Homeخبرونهاسحاق ډار: کابل دې د پاکستاني طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو پر...

اسحاق ډار: کابل دې د پاکستاني طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو پر ضد عملي اقدامات وکړي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له افغان واکمنو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او نورو وسله‌والو ډلو پر ضد عملي، د تایید وړ او نه بېرته راګرځېدونکي اقدامات وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.

اسحاق ډار دا څرګندونې نن په اسلام‌اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوټ په یوه نړیوال کنفرانس کې کړې دي. د کنفرانس موضوع په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې بدلېدونکی وضعیت، د پاکستاني طالبانو تحریک، د پولو هاخوا ګواښونه او سیمه‌ییز امنیت و. نوموړي ټینګار کړی چې اسلام‌اباد د ترهګرۍ د ټولو بڼو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند هم تورن کړ چې د هغو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ په دې ډلو کې، د اسلام‌اباد په ادعا، هغه ډلې هم شاملې دي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. هغه ویلي چې د دغو ډلو ملاتړ د سیمې سولې، ثبات او امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

اسحاق ډار د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان ځینو اقداماتو ته هم اشاره کړې، چې پکې د ملي اقدام پلان پلي کول، د «عزمِ استحکام» پروګرام او د استخباراتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا شامل دي. نوموړي ویلي چې اسلام‌اباد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د پراخولو هڅې هم کوي.

هغه په دې برخه کې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د هڅو ستاینه کړې او د دغه هېواد له وسله‌والو ځواکونو او د قانون له پلي کوونکو ادارو یې مننه کړې ده.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دغه هېواد وسله‌وال مخالفان په افغانستان کې حضور لري او له دې خاورې فعالیت کوي؛ خو افغان چارواکو دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

ذبیح الله مجاهد د پاکستان د تازه تورونو په اړه ویلي چې د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ تل ستونزې رامنځته کړي او د خبرو له لارې یې د اختلافاتو د حل مخه نیولې ده.

ده، چې اشاره یې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته وه، همداراز ویلي په دې برخه کې د پاکستان سیاسي کړۍ نه ملامتوي؛ ځکه د هغوی د ستونزو د حل غوښتونکې دي، خو په وینا یې یوې ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او همغږۍ بهیر څو ځله ګډوډ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...