جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهسپین مارغان/ اجمل پسرلی

سپین مارغان/ اجمل پسرلی

د پراګ ښار په منځ کې د (والتاوا) سیند داسې  کمان پروت دی لکه د ملنګ پر شنه کمیسه ، چې زمان خړه کړې کږه وږه غاړګۍ پرته وي. د سیند دو غاړو ته هم ډیر ځایه د ملنګ د کمیس په رنګ یا زرغونې ونې ولاړې دي او یاهم شنه پټي ترسترګو کیږي.

د دغه خړ سیند اوبو ته یې له ښاره بهر ډنډ جوړ کړی او اوبه داسې ورو ورو پکې بهیږي چې په سترګو نه ښکارې چې درومي که ولاړې دي.

د دې خړو اوبو پر سر سمندري سپین بڼکی مارغان چورلي، دغه مارغان چې وزرونه یې کمرنګه ابي دي د اوبو غاړو ته ډیر کښیني.

د والتاوا سیند په منځ کې دلته هلته ټاپوګان هم شته خو سمندري سپین مارغان د سیند غاړو ته کش کوي، دا ځکه چې د سیند پر ژیو خلک تیریږي او خواړه ورکوي، مارغان هم نه ویریږي که څوک ونه خوځي نو ښایي د دې پراخ وزرو مارغانو د الوتو شمال یې پر مخ ولګیږي.

یوه پلار او مور خپل زوی ته وړه کړې ډوډۍ ورکړه چې دې مارغانو ته یې واچوي. ما له لرې ورته کتل، هلک ویریده، پلار لږ ډوډۍ مارغانو ته کوټه کړه، بیا له هلک سره وغږیده خو د کوچیني پر زړه لکه چې ویره ناسته وه، نه ورمخکې کیده.

پلار مارغانو ته نوره ډوډۍ کیښوده، مارغان راوړاندې شول او سړي خپل زوی په غیږ کې ونیو، ورو ورو هلک له مارغانو سره روږدی شو، ده هم ډوډۍ ورته واچوله، پلار ومور چک چکې وکړې، سمندري مارغان وویریدل، وزر یې ټپ وهل او د اوبو پر سر لاندې ټیټ ټیټ والوتل.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب