جمعه, اپریل 19, 2024
Home+سوشل ډېټرمینیزم او دوې بنیادي پوښتنې | هارون سمون

سوشل ډېټرمینیزم او دوې بنیادي پوښتنې | هارون سمون

جبر او اختیار د فسلفې او ټولنپوهنې ډېر مهم ډیالیکټیکي بحث دی؛ پر پښتو په دې برخه کې د مجروح صاحب یو کتاب (د جبر او اختیار ډیاليکټیک) لرو او ځینې نورې خورې ورې لیکنې.
د جبر او اختیار بحث زموږ غوندې ټولنې لپاره په دې مهم دی، چې لا هم عموماً انسان په دې ټولنه کې د خپلو افکارو له وجې خوږېږي. د تخنیک او ټېکنالوژۍ په اوسنۍ پرمختللې دنیا کې انسانانو ته د یو بل افکار، عقاید او باورونه ډېر نه دي مهم، حتی سېکولارایزشن شویو ټولنو کې انسانان د یو بل د عقایدو او باورونو پوښتنه عیب بولي، ځکه چې پرمختللو ټولنو کې انسان په دې هڅه کې دی، چې خپلې ابتدایي ستونزې حل کړي او حداقل ژوند آرام تېر کړي.
د ټولنیز جبر نظریه پر دې بنیادي اعتقاد مطرح شوې، چې د انسان ذهني وده، سلوک او چلندونه د هغه د چاپېریال په چوکاټ کې رامنځته کېږي؛ په ساده مانا د ټولنیز جبر نظریه راته وايي، کله چې یو څوک وزيږي، د کاغذ د یوې نالیکلې پاڼې په څېر دی، چې وروسته د حاکمې ټولنې یا چاپېریال باورونه ور تزریقېږي، په لومړي سر کې یې کورنۍ رول لري، بیا درسي ځایونه، لکه مکتب، مدرسه، جومات. په ټوله کې د ټولنې جمعي وجدان او فرهنګ فرد ته باورونه، فرهنګ، دین، کړه وړه او نور ډېر څه ور تزریقوي. په تدریجي ډول ټولنې پر یو فرد اوړي او دغه جبر فرد حسوي هم نه. د رالوی شوي فرد ښه او بد، ناکامي او بریا د هغه په چاپیریال پورې اړه لري، په دې کې د هغه کورنۍ، ملګري، همکاران او په عمومي ډول ټولنه او کلتور شامل دي.
د ټولنیز جبر نظریه په ټولنپوهنه کې رامنځته شوې، په ځانګړې توګه فرانسوي فیلسوف اګوست کنت او امیل دورکیم په دې اړه ژور بحثونه مطرح کړي دي. کنټ په خپله ارګانیستي نظریه کې انسان د ټولنې طابع وباله.
دا چې علمي باورونه هم په جبر کې راځي، په دې مانا که یو انسان پر علمي باورنو متکي باورونه او عقاید ولري، د ټولنیز جبر د نظریې پر بنیاد پر دې انسان هم جبر کېږي او علمي باورونه ور تزریقېږي، اوس سوال دا مطرح کېږي، دا چې باورونه د ټولنیز جبر د نظریې پر بنیاد انسانانو ته ورتزریقېږي، بیا نو کوم باورونه او عقاید سم دي؟
دا پوښتنه په سوشل ډېټرمنېزم یا د ټولنیز جبر نظریه کې د یوې بینادي پوښتنې په توګه مطرح کېدای شي. خو کېنټ یې یو احتمالي ځواب په دې توګه مطرح کوي.
کنټ جوخت بل مهم بحث مطرح کوي هغه په دې عقیده دی، چې د علومو یووالي ته په کتو ثابت قوانین باید رامنځته شي، داسې چې په خارجي مشاهداتو او تجربو ولاړ وي، که یې ساده ووایو د کنټ اتکا پر ساینسي باورونو ده.
 د دې پوښتنې په ځواب کې کېنټ په دې باور دی، چې هغه باورنه سم دي، چې پر مشاهداتو، تجربې او ساینس اتکار ولري.
دورکیم په لومړي ځل د فردي وجدان پر وړاندې د جمعي وجدان اصطلاح په ټولنپوهنه کې وکاروله او دا یې د خپلې ټولنپوهنې اساس کېښود.
دورکیم عقیده لري، هغه څه چې ټولنیز وي، تر انفرادي ماوفق یا پورته دي، په دې مانا ټولنیز شوي څه تر انفرادي مخکې وي او تر ځانګړي جبر لاندې وي. دورکیم داسي وايي، چې فردي وجدان د جمعي وجدان تر فشار لاندې دی او جمعي وجدان د فشار لامل دی، په بله وینا د ټولنې جمعي وجدان فرد مجبوروي هغه کړنې ترسره کړي، چې د ټولنې پر جمعي وجدان ولاړې وي. په پښتو کې یو متل دی، وایي له خپلو څړیو سره دې پښې غزوه. دا متل ښيي، افراد مجبور دي د ټولنې جمعي وجدان ته په کتو خپلې ټولنیزې چارې ترسره کړي.
دورکیم وايي انسان چې په ټولنه کې یې حضور نه وي پیدا کړی، خاص هویت نه‌لري، یانې افراد له ټولنې هاخوا د خالي لوښو حیثیت لري، چې یوازې د جمعي وجدان یا روح د قبلولو یا منلو وړتیا لري، ټول انساني تمایلات، غوښتنې او عواطف چې د انسان په فطري انسانیت پورې اړوندېږي، د جمعي روح یا وجدان تر تاثیر دغه لوښی ډکوي او یاد شخص په ټولنه کې خپل شخصیت جوړوي.
