

  1. ډاکتر مېږی سلام
    وایی چې خبره له خبرې پیداکیږی . زه به نیوکه نه کوم که پښتو ژبه د امرالله صالح ، حنیف اتمر ، هنر مند یا فنکا رهارون باچا او نور…………. په اتفاقی ډول ستاینو کې چې څوک څوک ستاییی ، د سیاست ،هنر او سیمه ایزه دود قاموس کې راڅرګندیږی نو زموږ خوږه ژبه هسې لیمیت کیږی خو که د ماخان په ډو ل څیړ نیزه بڼه غوره کوی عالی خدمت دی اوبر مختګ. کور مو ودان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب