سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیاامریکایانو له کاغذه میکروسکوپ جوړ کړ

امریکایانو له کاغذه میکروسکوپ جوړ کړ

تاند- د امریکا د ستنفورډ پوهنتون څېړونکي بریالي شوي چې له عادي کاغذ او د کارتن له کاغذه میکروسکوپ جوړ کړي.

د ساینس ویپاڼې د راپور له مخې ډاکتران په دې میکروسکوپ د ملریا ناروغي پېژندلی یا تشخیص کولی شي.

دا کوچنی میکروسکوپ، چې فولډ سکوپ يې بولي، په څو دقیقو کې نصب کېدای او استفادې ته تیارېدای شي.

له ګردیو لینزونو پرته نور ټول فولډ سکوپ له کاغذه جوړ شوی دی.

د لینزونو شیشه یې له ډبرینو شګو جوړه شوې ده. لینزونه یې هره ذره ۳ زره برابره لویولی شي.

دا میکروسکوپ په شاوخوا نیم ډالر تمامېږي او ورڅخه استفاده هم خورا اسانه ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور له مخې په ۲۰۱۲ میلادي کال په نړۍ کې ۲۰۷ ملیون تنه په ملریا ناروغۍ اخته شوي ول چې ۶ لکه ۲۷ زره ترې مړه شوي دي.

ملریا په وروسته پاتې هیوادونو کې زیاته ده او ډېر خلک هم په وروسته پاتې هیوادونو کې د دې ناروغۍ له کبله مړه کېږي ځکه چې د دې ناروغۍ د تشخیص وسایل لږ دي.

د فولدسکوپ اختراع مرسته کوي چې ډېر بېوزله هیوادونه د ملریا او نورو ناروغیو د تشخیص لپاره ترې کار واخلي.

- Advertisment -

ادب