پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبای نفسه، رحم وکړه رحم! | ژباړه: هوسۍ طارق

ای نفسه، رحم وکړه رحم! | ژباړه: هوسۍ طارق

لیکنه: جبران خلیل جبران 

ای نفسه تر څو آه او فریادونه کوې ته خو زما له حالته ښه خبر یې، تر څو به فریادونه کوې؟ په داسې حال کې چې ماسره د بشریت له ژبې پرته بل څه نشته چې په وسیله یې ستا د آرمانونو انځور وکاږم .

ای زما نفسه ! وګوره چې څنګه  مې خپل ټول عمر تاته په غوږ نیولو تیر کړی.

ای زما ځورونکی وګوره چې ستا په پلوي کولو مې خپل ځان تباه کړ.

زړه مې زما حاکم او پادشاه و خو اوس ستا غلام شوی .له صبر سره مې ملګرتیا لرله خو اوس مې ستا په مقابل کې غندي . ځواني مې هم ما ملامتوي، دا ټول هغه څیزونه دي چې خدای ماته راکړي نو ولې تمه کوې ، قناعت نه لرې او ولې ډېر غواړې؟

ځان مې نیست کړ، د خپل ژوند تکیه مې خوشې کړه او د خپل ټول عمر عظمت او لویي مې پریښوده خو پرته له تا هيڅ څه هم راته پاتې نه شول. ای نفسه ! ماسره د عدالت پر بنسټ چلند وکړ ځکه چې عدالت ستا د لویې لامل ګرځي او یا هم مرګ ته مې بلنه ورکړه څو ستا د دغی ‌ذلت او بې عزته ژوند څخه خلاصون ومومم . ای نفسه ، پر ما رحم وکړه! مینه پر ما دومره زوروره شوه چې د زغملو وړتیا راکې نور نشته.

ته او عشق دواړه پیاوړي یاست او زه کمزورې او له خپل ځانه جلا یم ، نو څه فکر کوې چې د پیاوړي او کمزوري تر منځ جګړه به دوام وکړای شي؟

ای نفسه رحم وکړه ! نیکمرغي دې له لرې راته وښوده ، ای نفسه ته او نیکمرغي د غره په سر ډېر لوړ ځای کې اوسیږئ او زه د ځمکې په تل کې ، نو راته ووایه چې ځمکه او اسمان څنګه یو بل ته رسیدی شي؟

ای نفسه ، راباندې رحم  وکړه ! تا ښایست راته وښوده خو ما پټ کړ. تا او ښایست په روښنایۍ کې یاست خو زه او ناپوهي په تیاره کې یو نو څه فکر کوې چې رڼا او تیاره سره برابر دي؟

ای نفسه ! ته د آخرت له را رسیدو وړاندې ورته خوشاله یې خو وجود مې په دې نړۍ کې د اخرت د شتون له احساسه  ځوریږي.

ته په ډېر سرعت د تل پاتې ژوند پر لور مزل کوې خو زما پښې ورو ورو د نابودۍ پر خوا روانې دي . ای نفسه ! دا د بې وسۍ وخت دی ځکه ته د آسمان پر لور روانه یې او زه د ځمکې د جاذبې له امله خاورې ته نږدې کیږم .ته او جسم دواړه یو بل ته ډاډ نه ورکوئ او دا د کینې نښه ده چې یو له بل سره مو پاللي.

ای نفسه ته د خپلې پوهې پر بنسټ ترټولو شتمن یې ، خو زما وجود د خپلې کړنې له امله فقیر دی ، نه ورباندې ته رحم کوې او نه هغه له تا پیروي کوي او دا د بدمرغۍ انتها ده. ای نفسه  ته د شپې په آرامۍ کې خپل محبوب ته رسیږې خو دغه جسم او وجود د تل لپاره پاتې کیږي په داسې حال کې چې د بې اتفاقۍ حسرت او لیوالتیا مینه وال دی . ای نفسه رحم وکړه ! رحم …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب