جمعه, مارچ 29, 2024
Home+هلته چې جګړه وي / عبدالوکیل سوله مل  

هلته چې جګړه وي / عبدالوکیل سوله مل  

د کوټې ور ېې په رپیدلو ګوتو پرانیست. په ورو راننوته، مخامخ راغله، د کوټې منځ کې لوی تصویرته ودریده، په سترګو کې ېې اوښکې ډنډ شوې.زړه ېې ټوپونه واچول، ته وا سرپرې وګرځيد، کرار ځای پرځای کښیناسته. لکه په خونه کې چې ناببره بریښنا لاړه شي، سترګې ېې پټې او ومږلې، سرېې بیرته راپورته کړ. سترګې ېې وغړولې، راپورته شوه. د کوټې بل سرته ورغله، د کالیو المارۍ ته ودریده، لاسونه ېې بیا په ریږدیدلوشول، المارۍ ېې پرانیستله. راځوړند کالیو ته ېې رڼې سترګې ونیوې ، یویوکالی که پطلون و که کمیس ېې سترګوته ونیو. وروستۍ جوړه عسکري يونیفورم و، دهغه په لمسولوېې ته وا بریښنا ونیوه ،وجودولړزید. خولې ته ېې داسې رانږدې کړ لکه څوک چې د خپل ګران محبوب په مچولو د خپلې اوږدې مینې تنده خړوبوي .له دې سره ېې په زړه کې راټوله ژړا خولې ته راغله . کړیکو ونیوه. چیغواوسوروېې په بله کوټه کې ناست میړه وارخطا او وبیراوه.

سپک له ځایه راپورته شو، اوږد اوسیلي ېې وکیښ، سرته ېې ټس ورکړ:

ـ اوف خدایه ،بیا څه ټکه راولویده!؟ 

چیغه ېې کړه :

ـ ملالې 

هغه لکه کڼه چې وي ،نشه چې وي، دمیړه غږته هیڅ غبرګون ونښود، چیغواوساندوېې زورواخیست .سړی چابک راننوت ،میرمن ته ېې په ځیروکتل. په اوږه ېې لاس ورکیښود:

ـ بیا څه خبره ده ؟

ښځې په دیوال کې راځوړند تصویرته لاس ونیو، اوښکوېې په مخ لاره وکړه، بې واکه ېې مخ دکالیوپرانیستې المارۍ ته ورواړاوه ،په زړه غوني غږېې وویل:

ـ څنګه وکړم ، زړه مې چې نه صبریږي!؟

ده په غیږکې ونیوه ، له خولې ېې سوړاوسیلی وکیښ ، په ملاېې لاس کیښود:

ـ دچا زړه صبریدای شي ، په منځ اره یم . 

دا ېې له لاسه راونیوه :

ـ راځه له ځانه لیونۍ مه جوړوه ، په ژړا نه راژوندی کیږي .

دباندې ېې وکتل ، آسمان ته ېې لاس ونیو:

ـ هغه لوی ذات چې راکړی و، هماغه بیرته رانه واخیست .

ښځه ځای پرځای ودریده، تندي ېې ګونځې وکړې ، په غوسې ېې دده له لاسه خپل لاس خوشې کړ، ده ته ېې لاس ونیو: 

ـ بي شکه چې خدای راکړی وـ خوتا رانه واخیست !

دسړي تندی ګونځې شو، لکه د بې ځایه قتل تور چې پرې پورې شي .غوږونوته ته ېې لاسونه پورته کړل ، له ځانه سره ګډشو:

ـ لاهوالله 

 دې ته ېې په ځیروکتل ، لکه دیو بې بنیاده تورپه اړه چې دڅارنوال پوښتنې ځوابوي  :

ـ کفرمه غږوه ، ما څنګه درنه واخیست ، دې لعنتي جګړې درنه واخیست .

میرمن ېې اوږې پورته ونیوې ، ده ته ېې دملامتیا ګوته ونیوه :

ـ خوتا جګړې ته ولیږه ، که له جګړې دې بدراتلل ،ولې دې له عسکري تعلیم او مکتبه نه راګرځاوه ؟

سړی غلی شو، لکه بې ځوابه چې شي ، لکه ګرم چې وي ، سرېې ځوړندونیو، خوزرېې بیرته ښځې ته برندې سترګې ونیوې :

ـ ته وا ما ورته داخله وکړه؟ ما ورته وویل چې عسکري ولوله که پخپل شوق لاړ؟ ته څه خبره ېې چې ما د خپلې پوځي دندې دسختیو څومره کیسې دغوږه ورتیرې کړي دي.

سرېې بیرته بې واکه ټیټ ونیو، دلیوني په څیرله ځانه سره ګډشو:

_کاشکې انسان د ځنوشوقونوپه پایلوپوهیدای !

میرمن ته ېې مخ ورواړاوه :

ـ پوهیږې خلک ډیرناوړه شوقونه هم پخپله او هم دنورو په نصیحت بدلولولی شي .خوځنې شوقونه نه په زوربدلیږي او نه په نصیحت .

ښځې ېې راڼه وروکتل ، سترګې ېې ورپيدې ، خوله ېې وازه کړه ، حیران ېې وروکتل. 

سړي په جیب کې لاس ننویست ، دسګرټودبلی ېې راوکیښ ، ددې مخې ته ېې ونیو :

ـ لکه دسګرتوشوق ، دنصواروشوق ، دچرسوشوق …

خبرې ېې ودرولې ، لاړې ېې تیرې کړې ، ساه ېې وکښله :

ـ خوانسان د هغه شوق مخه څنګه نیولی شي چې له هغه سره ځنې ارزښتونه او مفاهیم ملګري وي :هیواد، آزادي، جمهوریت ،دین ….

لکه په یوه تعلیمي مرګزکې چې د شاګردانو په وړاندې ولاړ وي اوځنې مفاهیم تشریح کوي ، خبره ېې وغزوله:

ـ اوکله چې انسان وپوهیږي چې شوق ېې دسپیڅلو باورونوسرچینه اخلي اوخړوبیږي. څنګه به ځان نه سیزي او سر به څنګه په لاس کې نه نیسي!؟

میرمن ېې لکه  ویده او یا بل چیرې وي ،دمیړه په خبرو سرونه ګراوه ، بیرته ېې دهغه دملامتولوپه پار په ده خوله راخلاصه کړه:

ـ داسې مه وایه چې تا نشو راګرځولی… چې پوهیدې خپله کوي او نه راګرځي، خارج ته به دې لیږلی وای!

سړی په ځیروروکتل ، دځان  په ننګه شو:

ـ خارج ته خو پخپله لاړ، ولې تا ورته ونه ویل چې نه دې راځي او پاتې دې شي … ولې راوګرځید؟

ښځه بې ځوابه شوه ، لاړې ېې تیرې کړې ، په فکرکې لاړه خو زرېې ځواب ورکړ:

ـ هغه خو وروسته له دې لعنتي عسکري مکتبه و ، ولې دې ددې مکتب نه دمخه نه لیږه، هماغه دخارج عسکري مکتب خو ېې نورهم دجګړې شوق راوپاراوه.

سړي ېې په ولي لاس کیښود، په سړه سینه ېې ورغبرګه کړه:

ـ ګوره ، ساده کیږه مه ملالې ، عسکري هسې پلمه ده ، هلته چې خلک هم له پردو سره او هم پخپلو کې په جنګ وي ، خلک یوازې په مخامخ جګړوکې نه مري ، خلک هرځای مري، هیڅ ځای خوندي نه وي !

په وارسره ېې يو په بل پسې د ګڼو بوږنونکو پیښو او په هغو کې دوژل شویو کسانو نومونه قطار ودرول:

ـ ولې دعبدالمنان زوی په جومات کې ونه وژل شو؟

ـ د غلام غوث ماما په جنازه کې دی هغه بم هیرشوچې رادرزېې وهل؟

ـ تیره ورځ دې هغه خبرهیرشوچې څنګه په یوه واده کې لوی بم راخلاص شو اود ناوې ، زوم او ګڼو خپلوانو غوښې ېې هواته والوځولې؟

ـ دا پرون په هغه لوی روغتون کې ځانمګرګي څومره ناروغان له ځانه سره والوځول.

ـ هغه دوالیبال دمیدان بم دې هیرشو، څومره مخلوق ېې والوځاوه؟

لاس ېې بې واکه پا يڅې ته وروړ، راپورته ېې کړه:

ـ ګوره ملالې ،چې درته مقرره نه وي، نه وژل کیږې ، پوره دیرش کلونه رانه يوه جبهه پاتې نشوه چې په کې ونه جنګیدم، يوازې یو ځل په دې پښه ولګیدم، خو دده لا کال نه و پوره چې دې لعنتي جګړې رانه واخیست.

ښځې سروښوراوه ، لکه دده خبره چې تصدیقوي ، په زړه غوني غږېې وویل:

ـ بس همدې خبرې خوزه هم راونیوم، که نه نودده دریشۍ ته به مې اوروراچولي وای…په عمربه رانه نه وای تللی.

غلې شوه ، سرېې ټیټ ونیو، بیرته ېې راپورته کړ، خاوندته ېې وروکتل ، بیا ېې دملامتۍ لاس ورته ونیو:

ـ داشوق ېې هم له تا په میراث واخیست.

سړي شاته راغی ، لاسونه ېې یوپه بل کې ننویستل. په فکر او انديښنو کې غوپه شو  خوله ېې  بیا پرانیسته :

ـ دجګړې شوق میراثي نه دی او جګړه یوازې شوق نه دی، جګړه  کله ناکله يو مسووليت هم وي اګاهي هم ده . دانصوارنه دي چې ما ېې ډبلی لیرې غورزولی شو او یا چلم وچې ما ترې ماتولی شو.اویا شراب و چې بوتل ….

سړی دنورونشواوبدوکارونواوږدلکچرورکړ.ښځه غلې وه ،په چرت کې لاړه ، زړه ېې دمیړه خبروته داسې تنګ شولکه په غبي زده کوونکي چې د خپل ښوونکي هرډول تشریح وغمیږي. لکه نورېې چې دهرډول خبرو د اوریدو حوصله بایلودې وه، ناببره ېې وویل:

ـ ښه اوس دا ووایه چې زړه مې څنګه صبرکړم ، څنګه ېې هیرکړم؟

سړي سرټیټ واچاوه، په فکرکې لاړ.بې واکه دڅنګ کوټې ته راغئ ، پرانیستې دروازه ېې پورې کړه، بیرته راغی، دمیرمن مخې ته ودرید،په سړه سینه ېې وویل:

ـ بس داسې به  وکړوچې کوټې ته به سرله سبا لوی کلپ واچوو، او یا به ېې ټول کالي خیرات کړواو کوټه به تشه او خالي کړو.

میرمن ېې مړه ته وروکتل، په سترګوکې ېې بیا اوښکې راجمع شوې ، خو وی نه ژړل . په خپل زړه ېې لاس کیښود:

ـ کوټه به خالي کړئ ـ خوزما په دې ګوګل کې ېې چې ځای نیولی ، هغه به په کوم سوري زما له ګوګل نه وباسئ !؟

اوله دې خبرې سره دسړي هم له ژړا داسې زړه راډک شو تا به ویل بام پرې راونړید اودی ېې په منځ دوه ځایه کړ.

انتورپن ـ بلجیم

۲۰۲۱ د اکتوبر۲۸

1 COMMENT

  1. سوله مل صاحب
    سلامونه, نیکی هیلی او پیرزوینی•
    کیسه می ولوسته , پیام یی روښانه او په عالی آدبی انداز کی لیکل شویده• په عمر دی برکت او قلم دی تاند اوسه•
    په ډیره مینه
    احسان الله عظیم
    رومانیا
    د نوامبر 8, 2021

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب