شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله چین څخه د طالبانو د روغتیایي مرستو غوښتنه

له چین څخه د طالبانو د روغتیایي مرستو غوښتنه

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۶مه) د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شېنګ سره د لیدنې پر مهال د دغه هېواد د روغتیایي مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د هغه روغتیايي مراکزو هر اړخیز ملاتړ، چې د چین هېواد له لوري جوړ شوي، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې اترې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتونکی شو او ويې ويل چې په دې ډول به د دواړو هېوادونو د روغتیا په برخه کې همکاري او همغږي لا پراخه او پياوړې شي.

پر طالب چارواکو نیوکې دي، چې حتا روغتیایي سکتور یې سیاسي او طالبي کړی او دا ډول چلند د روغتیایي وضعیت د لا خرابوالي سبب شوی.

2 COMMENTS

  1. نو که هر شی سیاسی او طالبی انحصار لاندی راشی ،افغانستان به د مرضونو په تفدانی بدل او انسانیت به محو او یواځې کثیف تلتک به وی او ام الخبایث.
    هل هذا هو الاسلام ؟

  2. ارواښاد علامه ګل پاچا الفت رح فرمایې:
    باغ او بڼ يې بې بلبل بې عندليبه

    رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه

    څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري

    ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه

    که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې

    خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه

    ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی

    کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه

    لاس يې يو ځای، پښه يې بل ځای، سر يې بل ځای

    پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه

    نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم

    څه بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه

    چې ريښتينې خادم يې وينم بېنوا دی

    پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبه

    که غمخور، همدرد ، خواخوږی او دردمند يې

    ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب