Homeخبرونهايران د کلنيو پوځي مانوریو د پيل خبر ورکړی

ايران د کلنيو پوځي مانوریو د پيل خبر ورکړی

تاند:( یکشنبه، د عقرب شپاړسمه) د ایران دولتي ټلویزیون د دغه هېواد د کلنيو پوځي مانوریو د پيل خبر ورکړی دی.

دا مانورۍ په داسې مهال پيل شوي، چې د سيمې ډېر هېوادونه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو او نظام ړنګیدو څخه وروسته، د افغانستان له خاورې د داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو د فعاليتونو د پراختيا له کبله انديښمن دي.

ايران، چې له داعش ډلې څخه د شيعه ضدو بريدونو له امله تر نورو هېوادونو ډېر خطر محسوسوي، د دې ډلې خلاف د طالبانو له مبارزې نهيلی شوی ښکاري.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي، د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د شيعه ګانو پر جوماتونو د داعش ډلې له خونړيو ځانمرګو بريدونو وروسته امريکا متحده ايالات د دغې ډلې په ملاتړ تورن کړ.

طالبانو د خامنه يې د دغو تورونو او د ايران د پيل شویو پوځي مانوریو په اړه څه نه دي ويلي ‌

څه موده مخکې روسیې او د منځنۍ اسيا مختلفو هېوادونو له افغانستان سره په ګډه پوله کې پوځي مانورۍ تر سره کړې.

چين هم له تاجيکستان سره په ګډه، په افغان پوله کې د ترهګریزو ګواښونو د مهارولو په هدف د ورته مانوریو اعلان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...