شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهایراني ځواکونو دا ځل له افغانانو ډک موټر ته اور اچولی دی

ایراني ځواکونو دا ځل له افغانانو ډک موټر ته اور اچولی دی

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵مه: د ایران په یزد ښار کې د دې هیواد امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې کړي، چې په پایله کې یې موټر اور اخستی او یو شمېر افغان کډوال پکې سوځېدلي دي.

په زاهدان ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د کډوالو چارو مسئول مرتضی خرمي بي بي سي فارسي ته ویلي، چې د یزد اړوند مهریز استان نومي سیمه کې د افغان کډوالو په لېږدوونکي موټر کې د اور لګېدو له امله درې نفره وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په موټر کې ټول څوارلس تنه سپاره وو، چې له منځه یې یو پاکستانی او دیارلس نور افغانان وو.

د مرتضی په قول، ایراني چارواکي د موټر لوړ سرعت د اورلګېدو لامل بولي، خو په پېښه کې یو ژوندی پاتې شوی افغان کډوال وایي، ایراني ځواکونو یې پر موټر ډزې وکړې، چې په پایله کې موټر اور واخست او مرګ ژوبله رامنځته شوه.

یاد ژوندی پاتې شوی تن وایي، ایراني ځواکونو د دوی موټر ته د درولو امر وکړ او کله چې موټر ونه درول شو، هغوی ډزې وکړې، چې ورسره جوخت موټر اور واخست.

په ورته وخت کې په زاهدانو کې د افغانستان قونسلګري وایي، د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی لېږي، چې سبا جمعه او شنبه به د پېښې پلټنه وکړي.

د افغان کډوالو د وژلو پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې څه موده وړاندې هم د ایران  پوله ساتو ځواکونو لسګونه افغان کډوال شکنجه او په سیند لاهو کړی و.

که څه هم د یادې شوې پېښې په مهال حکومت ژمنه کړې وه، چې پر ایران به فشار راوړي او د پېښې عاملین به د عدالت منګولو ته راکاږي، خو تر دې دمه لا هم په دې برخه کې کوم ګام ندی اخستل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب