له دوه کلن ځنډ وروسته قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانیسو لا رسمي بڼه نه وه خپله کړې چې د سولې په اړه د نیتونو، ارادو او عمل ازمېښت له ګڼو څېرو پردې پورته کړې…
هغوی چې طالبانو ته یې د ادرس غوښتنه کوله او طالبان یې له خبرو په مخ اړولو پړه ګڼل، دغسې یو ادرس او خبرو ته د طالبانو ورګرځېدل د افغانستان لپاره دسیسه وګڼله، تر دې چې دغه دفتر کې یې د وېش د نخچې درک هم ولګولای شوای…؟
د دغو اندېښنو بړبوکی له ټولو وړاندې له ارګ را پورته شوی، چېرې چې ولسمشر څه موده وړاندې د ملا محمد عمر د پتې پېدا کولو پسې لګېدلی و چې که درک یې ولګوي خپله به د خبرو لپاره د جرګې پر ټغر ورته کیني – خو د دغسې یوې پتې د لګېدو په غبرګون کې یې پر نورو ناغیړیو او نا ړامیو سربېره له امریکا سره د امنیتي تړون خبرې هم وځنډولې او دغه د څو کوټو دفتر یې د افغانستان پر ضد سیمه یېره او نړیواله دسیسه اعلان کړه.
ارګ څرنګه له امریکا یا د ربړې نورو اړخونو سره د طالبانو خبرې دسیسه پېژني – پخپل ګروت او انحصار کې د خبرو ساتل، خپلو ګټو او د واک دوام ته د سولې یرغمل کول نه دي…؟
په نورو ټکو که د سولې خبرې بې ګټې او د واک دوام ته وسیله ګرځېدای او د منافعو خوندیتوب ته لار برابرولی شوای، سوله ده، که نه دسیسه ده، توطئه ده…
د طالبانو سل او زر کمزوري، دومره چې له تېروتنو یې ځولۍ ډکه ده، خو جوته خبره دا ده چې طالبانو د افغانستان د وېش مخه له دې وړاندې هم ډب کړې وه او اوس یې هم پر وړاندې ولاړ دي – طالبانو له فدرالي سیستم سره خپل مخالفت له مخکې په ډاګه او د مرکزي پیاوړتیا دریځ ټینګ کړی دی. د ملوک الطوایفي ټغر طالبانو ټول کړ، چې د بي ۵۲ تر وزرو لاندې بېرته وغوړېد…
ځکه خو دا سمه نه ښکاري چې طالبان ګنې له امریکا سره د واک پر ونډه خبرو او چنو ته ناست دي، که داسې وای امریکا له مودو طالبانو ته د افغانستان د یو شمېر سیمو او ولایتونو د سپارلو وړاندیز کړی چې طالبانو نه دی منلی… له امریکا سره د طالبانو خبرې په واک کې د ونډې په چنو نه را ګرځي، بلکې د جګړې د ویجاړیو په ودانولو کې د امریکا په ونډه او مسوولیت هم را څرخېدای شي، هغسې چې امریکا د سولې په ټینګښت د افغانستان ودانولو ته خپله ژمنتیا وپاللی شي، داسې چې بیا په بل نوم او عنوان څوک د جګړې انګېزه او چانس ونشي لرلی…
طالبان په دویم ګام کې له سیاسي اپوزسیون سره خبرې په همدې موخه اړینې ګوري چې یو موټی او متحد افغانستان تضمین او خوندي اوسي.
طبیعي ده چې له امریکا او سیاسي اپوزسیون وروسته د خبرو لړۍ ښایي له افغان حکومت سره وغزېږي، چې د همدغو خبرو په مټ د سیستم او ادارو خوندیتوب باوري کېدای شي… لکه چې څرګنده ده طالبانو د خبرو لپاره لومړنی شرط دا و چې دفتر ښایي له ګاونډیو هېوادو د باندې پرانستل شي – په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي یو ځل د طالبانو پر ځای له پاکستان سره د خبرو غوښتنه وکړه…
د ولسمشر ویاند رسنیو ته وویل چې د قطر دفتر د کابل له توافق پرته پرانستل شوی- که خبره یواځې د دفتر پرانیستو وي، دا لړۍ له دوو کالو راسې غزېدلې – په دې کې ولسمشر له قطري چارواکو سره خبرې کړې، پلاوي تللي راغلي دي…
کابل څرنګه له قطر او امریکا سره د دوو کلنو اړیکو په غزولو او شاربلو خپل توافق څرګند نشوای کړای – د کابل غوښتنې څه کېدای شي – له دغو غوښتنو سره څوک مخالف دي…؟
د سولې عالي شورا کې د باندې کړي کیچړي کټوۍ له موده سنګک پاتې ده – امریکا به ترڅو په سنګک شوې کټوۍ کې څمڅۍ وهلو ته ناسته وه…؟
خبرې که د امریکا او طالبانو ترمنځ غزیدای شوای که د طالبانو او کابل ترمنځ ښایي د یوې ښې پرمختیا په سترګه کتل شوي وای، چې طالبانو ته له همدې امله ګوته نیول کېده چې ګنې پر جګړه له ټینګار نشي را ګرځېدای، خبرو ته د را ماتېدو وړتیا نشي لرلی…؟
د افغانستان ربړه او جګړه علی الفور د دفتر په پرانیسو نشوای اوارېدای او نه کومه دسیسه دومره ژر د کوم دفتر په پرانیستو پلي کېدای شوای- ښه به وه که د امریکا او طالبانو ترمنځ کنګالونه اوبه شوي وای، چې له کابل سره یې هم خبرو او پوهاوي ته مخه ورکولای شوای.
ارګ د دسیسې طول او عرض د قطر دفتر پر دېوال د طالبانو لخوا د اسلامي امارت لوحه او بېرغ کې ګوري- لکه دومره لویه دسیسه یو متر اوږده او نیم متر سوروره لوحه او بیرغ کې نغښتې…؟
که طالبان د اسلامي امارت په نامه لکه اسلامي جمعیت، اسلامي حزب او… یو سیاسي جریان اعلان کړي او د هغې لپاره لکه نور ګوندونه دغه جنډه غوره کړي له کوم حقوقی او قانوني ثقم سره مخامخېدای شي…؟
د طالبانو پر بېرغ کلمه کښل شوې چې یواځې د طالبانو نشوای کېدای…؟
د مرحوم مولوي محمدي په وینا کندهار کې خلک ماشومانو ته مؤمنان وایي، ځکه خو یې یوه بنډار کې امیرالمومنین د ماشومانو مشر ښود، چې ټکو او اصطلاحاتو کې د تعبیر او تفسیر د اختلاف ګنجایش څرګند دی…
که د ارګ سلاکارانو ولسمشر ته سمې مشورې ورکولای د امارت… او بیرغ پر وړاندې د دغسې غبرګون پرځای ښایي ولسمشر طالبانو ته د سملاسي اور بند شرط وړاندې کړی وای چې زموږ هېواد او خلکو ته ستر ګواښ جګړه ده…
د دوحې پر یوه ودانۍ د طالبانو بیرغ او د امارت لوحې نه موازي حکومت رامنځ ته کولای شوای نه د وېش توطئه…
مجاهدینو درې څلور، موقت او عبوري حکومتونه جوړ کړل – د اسلامي کنفرانس چوکۍ یې ورکړل شوه، خو کابل کې یې د ډاکترنجیب الله رژیم ته کوم ګواښ او سیاسي ننګونه را پورته نکړای شوه – د ډاکتر نجیب الله رژیم مجاهدینو او د مجاهدینو عبوري او مؤقت حکومتو او نومونو نسکور نکړ- له دننه یې د ځوړتیا او پرځېدو لاملونه را ولاړ شول…
د قطر په اړه یو ځل بیا ولسمشر په څو او بېلا بېلو کرکټرونو کې را څرګند شو، دا چې کوم کرکټر اصلي او کوم نقلي او جعلي دی د وخت په تېرېدو څرګندېدای شي، خو د ښه او بد طالب د کرښې غزیدا د کومې انګېزې مخروڼی ګڼلای شو هغه چې ولسمشر ته د ده په وینا ښو طالبانو د قطر دفتر او له امریکایانو سره د خبرو په اړه د مخالفت پیغام لېږلی- چې خپله پر جګړې د ټینګار خبرداری بلل کېږي، که دا حقیقت وي نو د ولسمشر لپاره هغه طالب غوره دی چې له خبرو مخ اړوي او د جګړې دوام غواړي…
زه وایم طالبانو دې د دوحه پر هغه ودانۍ لس بېرغه او لوحې لګولې وای، خو چې افغانستان کې یې اوربند اعلان کړی او له جګړې لاس اخیستی وای – ښه به وه د ملا محمد عمر لوی تصویر یې هم د ودانۍ د پاسه لګولی وای چې ادرس یې لا هم کره او د ولسمشر ورتلو ته لار پرانیستې وای…
د کابل حاکمیت او چارواکي د بدګومانیو او تذبذب بړبوکیو په مخه کړي چې تر اوسه یې دا خبره سپینه نشوای کړای چې طالبان او امریکا د یو بل دښمن وګني که خواخوږي او دوستان؟ په داسې حال کې چې سرکار له یوې لسیزې هغوی د دوستان خارجی په نامه درانه تللي…
د مشرانو جرګې رئیس ارګ ته څېرمه ځانمرګي برید پړه پر امریکایانو وغورځوله، چې دغسې برید د امریکا له مرستې او ډاډ پرته نشوای کېدای.
د ملي امنیت پورې پیېلې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې زغروالو موټرو ته پلېټونه امریکایانو برابر کړي…؟
که د قطر خبرې له ډب او ماتې سره مخامخېږي – پړه یې د چا پر غاړه… چې افغانان نور د حقیقتونو، واقعیتونو او ډارمو ترمنځ پر توپېر سر خلاص ساتي…
طالبانو خپل بېرغ او لوحه کوزه کړه – وګورو چې کابل له خپل ځیل څومره تیرېدای شي…؟