د ښاغلي اجمل پسرلي په لنډو کیسو څو خبرې
ـــ
د مکتب په وخت کې مې د ناول له لوستو سره ډېره مینه وه. د اروښاد نصیر احمد احمدي، اصف عمر او استاد سعید الدین شپون ناولونه مې ډېر لوستل. د ناولونو تر څنک مې لنډې کیسې هم خوښېدې او کله ناکله به مې یوه یوه ټولګه له کتاب پلورنځيو رانیوله.
لنډې کیسې، لکه له نوم نه یې چې ښکاري لنډې وي، خو څومره لنډې؟
د بهرنۍ لیکوالې(جمیکا) د یوې لنډې کیسې په اړه مې لوستي وو چې ټوله کیسه ۶۵۰ لغته او دوې مکالمې دي.
د کافکا د ونې په نوم یوه کیسه هم همداسې له لږو لغتو او مکالمو جوړه ده.
ما چې د ځینو افغانو کیسه لیکوالو، کیسې لوستې، تر دوو یا دریو پاڼو کمې نه وي. استاد غضنفر چې زه یې له یوې لیکنې سره نه یم پتنګ شوی خو د « یوه تېر اور ایرې» تر نامه لاندې د لنډو کیسو د یوې ټولګې د لوستو پر وخت یې ناراحته کېدم او تر یو څو کیسو ور هخوا مې یې یوه هم پوره نه ونه لوسته. دا کیسې په عالي سبک لیکل شوې وې، هر څه یې سم ول، خو د کیسو ډېر اوږدوالی مې یې نه شوای زغملی، ستړی کولم یې.
شا او خوا دوه کاله به کیږي، په تاند ویبپاڼه کې د ښاغلي اجمل پسرلي کیسې لولم، دا کیسې له نورو کیسو جلا دي. لنډې دي، ښایي ځینې یې تر یوې پاڼې هم کمې وي.
د دې کیسو د لنډوالي یو علت سیبمولونه دي. لیکوال یې د دې پرځای چې د یو څه په اړه اوږده لیکل وکړي، لنډ سیمبول یې راوړي. د بیلګي په توګه کله چې د مرګ په اړه یو څه وایي یا یوه پېښه انځوروي، پاڼې نه پرې ډکوي بلکې یو سیمبول ترې را اخلي.
« کارغه» د مرګ سیبموبل دی. او د پسرلي صاحب په ډېرو کیسو کې راغلی. کله چې کارغه یادوو، مرګ، قبر او هدیره مو سترګو ته درېږي… د دې کیسو له ډلې د یوې کیسې نوم( تقاعد) دی. په دې کیسه کې (سګریټ) د ژوند سیبمول دی. لیکوال د دې پر ځای چې د ژوند په اړه څه ووایي، په سیبول کې یې انځوروي. د دې کیسې پای داسې دی« ده له شپږم پوړه دباندې د سګریټ لوګی پو کړ د سړک پورې غاړه ځوانان او زاړه بس ته ورختل ده کړۍ کړۍ سګریټ د ژبې پر څوکه هوا ته پف کاوه او له شمال سره د سپینې جالۍ پرده د ده پر کیڼ غوږ لګیده.» ژوند همدې سګرېټ ته ورته دی، روان وي، کړۍ کړۍ کېږي، کمیږي او بالاخره تمامیږي…
همداسې نومړی په خپلو کیسو کې، ډېری اعداد د سیمبول په توګه کاروي.
د بیلګې په توګه د (شپیته) په نوم په کیسه کې. په دې کیسه کې« شپېته» د کیسې نوم هم دی او سیمبول هم.زرګونه کاله مخکې په سومري تمدن کې شپېته تر ټولو مهم عدد بلل کېده استاد غضنفر د « په عددونو کې ښه او بد» تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې د شپېته عدد په اړه لیکي: ” د سومر په لرغوني تمدن کې د شپېتو د پیل شوي اهمیت تاثیر په ثانیه او دقیقه کې وینو چې شپېته ثانیې یوه دقیقه او شپېته دقیقې یو ساعت کېږي، یعني یو شی که شپېته شي نو بشپړ شي…”
د ښاغلي پسرلي د یوې بلې کیسې نوم دی( زینې) په دې کیسه کې د اووه عدد د سیمبول په توګه کارول شوی دی.
اووه بشپړ او محترم عدد دی او په ډېرو لیکنو کې کارول کیږي. استاد غضنفر لیکي: ” ځینې اسطوره پېژندونکي وایي چې اوه عدد ځکه محترم شوی دی چې د انسان په مخ کې اوه سوري دي. یو د خولې او شپږ د سترګو، پوزې او غوږونو. په همدې خاطر اووه عدد په تېرو زمانو کې د خلکو توجه جلب کړې ده…”
بل رنکونه دي.
د پسرلي صاحب په کیسو کې ځینې رنګونه د سیمبولونو په توګه کارول شوي دي.
مثلاً کله چې په یوه ناروغ کیسه لیکي، سور رنګ د سیبمول په توګه راوړي لکه د روغتون د خونې پر سرسور څراغ، د کټ پر سر ایېښی سور ګلاب…. همداسې ډېر نور.
د دې کیسو یو څو ښې څانګړنې:
لومړی: تصویرونه یې عالي او د پام وړ دی. کله چې لوستونکی پکې سیبمول پیدا نه کړي له ښکلو او ژوندیو تصویرونو یې خوند اخلي.
دوهم: لنډې دي، په آسانۍ لوستل کیږي، وخت کم غواړي او لوستونکی نه ورسره تنګېږي.
دریم: له سیبمولونو مالامال دي،
سیمبول په کیسه او داستان کې مهم رول لري او د کیسو د لنډوالي سبب کېږي.
څلورم: له اضافي خبرو، په امان دي، هغه څه چې د کیسې له محتوا سره نه وي تړلي، نه پکې بیانېږي.
پنځم: د لوستونکو لپاره یو پیغام لري، مثلاً په ډېرو کیسو کې مو د افغان ښځو یو انځور مخې ته ږدي، د هغوی معصومیت راته ښکاروي او د دوی په وړاندې له زور زیاتي مو راګرځوي.
ښایي دا کیسې نورې ښې ځانګړتیاوې هم ولري خو دا یوڅو یې ماته پر زړه پورې وي.
په دې کیسو قضاوت کول سخت دي او یو ډول تعبیر یې نشي کېدای.
بلاخره دا کیسې نوې خبرې لري، نوي موضوعات او نوې پېښې پکې نغښتې او په پای کې باید یادونه وکړم چې د ښاغلي پسرلي کیسې په پښتو ژبه کې د نویو او سیمبولیکو کیسو ښې بېلګې دي.
1400کال/ کابل/ خوشال خان مېنه