داغ په نسترن د شمایلې سلیمي لومړنۍ شعري ټولګه ده. زه نېکمرغه یم چې د شعري دنیا په دې منفرد بخود زیاتونه کې زما لیکنه هم خپره شوې او دغه اوسنۍ کرښې د «داغ په نسترن» پر ځینو نورو خواوو د رڼا اچونې لنډه هڅه ده.
په پیل کې به د آغلې سلیمي له خولې د هغې لنډې پېژندنې ته تم شو، دا په سریزه کې لیکي: زما اصلي نوم درخانۍ سلیمي دی، د ارواښاد محمد ارسلان سلیمي لور یم. اصلي د وردګ ولایت، په کابل کې زېږېدلې او اوسمهال په امریکا کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوم.
په انټرنټي پاڼو کې د ارواښاد سلیمي د ژوندلیک له لوستو وروسته ډېر په اسانه دې پایلې ته رسېږو، چې آغلې سلیمي په یوه فرهنګي، علم پاله او ادب شناسه کورنۍ کې روزل شوې ده. د ارواښاد سلیمي په اړه په پښتو ویکیپیډیا کې لولو: «محمد ارسلان سلیمي د افغانستان یو ټولنیز، ملي شخصیت او لیکوال وو. ده له وړکتوبه د هوښیارۍ، نبوغ او له خپل کلي او ولس سره د همدردۍ او مرستې احساس درلود.» د وردګو ولایت لپاره د ارواښاد سلیمي علمي، ټولنیز، سیاسي، عمراني او فرهنګي خدمتونه دومره ډېر دي، چې د دغې لیکنې اوږې به يې زور ونه لري. همدې ځای کې يې د کورنۍ په اړه راغلي: «استاد سلیمي واده کړی وو او د دریو زامنو او دریو لوڼو خاوند وو.»
بېرته به د «داغ په نسترن» نندارې ته ودرېږو. له موضوعاتي پلوه دغه ټولګه په ځان کې هره هغه خبره لري، چې د شعر جامه ورته برابره راځي. شعر ابراهیمي کمیس نه دی، چې په کمکي یوسف هم پوره راشي او د زلیخا په یوسف هم. د داغ په نسترن شاعره په دې ډېره ښه پوهېږي، چې کومې خبرې ته د شعر جامه ور واغوندي. همدا وجه ده، چې یاده ټولګه سر تر پایه یوازې له سنجیده او هر ډول قباحتونو او کراهتونو منزه شاعري نه سرشاره ده. شاعره د موضوعاتو او مضامینو په انتخاب کې تر پایه پورې جدي برېښي. آغلې سلیمي د شعر سپېڅلتیا ته ژمنه شاعره ده: «شعر و شاعري یوه الهي ډالۍ ده، نو په دې حواله ورته په لوی احترام قایله یم.»
له تخنیکي او صنایع و بدایع له پلوه، د دې ټولګې په غزلونو کې هر ډول شعوري او لاشعوري هڅې، د شعرګويي په ډګر کې د خپل زور د ښودو جبري کوششونه او په کلاسیکو لفظي او معنوي صنعتونو د خپل شعر د تزئین لاسي زحمتونه شوي دي.
د خپلو پورتنیو دوو خبرو په استناد کې پخپله لیکوالې ته غوږ نیسو: «ما د خپلې مشاهدې د ګرفت یوه، یوه هڅه د شعر په سټرکچر کې په شعوري او غیر شعوري انداز…»
د لفظونو د انتخاب، په شعر کې د موسیقي د ایجاد او د خیال او فکر د تخلیق په برخه کې آغلې سلیمي یوه برلاسي شاعره ښکاري. د لفظونو پراخې زېرمې، له فارسي او اردو ژبو سره بلدتیا، د فارسي او پښتو کلاسیکو اثارو مطالعې او خپلې ژورې مشاهدې او ریاضت د «داغ په نسترن» شاعرې ته دا امکان ورکړی، چې د خپل زړه خبرې د خپلې خوښې په پیرایه کې وکړي:
چې ترهول مې ترې د سر قاتلان هم، د زړه له صِدقه
ماته په هغه لار راپېښ شو ګذشتن، ستا له جماله
شمایله سلیمي په خپل شعر کې د احساساتو او عواطفو د بیان له پلوه تر ډېره پورې منحصر بفرد، د خپل ولس او وطن د حالاتو په اړه د دې اواز زیاتره له عامیانه تبصرو راټوکېدلی او د عشقیه معاملاتو او وارداتو او صوفیانو نظریاتو په څرګنداوي کې له کلاسیکو پښتو او فارسي شاعرانو متاثره برېښي.
په تلو تلو کې:
رنګ د کروندو ورلره سوى د زړه زخم شي
فصل يې چې هېر شي له بارانه څه به وخاندي
الهام مې تش له کربه بل تصوير نه جوړوي
شيندلى مې قاضيانو دى غزل په تاخانو
څو به کوئ په خپله خاوره پردى جنګ، يه سادګانو
د شمائلې ــ د لمبه لمبه وطن ـــــ اهل و عياله
پړق چې ستا د مخ د پلوشو پکې ونه وينو
هر څو که دېره وو په طور، ژوند به ورته نه وايو