جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونههلمند : تېر کال نیږدې یو نیم زر تنه د جنایي جرمونو...

هلمند : تېر کال نیږدې یو نیم زر تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۲۶ )   د هلمند د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو چارواکي وايي، چې تېر ۱۴٠١ لمريز کال په مرکز او ولسوالیو کې ۱۴۳۲ تنه د غلا، قتل، نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق، جعل کارۍ، انساني قاچاق، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عزت الله حقاني وویل، چې له نیول شویو کسانو سره ۶ تومانچې، ۷ موټر، ۱۰۶ موټر سايکلونه، ۳ رکشې، ۳ بایسکلونه، ۳۲۰ زره او ۱۴۰ افغانۍ، ۳۱۸ زره او ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۱۵ زره جعلي افغانۍ او یو میلیون او ٢٨٦ زره جعلي پاکستانۍ کلدارې او نور بېلابېل وسايل هم نیول شوي دي.

حقاني زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسیې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وخت په وخت په هېواد کې د جنایي او نورو جرمونو د ډېر کمیدو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب