په بېلتون د پسرلي بابا پرېشان يم
جدايي د خوږ آشنا نه ده آسانه
په شيبو، شيبو ورېږمه باران يم
خدای دې داسې هستي وانخلي له چا نه.
د غيرت قلم يې لاس که وو نيولی
هره کرښه يې افغان، افغانستان وو
د روس جنګ ته په ميدان وو درېدلی
د همت او د مېړانې ترجمان وو
د هجران په لمبو ډېر وو سوځېدلی
آزادي د خپل وطن د ده آرمان وو
ګوزارونو د قلم ته يې حيران یم
په دښمن وو تېره غشي له آسمانه.
پېره دار او څوکيدار د خپل چمن وو
د پردو اختيار يې هېڅ نه شو منلی
په رښتينې خدمتګار د دين، وطن وو
خدمتونه يې مونږ نه شو هېرولی
د وطن له مينې جوړ يې ټول بدن وو
په دې غم کې زښته ډېر وو کړېدلی
زه خبر د پسرلي له ټينګ ايمان یم
صحبتونه يې له ما شوي پرېمانه.
هر يو شعر يې مرغلرې او لالونه
هر کتاب يې د سرو زرو په قيمت دی
په رښتيا يې مونږ ته کړي خدمتونه
ما منلی يې د غره غوندې همت دی
همېشه به يې يادونه يادوونه
زړه مې ډک د ده له مينې، محبت دی
خپلو اوښکو کې ډوبېږمه توفان يم
چې شيبه د بېلتانه ده څومره ګرانه.
دمه ځای وو د ادب د ميېنانو
د رڼا شغلې يې هرې خوا ته تللې
د زړه سر وو د قلم د خاوندانو
ډېرې سترګې ورپسې وژړېدلې
کاشکې نه وای جدا شوای له يارانو
ښې خبرې مې د ده تل اورېدلای
زه تسکين يې د لېدلو په ارمان يم
دم مې پاتې نه دی، سا درومي له ما نه.
په بېلتون د پسرلي بابا پرېشان يم
جدايي د خوږ آشنا نه ده آسانه
په شيبو، شيبو ورېږمه باران يم
خدای دې داسې هستي وانخلي له چا نه.