شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد دوحې ناستې په اړه طالبانو سره د خپل تعامل په اړه...

د دوحې ناستې په اړه طالبانو سره د خپل تعامل په اړه د ملګرو ملتونو توضیحات

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۶مه) ملګرو ملتونو سازمان د دوحې د درېیمې ناستې له را نږدې کېدو سره په یوه اعلامیه کې په دې ناسته کې د طالبانو د رژیم د ګډون په اړه دغه رژیم سره د خپل تعامل په اړه توضیحات ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دې ناستې اصلي هدف د افغانستان د نړیوالو ژمنو پوره کولو؛ په ځانګړي ډول د بشري حقونو او ښځو په اړه د ژمنو عملي کولو ته د طالبانو را کاږل دي.

دا اعلامیه په داسې مهال خپره شوې، چې د ناستې له اجنډا څخه د طالبانو په غوښتنه د ښځو او بشري حقونو موضوعات له بحثه ایستل شوي.

دا کار په پراخه کچه د ښځینه حقونو د مدافعانو او نورو فعالانو توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

د دوی په باور، ملګري ملتونه د دې لپاره چې طالبان دغې غونډې ته را کاږي، د امنیت شورا له هغه پریکړه لیک څخه شاتګ کړی، چې د افغانستان د نړیوال تعامل په اړه تصویب شوی و.

د طالبانو رژیم پرون اعلان وکړ، چې د دوحې درېیمې ناستې ته د خپل عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی استوي.

له دې سره راپورونه څرګندوي چې د دوحې ناسته کې د طالبانو په غوښتنه د ښځینه حقونو او مدني ټولنې فعالان نه دي بلل شوي.

د دوحې درېیمه ناسته د روانې میلادي میاشتې په دېرشمه نېټه ترسره کیږي، چې دوه ورځې به دوام ولري.

4 COMMENTS

  1. که چیرې څوک شمالي غله کوفي او شکریه بارکزۍ او نور مدني فعالان بولي دا لویه خطا ده دغه ټول مدني کونیان د لویدیځ د بوینې دموکراسۍ غلامان دي.

  2. د افغانستان خلکو مدني او انساني حقوقو ته درناوى د خلکو حق دئ، او د ځېنو خلکو د کړو وړو پر بڼست دا حق څوک له خلکو نسئ سلبولي. د افغانانو د حقوقو موضوع افغاني اړخ لرئ او ډیر د شرم ځاې دي چې، م م او بهرنیان د افغان میرمنو د حقوقو په هکله د پنجاب کرایې ملیشه سره په شر اخته دئ. دا منحوسه ترهګره پدیده باید محوه سئ.

  3. دا خلک له غرو او یا د پنجاب له مدرسو راغلي ، دوی ته حتی خپل ځان هم بد ښکاري . که غواړئ چې دوی انساني کرامت او بشري حقونو ته درناوی ولري . باید لږ وخت ورکړل شي . دوی به ورو ورو نور هم متمدنه او ښه شي .
    البته په داسې غونډو کې د فوزیه کوفي او شاګل غزنیچي له ګډون نه، نه ګډون ښه ده ، سبا به یې دا خلک هم د ایدز په مرض اخته کړي وي او لکه د پخواني دولت دوهم مرستیال سروردانش د کونې د تداوي مصرف چې شاوخوا دوه میلیونه دالره شوی وو ، د افغانستان د مظلوم ملت له سهم نه به تادیه کیږي .

    • په جمهوریت کې اقتصادي او اخلاقي فساد خپل اوج ته رسیدلي وو. له دغه څخه انکار د واقعیت او عقل سره د جګړي او مجادلې معنی لرئ. خو کوم اقتصادی ا و اخلاقي فساد چې ، په هیبتې ځناورو کې موجود دی هم هغه واقعیتونه دي چې، ناري وهي. د هیبتې ځناورو اکثریت لومړي، دوهمه، دریمه، څلرمه او پنځمه درجه ترهګرو یې خپلې میرمنې په قچلاغ، کوټه، پیښور، لاهور، کراچي، میرانشاه او اسلام اباد کې ځاې پر ځاې کړي او دوې له نانیو او نابالغه ټیټه درجه ټرالیبانو څخه خپل شهوت پوره کوئ. نو که جمهو ریت بد وو ،نو دا هم د عمر رض خلافت ندئ.
      د افغانستان خلک د ښو او بدو تر منځ انتخاب نلري ، بلکې د بد او بدتر تر منځ انتخاب ته ولاړ دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب