Homeخبرونهشمال کې د غنمو فصل د ملخانو خطر سره مخ دی

شمال کې د غنمو فصل د ملخانو خطر سره مخ دی

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۲۶ )    د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په اتو شمالي ولایتونو کې ملخانو د غنمو فصل د خطر سره مخامخ کړی دی.

په کابل کې د یادې ادارې استازي رېچرډ ټرېنچ هارټ د غنمو فصل ته د ملخانو خطر زړه دردونکې ستونزه وبلله.

هغه وویل په داسې حال کې چې افغانستان سخت انساني بحران سره مخ دی، په غنمو د ملخانو حمله به پر دغه هېواد سخت منفي اغې ولري.

ټرېنچ هارټ وویل سږ کال د ملخانو برید د یو میلیون مېټرک ټن نه زیات غنم تباه کولی شي چې د ټول کلني حاصل څلورمه برخه کیږي او نیږدې ۵۰۰ میلیونه ډالره ورسره ضایع کیږي.

هغه زیاته کړه غنمو ته د دغه زیان څخه د دریو میلیونو نه زیات کسان اغېزمنیدلای شي.

د طالبانو د رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ادبي جایزې، د خلاقیت هڅونه که د اعتبار ازموېنه     

عبدالوکیل سوله مل ادبي جایزې د ادبیاتو د ودې او غوړېدو یوه له مهمو وسیلو څخه ګڼل کېږي. د دغو جایزو له لارې نه یوازې...