دورکیم وايي د ټولنې له جمعي شعور، وجدان او روح څخه هاخوا بل څه نشته دي، فردي شعور یا وجدان هم د همدغه عمومي شعور یا جمعي وجدان کې راڅرګندېږي یا یې یو مظهر دی، مانا دا چې فردي وجدان د ټولنې د جمعي شعور او وجدان پر وړاندې مجبور او محکوم دی. پښتانه وايي، چېرې چې اوسې، په خوی به د هغو سې. مانا انسانانو دا منلې ده، چې انسان دې یوازې د همدغه جمعي وجدان تابع وي.
دورکیم پدې عقیده دی، چې انسان ذاتاً حریص دی او د ډېرو شتو تمایل لري، مانا نامحدودې غوښتنې لري، چې یوازې یو بېرونی څارن یې کولی شي مهار کړي، هدف یې جمعي وجدان دی. د هغه په عقیده د انسان پرته له اخلاقو ژوند کول د جمعي وجدان لخوا مهارېږي.
دورکیم الزام او اجبار د ټولینزو پدیدو ځانګړنې بولي، چې په دې سره ممکنه ده، ټولنیزې پدیدې تشخیص کړل شي. د هغه په نظر ټولنیزې پدیدې د آمر او قاهر قدرت لرونکي دي، چې په مرسته یې کولی شي، پر فرد هرڅه تحمیل کړي؛ خو که فرد د دغه قدرت او قهر پر وړاندې پرته له مقابلې تسلیم شي دغه فشار او قهر بې مانا کېږي او تاثیر یې کمېږي.
جبرپال یا جبرګرایان د تقدیرپالنې (fatalism) په څېر په مطلقه توګه داسې باور نه‌لري، چې ګواکي انسان پر خپل راتلونکي تاثیر نه‌لري، بلکې د ماټریالیزم په څېر د علت یا سبب له لارې استدلال کوي او وايي، چې دویمه پېښه د اولې نتیجه ده، پدې مانا چې معلول د علت پایله ده. د مثال په توګه زموږ ټولنه ځکه وروسته پاتې ده، چې هلته ټولنیز عقلانیت بسته دی او موږ په لویه کچه عقلي انسانان نه‌لرو، یا داسې ویلی شو، چې زموږ پر ټولنه عمومي عقلانیت نه‌دی حاکم شوی، چې ټولنه مدریت کړای شي، جګړه او د نورو دخالت وروستي علتونه دي، چې د دې ټولو معلول له هر اړخه یو وروسته پاتې ټولنه دی.
که د سوشل ډېټرمینیزم د نظریې له عمومي روح سره آشنا وی، بنیادي پوښتنه دا مطرح کېږي، چې د ټولنیز فشار (social pressure)، جمعي وجدان او یا ټولنیز روان تر اغېز لاندې د باورونو له اړخه د یو تولید شوي انسان ملامتیا په څه کې ده؟ په ساده مانا پرمختللی انسان ځکه پرمختللی دی، چې د وخت په یو پرمختللي پاراډایم او د مکان له اړخه په یوه پرمختللي ټولنه کې پیدا شوی دی او اوس پرمختللی دی؛ یو وروسته پاتې هغه برعکس. یا په یو دین او بل دین کې د راسترو دوو کسانو مثال، ولې یو بل ملامت بولي؟
دا پوښتنه فرهنګ، دین، د ټولنې عمومي وجدان او مېټافزیکي مفاهیم تر پوښتنې لاندې راولي او ښه پراخه بحث ورباندې کېدای شي.
پورتنی بحث د وروستی پوښتنې اساس دی، خو د بحث سټرکچر پوښتنه تشکیلوي، که ممکنه وي پدې اړه خپل نظر ولیکئ.
که مو پوښتنه نه وي اخیستې پوښتنه دا ده. که د سوشل ډېټرمینیزم د نظریې له عمومي روح سره آشنا وی، بنیادي پوښتنه دا مطرح کېږي، چې د ټولنیز فشار (social pressure)، جمعي وجدان او یا ټولنیز روان تر اغېز لاندې د یو تولید شوي انسان ملامتیا په څه کې ده؟ ساده مانا یې دا ده، چې باورونه او اخلاقیات ټولنه انسان ته ور تزریقوي، په یو محیطي جبر کې راستر انسان څومره خپلواک او د خپل اختیار څېښتن دی؟ مثال یو انسان د پښتنولۍ په کاسټ کې رالوی دی، بل ازبکانو یا تاجکانو په فرهنګ کې رالوی دی، یو بل په اسلامي ټولنه کې هویت پیدا کړی، یو بل کس په بودیایي ټولنه کې، که یو فرد له شعور پیدا کولو وروسته خپل هویت په اختیاري ډول ایجاد کړي ایا ملامت دی؟

1 COMMENT

  1. د کریمنالوژي له نظره هم ټولنه د انسان په مجرمیت کې مهم رول لري. یانې ټولنه د انسان پر شخصیت، کړه وړه، باورونو باندې اغیز لري خو انسان د عقل او علم په مټ کولای شي چې ډېر یا لږ د خپل ټولني سره متفاوت و اوسي. موږ نړی کی د سترو انسانانو دا ډول بېلګي لرو. فخر افغان د پښتنو په جامد کلتور کې تر ډېره حده د خپل فکر او علم په مټ د خپلي ټولني نه متفاوت وو. په ټولنه کې ټول هغه کسان چې پر ټولني د حاکم فکري نظم خلاف بغاوت کوي، هغه کسان دي چې د ټولني له جمعی فشار نه یې ځان ژغورلي.tt

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب