جمعه, مارچ 29, 2024
Home+خبري، په ادبیاتو کې | ودود همت

خبري، په ادبیاتو کې | ودود همت

موږ لا اوس هم د هري علمي او ادبي موضوع د تاریخي ريښې د شنني او ارزوني چاره د یوناني علومو له دريڅې شنو، او ډېر کله مو حواله هم د پوهي پر دې لرغوني کان ورکوو داسي ولي کوو؟ دا ځکه چې هغوی د سقراط، افلاطون، ارسطو… په څېر پوه او عالم نابغه ګان لري، هغوی د پوهي او معرفت د اکاډمیکونو باغونو داسي تل پاته وني کښېنولي چې دنیا يې له ميوو او ښکلاګانو فیض او حکمت اخلي، دوی د انساني ژوند د ټولو اړخونو اړتیاوي، ستونزي، هیلي، دردونه او غمونه، سوکالی او خوشحالی… په خورا ځيرنه او څارنه تر نظر لاندي نیولي او شنلي دي، دوی د انساني رنځ هر درد ته نسخه او درمل وړاندي کړي دي او بلاخره دوی د انساني ژوند دواړي خواوې یعني هم روحي او هم جسمي ماهیت په نظر کې نیولی دی، د بېلګي په توګه د یونان د فکر او کمال سړی عاقل فلیسوف سقراط خپلو خلکو ته وايې چې تاسو وشرمېږی! یوازي په دولت، عزت او شهرت پسې مه ځی بلکه خپلو روحونو ته پاملرنه وکړئ، سقراط فلیسوف و  ولي! داسي فلیسوف چې له خپلو خلکو سره يې خپل دا فلسفي فکر ګډ کړی و، خلکو ته يې دا شعور ورکړی و چې عقل د ژوند د انتظام او تدبير طناب دی، خلکو د ده فکر هضم کړی وو نو ځکه يې فلسفي فکرو ته لېوالتیا او رغبت زیات وو او فلسفه يې د علومو مور بلله، فلسفه چې نوم يې انسان ته د يو پېچلي او مبهم علم تصور تلقینوي خو د یونان عام خلک د سقراط له برکته دومره دلچسپي ورسره پيدا کوي چې د خپل عملي ټولنیز ژوند سره يې همغالي او شریکوي او د پوهي د روښانه ډيوو په لا ځلولو او بلولو کې ورسره د پام وړ ونډه اخلي.
د یونان د فکر خلک خپلو ولسونو ته د ادبیاتو په نرمه ژبه نور علوم هم رسوي او خپلو خلکوته د شعر، حماسې، ډرامې، کوميډی… په جادويي هنر کې د نورو علومو د درک کولو او کسبولو فکر، تنده او تلوسه ورپيدا کوي، او د دې نرمي او ساحرانه وسيلې څخه په ګټني د پوهي او عرفان د جاویدانه څراغونو رڼا آن نړی ته لا تر اوسه ورکوي.
د دې يادوني او مثال راوړني څخه زما مراد زموږ د وطن په ادبیاتو کې د ولسي شعور د بیداری او عمومي ټولنیز ژوندانه د اغیزمنتیا او سلامتیا له زاوې منتقدانه جاج اخستل دی، زموږ ادبیات د افغان انسان د ژوند د سوکالی او ښېرازۍ لپاره څه لري، زموږ ادبي دنیا د مادي دنیا په فکري او شعوري برخه کې څومره او څرنګه مطلوب بدلون راوستی دی؟
د ملالي د ټپي جادويې او انقلابي اغیز مو د هر ادبي ياداښت د سرټکی او د خیال او ویاړ مثال دی!
دا خو یو حماسي او جنګي نمونه ده، چې د اغیز اوتاثرانځور يې د تاریخ د سینګار ټېک دی، بحث دا دی چې زمونږ د اوسنیو ادبیاتو ژبه او پېغام د اوسني وخت افغان انسان ته څومره روښانه او دلچسپه دی، زمونږ اوسنی ادیب د خلکو د عام ژوند سره څومره نېږدې فکرا و حِس تجربه کوي؟ زمونږ ادبیات څومره د خلکو په عام ژوند کې شریک اومحسوس دي؟ زمونږ ادبي تخلیق څومره د خلکو د ټولنیز شعور درک ته چمتو دی او د عامي ټولني د ژوند په رګو کې يې څومره شتون جریان لري؟ زمونږ ادبي تولید د خلکو لپاره دی او که د ادبي حلقو د ګډونوالو او برخه والو؟ يوازي ادیب پرې پوهيږې که د کلي دهقان هم خپل هيلي، تخیلات او روحي دنیا پري تسکینوي؟ د وطن ملي ادبیات د ملي شعور په لوړتابه او ويښتابه کې څومره اوڅرنګه رول لوبوي؟ د ملي هینداري په څېر زمونږ د فلکلور ژبه ولي نوره اوهغسي ونه ږغېده؟ زموږ د ملي روان نبض ولي په ادبي ترمامتر نه معاینه کوو؟ زمونږ ادیب ولي د خپل ولس روحي دنیا ته د تسکین ورېښمینه ادبي نسخه نه وړاندي کوي؟ زمونږ د فکر او شعور روان مسلسل رنځ ولي نه دوا کېږي؟ زمونږ ادب ولي نه ولسي رنګ خپل کړ او نه يې نړیوال دريځ ته لار وموندل؟ آيا د ادب تولید يوازي د ادیبانو لپاره دی؟؟؟
زه د ملي ادب د پرمختګ او ودي ځیني استثنايې هڅي نه هيروم، هر قلمي اوفکري ګام ته ارزښت او قدر ورکوم، ولي په دې ملي رسالت کې يې ډېر لږ ګڼم، او د ډېرزیات کار او ډېري لويې تشي د ډکولو اړتیا محسوسوم، په پورته يادوني کې زه نه غواړم چې پرتله وکړم، زما موخه داده چې د علم اوپه خاص ډول ادب چې د پوهي او معرفت يوه غوره او اهمه برخه جوړوي پر ولسي او ټولنیز مثبت رول بېلګه وړاندي کړم يونان ولي د پوهي او فکر د صادراتو نړیوال ګدام دی؟ دا ځکه چې علم او ادب يې د عامو خلکو او پوهانو ترمنځ ګډ اوغاړه غړی دی.
که موږ د ولس د روح سره خپل د فکر او قلم ژبه مشترکه او یوه کړو آيا دا به مو د ملي ويښتابه د مطلوب مراد د حاصلو ښه تجربه نه وي کړې؟؟؟
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب