شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهنوي کلن | هيله پسرلى 

نوي کلن | هيله پسرلى 

ټک، ټک … ډاکټر اسماعيل مچان مړه کړل.
– خدايزده دا خبيثان له کومه پيدا کيږي.
مړه کړي مچان يې د ميز له سره پورې ووهل.
د نومرو کتابچه یې له جيبه راويسته. د حنا شميره يې پيدا کړه.
– ورته ووايم که يه. څنګه يې ورته ووايم. اخر ولې يې خفه کوم. خو دا دريم کال دى چې نه مې ده ليدلې.
مبايل يې د ميز له سره راواخيست : …001
مبايل زنګ تېر کړ. حنا ځواب ور نه کړ .
ډاکټر بيا زنګ ونه واهه.
– په دې مسافرۍ کې يې ولې خفه کوم.
له المارۍ څخه يې زنګ وهلې فلزي صندوقچه راويسته.
پخواني تور او سپين عکسونه يې راواخيستل. د عکسونو ښاته تاريخ ليکل شوى و:
1333 کال کابل پوهنتون، طب پوهنځی
1329 کابل، ژمى ،حبيبيه ليسه
ډاکټر اسماعيل د هر عکس په ليدو دومره هوسېده، ته وا بیخي نوي يې موندلي دي.
د لېسې له همصنفيانو سره اخيستل شوي عکس ته ځير شو. په دقت يې هر يوه ته وکتل.
– چې به مړه وي که ژوندي.
 اسماعيل د خپل کاکه کاکُل او د هغه وخت په مود برابر پطلانه په ليدو خوشحاله غوندې شو.
بل عکس يې راواخيست.
ميړمنې ته يې ور غږ کړ: د حنا مور! وه د حنا مور!
ـ څه وايي، درغلم!
ـ دا عکس مې در ښکاراوه ووګوره دا زه يم دا هم نصرو دى، موږ به کدو باله، کيسې خو مې يې درته کړي دي.
ـ قواره يې لا د بې عقلو ده.
ـ هههه، چې به مړ وي که ژوندى.
ـ  دومره مرګ، مرګ مه وايه، مرګ دې خداى لارې لري. اوس خو ډاکټري څه د تا د وخت ډاکټري نه ده، ډیر پرمختګ يې کړى، ناق دې زړه ته تشويش  اچولى، پروسږ دې هم دغه غاړې کولې، وروسته له عملياته شکر جک جوړ وې. خداى مهربانه دی، دا ځلې به هم پخير تير شي.
 ډاکټر اسماعيل په دې ښه پوهيده چې هغه تېر ځلې هم هسې خداى پچ کړى و. مېرمنې ته یې هيڅ و نه ويل. ښځه يې له کوټې ووته.
 د ډاکټر د لاس پوړېدا تر پخوا ډيره شوې وه. عکسونه يې په وړو راټول کړل، منظم يې په صندوق کې کيښودل. له صندوقه يې يو زوړ کتاب راوايست. دا هم هغه ناول و چې د دولسم صنف معلم يادګار ورکړى و. ډاکټر څو ځلې د محصلي په دوران کې کتاب شروع کړى و خو هر ځلې يې د څو صفحو له لوستو وروسته پريښى و.
ناول يې شروع کړ. يو، دوه، درې …نهه صفحې يې ولوستې.
په ناستو خوب يووړ . په کوټه کې د مچانو بوڼا وه . يو د ډاکټر په ګنجي سر باندې ناست و ، يو بل د سپينې چوکۍ په بازو باندې کېناست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب