Homeخبرونهپاکستان وايي، د افغانستان پر خاوره یې بیا بریدونه کړي

پاکستان وايي، د افغانستان پر خاوره یې بیا بریدونه کړي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۰ مه) پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې د جنوبي وزیرستان د کوزې سیمې مرستیال کمېشنر وايي، پاکستاني امنیتي ځواکونو د افغانستان له لوري د انګور اډې ته څېرمه پر سرحدي پوستو تر ډزو وروسته غبرګون ښودلی او د طالبانو ځواکونه یې له خپلو مورچو شاتګ ته اړ کړي دي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د ځوابي برید په ترڅ کې د طالبانو څو سرحدي پوستې، د هاوانونو ځایونه او دفاعي مورچې په نښه کړې دي.

د هغه په وینا، د پاکستاني ځواکونو له سخت غبرګون وروسته د طالبانو سرتېري اړ شوي چې خپلې پوستې پرېږدي او وتښتي.

مرستیال کمېشنر زیاته کړې چې تر اوسه د پاکستان په سرحدي سیمو کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. هغه ویلي، چې پاکستاني امنیتي ځواکونه د هر ډول برید پر وړاندې د اغېزناک غبرګون لپاره چمتو دي.

افغانستان تراوسه پورې د پاکستان د دې تازه ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. او خپلواکې سرچینې هم د ادعاوو د ثابتولو امکانات نه لري.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د روانې اوونۍ په پیل کې د جنوبي وزیرستان په سرحدي سیمه، کې د نښتې له امله یو کس وژل شوی او د یوې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي وو.

له دې پېښې وروسته د پاکستان پوځ ویلي و چې د طالبانو د برید په ځواب کې یې د هغوی سرحدي پوستې په نښه کړې او د ملکي وګړو پر وړاندې د برید په غبرګون کې یې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پرون پاکستان بیا ادعا کړې وه چې په همدې سیمه کې یې د افغان لوري د بریدونو په ځواب کې پر افغانستان بریدونه کړي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې پیل شوې. اسلام‌اباد افغانستان تورنوي چې وسله‌والو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې او هغوی په پاکستان کې بریدونه کوي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او وايي، د پاکستان ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.

د دواړو خواوو ترزمنځ نښتې هغه مهال لا سختې شوې چې افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې پر سرحدي سیمو بریدونه پیل کړل. دواړو لورو د ترکیې، سعودي عربستان او قطر په غوښتنه، د کوچني اختر په درشل کې د مارچ په ۱۸مه د یوې اوونۍ اوربند ومانه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...