Homeخبرونهله نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډله عمان ته ولاړه.

له نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډله عمان ته ولاړه.

تاند/ دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه/ له نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډله عمان ته ولاړه.

افغان کرکټ بورډ وایي، نن ماسپښین مهال، له نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډله د عمان په لوري وخوځېده، ترڅو د بنګله دېش د نوولس کلونو کم عمره لوبغاړو پر وړاندې ۴ یو ورځنۍ لوبې او له هغه وروسته د سیالې عمان لوبډلې پر وړاندې دوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

افغان نوولس کلن ځوانان به د څلورو لوبو دغه لوبلړۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل کړي چې، د همدې میاشتې تر ۲۳ مې نېټې پورې به دوام ومومي.

کرکټ بورډ وایي ورپسې به د عمان پر وړاندې هم دوه یو ورځنۍ لوبې د همدې میاشتې په ۲۷مه او ۳۰مه نېټې ترسره کړي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې پتېیل شوې وه چې د افغانستان او بنګله دېش د نوولس کلنو لوبډلو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي، خو د افغان لوبغاړو د ویزې په پروسه کې د ستونزو شتون او ناوخته راتلو له امله دغه سیالۍ ۴ شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به په اړوند نېټو ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کاناډا صدراعظم: کاناډا ویاړي چې ان کرسن د نوبل جایزه ګټلې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې...