پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهجنرال مټیس: ټرمپ امریکا ویشي، ټرمپ: مټیس لیونی سپی دی

جنرال مټیس: ټرمپ امریکا ویشي، ټرمپ: مټیس لیونی سپی دی

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵ مه: د امریکا د دفاع پخواني‌ وزیر جنرال جېمز مټېس پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیوکه کړې ده چې په لوی لاس امریکایان سره وېشي او تاتریخوالي ته لمن وهي.‌

جنرال مټېس پر دې خبره سخت غوسه دی چې د پولیسو په لاس د یو تورپوستي کس له وژل کېدو وروسته ولسمشر ټرمپ امریکا کې رامنځته شوی وضعیت سم نه دی کنترول کړی.‌

جورج فلویډ لس ورځې وړاندې د امریکا به مینياپولیس ښار کې وروسته له هغې ومړ چې د پولیسو یو افسر یې د نیولو پر مهال پر مرۍ ګونډه ور کېښوده.‌

له هماغه راهیسې د امریکا په ګڼو ښارونو او ان نوره نړۍ کې د دې وژنې پر ضد پراخ اعتراضونه روان دي، او په واشنګټن، نیویارک او ګڼو ښارونو کې تاوتریخوالی رامنځته شوی.‌

ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د اعتراضونو د ختمولو لپاره به د امریکا پوځ ور غواړي، خو جنرال مټېس پر ولسمشر ټرمپ تور لګولی چې له خپل واکه ناوړه ګټه اخلي.‌

د دې نیوکو په ځواب کې ولسمشر ټرمپ ویلي‌ چې جنرال مټېس یې له دندې ګوښه کړی ځکه داسې خبرې کوي.

ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: “ما د ده مشري او ځینې نورې خبرې نه وې خوښې.‌ نور ډېر خلک هم راسره موافق دي.‌ ښه ده چې تللی دی”.

جنرال مټېس په ۲۰۱۸ کال کې وروسته له هغه له دفاع وزارته لاس پر سر شو چې ولسمشر ټرمپ له سوریې د پوځ ایستلو پرېکړه وکړه.

د فاع دا پخوانی وزیر له هغه راهیسې غلی و،‌ خو چارشنبه یې په اتلانتیک مجله کې د ولسمشر ټرمپ ادارې پر ضد لیکنه وکړه، خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې د جنرال مټېس دویم نوم (ګډوډي) و،‌ او ده یې وروسته دا نوم په (لیوني سپي) ور بدل کړ.

د جنرال مټېس او ولسمشر ټرمپ دا ناندرۍ په داسې حال کې پیل شوې چې چارواکو پر هغو څلور واړو پولیس افسرانو تازه تورونه پورې کړل چې د تور پوستي جورج فلویډ د نیول کېدو پر وخت د پېښې په ځای کې موجود وو.‌

ډېرېک چاوېن،‌ هغه پولیس افسر چې د جورج فلویډ پر مرۍ یې ګونډه ور ایښې وه، په وژنه تورن دی او ورسره درې نور افسران په وژنه کې په مرستې کولو تورن شوي.

د دې وژنې په غبرګون کې په امریکا کې را پارېدلي اعتراضونه تر ډېره ارامه وو،‌ خو ځینو ښارونو کې تاوتریخوالی رامنځته شوی او ګرځبندیزونه لګول شوي‌ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب