یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د جین خاموشول یا جین سایلنسینګ تداوي

د جین خاموشول یا جین سایلنسینګ تداوي

لیکواله: ډاکټر نګین کرګر

جین سایلنسینګ هغه تداوي طریقه ده چې پکې د وجود طبیعي پروسه د مرض د مخنیوي لپاره کارول کیږي. یعنې هغه جین چې د مرض سبب ګرځي په مشخصه توګه ټپیږي یا خاموشه کیږي.

د جین سایلنسینګ لپاره بیلا بیلې ټکنالوژي تخنیکونه موجود دي. دغه ټکنالوژي په مشخصه توګه په آر ان اې RNA مالیکول تمرکز کوي.

یا آر ان اې انټرفیرنس (RNAi)

پروسه ده چې په ټولو انسانانو کې موجوده ده.

په جین تیراپي کې نوی ډي ان اې مالیکول په حجره کې داخلیږي او د یو غیر موجود جین ځای نیسي خو د جین سایلینسینګ میتود خورا مغلق دی خو جانبي عوارض یی ډیر کم دي. په نوموړي میتود کې په هدفي ډول جین یوې حجرې ته لیږل کیږي چې پایله یې هم مخکې له مخکې اټکل کیدای نه شي.  د جین سایلینسینګ تداوي د څیړنو یوه لویه برخه ده چې د ارثي نارغیو د تداوی لپاره ډیره هیله بخښونکې ده. د جین تیراپي د پوهیدلو لپاره ښه ده چې لومړی د حجرې په ساختمان یو څه ځان پوه کړو.

د انسان په وجود کې د دیرشو نه تر څلویښتو تریلیونه پورې حجرې موجودې دي. هره حجره یوه بهرنۍ غشأ یا پوستکی لري او په دننه کې یې د نجلۍ په شان مواد چې سایتوپلازم نومیږي موجود دي. په وسط کې یې هسته ده چې د ټولې حجرې فعالیت کنټرولوي، په هسته کې دننه ډي ان اې یا د انسان یا هم د ژونديو موجوداتو ارثي کوډونه موجود دي.

جین د ډي ان اې یوه برخه ده، د یوې حجرې د جوړښت لپاره په زرهاوو ډوله پروټین چې دا ټول د څه د پاسه شلو امینو اسیدو څخه جوړیږي په طبیعت کې جوړ شوي دي، او د ژوند خښتې هم ورته ویل کیږي. د پروټین د جوړولو لپاره هره حجره په ډیره دقیقه توګه امینو اسید یوځای کوي او همدارنګه د هرې حجرې په منځ کې ډي ان اې یا ارثي معلومات هم موجود وي. جین د ډي ان اې یو یونټ یا یوې برخې ته وایي چې د پروټین د جوړیدو معلومات پکې راټول شوي وي. په سلهاوو جینونه په کروموزوم کې چې د تار په شان شکل لري موجود دي. د یو ژوندي موجود ټولې ډي ان اې ته جینوم ویل کیږي.

ډي ان اې کې د ژوندیو موجوداتو ارثي معلومات او هغه چې د حجرې د فعالیت لپاره پکار دي موجود دي. ډي ان اې تل په هسته کې پاتې وي او بل مالیکول یا آر ان اې ته ضرورت لري چې ارثي معلومات ورته ورسوي (مسنجر آر ان اې). د کیمیاوي او وظیفوي جوړښت له نظره ډي ان اې او آر ان اې د یو بل سره ډیر توپیر لري.

د کیمیاوي خواصو په نظر کې نیولو له مخې آر ان اې د ډي ان اې څخه ډیر فعالیت لري، ډي ان اې هسته نشي پریښودلی مګر آر ان اې څو ډوله دي چې هر یو یې خپل ځانګړي خواص او وظایف لري. آر ان اې مالیکولونه د ډي ان اې په واسطه ارثي معلومات (لول) یا چې ورسره سمون خوري د هغه معلوماتو یوه کاپي جوړوي چې د یوې مغلقې پروسې په بهیر کې د مرض د تداوی لپاره کارول کیږي، په دغه پروسه کې چې نوي پروټین جوړیږي هغوی ته جین ایکسپریشن ویل کیږي. د یوې روغې حجرې په هسته کې  ډي ان اې د وجود د هر غړي معلومات یا ارثي کوډ لري چې یوه ناروغه حجره یې نه لري. ځکه د یوې ناروغې حجرې په هسته کې دغه ډي ان اې د میوټیشن یا ارثي تغیراتو سره مخامخ شوي وي.

ولې جین سایلینسینګ یا د جین ټپیدل د تداوی لپاره مهم ګڼل کیږي؟

کله کله حجرات په غیر عادي ډول تکثر کوي یا جوړیږي نو په داسې حجراتو کې ډي ان اې د میوټیشن سره مخامخ شوي وي، کله چې حجرې د میوټیشن سره مخ شي یا د یو مخصوص پروټین تولید زیات کړي او حجره په اساسي ډول کار ونه کړي نو د بیلابیلو ارثي ناروغیو سبب ګرځي د مثال په ډول سیسټیک فیبروسس یا د سږو یو ډول ناروغي یا (CF) یو جنیټیک مرض دی چې په عمده توګه په سږو اغیزه کوي ، همدارنګه په پانقراص ، ځيګر ، پښتورګي او کولمو هم اثر کوي، په اوږدمهاله ناروغی  کې د سږو د مکرر مکروبونو په پایله کې د ساه اخیستلو ستونزې او د بلغمي ټوخی شامل دی. بل مثال لکه تالاسیمیا چې د وینې د سرو کرویاتو د حجرو شکل نورمال نه وي او یا سرطاني مرضونه کوم چې عادي درملو سره تداوي کیدای نه شي، نو د جین سایلینسینګ په طریقه  تداوی کیدلی شي.

په کال ۱۹۹۰ کې د لومړي ځل لپاره آر ان اې انټرفیرنس RNAi اختراع شوه او په ۲۰۰۶ کال کې یې مخترع ته د نوبل جایزه هم ورکړل شوه، آر ان اې انټرفیرنس د انسان د معافیتي سیسټم د عکس العمل لپاره یو کنټرول سیسټم بلل کیږي. د انسان د معافیتي سیسټم عکس العمل د ویروس ، باکتریا او پرازیټ په وړاندې عکس العمل ته ویل کیږي، چې آر ان اې مالیکیولونه د ډي ان اې د میوټیشن څخه مخنیوی کوي ، یعنې مخکې له دې څخه چې په حجراتو کې پروټین په غیر عادي ډول جوړ شي ، د هغه څخه مخنیوی کیږي. په دغه پروسه کې آر ان اې مالیکول په دوه کوچنیو آر ان اې مالیکولونو ویشل کیږي چې یو یې آر ان اې انټرفیرینس دی او بل یې سمال آر ان اې انټرفیرینس چې دا د مسنجر آر ان اې سره یوځای کیږي او د هدف وړ د حجرې فعالیت هغه وخت ټپوي کوم چې د غیر عادي پروټین په جوړولو پیل کیږي یعنې مخکې د جین د میوټیشن څخه د میوټیشن کیدونکی جین فعالیت دروي. او هغه حجرات چې د ناروغۍ سبب ګرځي او یا مثلا د سرطاني حجراتو په شکل نمو کوي فعالیت یی ورته سایلینټ کوي یا ټپوي.

آر ان اې انټرفیرنس یوه طبیعي پروسه ده خو د مرضونو د تداوی لپاره دا په هدفي ډول هم کارول یا تحریک کیږي.
په لنډو ټکو کې د جین سایلینسینګ یا ټپیدو هدف دا دی مخکې له دې څخه چې حجروي مخصوص پروټین جوړ شي او په هغه کې اول هغه ناروغ یا غیر عادي جین معلوم کړی شي او بیا د آر ان اې انټرفیرنس په واسطه هغه مرضي جین ټپ یا خاموشه شي.

1 COMMENT

  1. سلام ډاکټر صاحبې نګینه کرګر
    ډیره نوې اوجالبه موضوع مو ژباړلې.
    صرف ۲ کوچنیو سهوو ته مو ځيروم: ۱-نجلۍ په شان ؟ په اول پرګراف کښې ؛ فکر کوم (جيلي ) په شان سایتوپلازم به وي!
    ۲-ارثي معلومات (لول)؟ << لولي به هدف وي؟؟
    د لا زیاتو ژباړو په هيله مو
    پخوانی ایم.ډي.پېډیاتر!! ښه ورځ ولرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب