سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهط افغان قول اردو ګانو ته عربي نومونه کیښودل

ط افغان قول اردو ګانو ته عربي نومونه کیښودل

تاند:( یکشنبه، د عقرب شپاړسمه) د ‏طالبانو دفاع وزارت نن د افغانستان د ټولو قول اردوګانو نومونه عربي ته اړولي دي.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د تاسيس شوي ملي پوځ قول اردو ګانو ته پښتو نومونه ايښودل شوي وو.

تندر، سیلاب، اتل او ځینې نور نومونه، د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست ملا یعقوب په امر لغوه شوي او پر ځای يې عربي نومونه ايښودل شوي دي.

الفتح، عمري، البدر، خالد بن وليد، منصوري، الفاروق، عزم او مرکزي د طالبانو لخوا قول اردو ګانو ته نوي ايښودل شوي نومونه دي.

په دې اړه ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر فعالانو توند غبرګونونه ښودلي او ويلي، چې طالبان که له سياسي او فردي نومونو سره ستونزه لرله، سوچه او مانا لرونکي پښتو نومونه يې ولې بدلول؟

د طالبانو يوه مطبوعاتي غري قاړي عبدالستار سعيد بيا د نويو نومونو دفاع کړې ده.

هغه ويلي، چې دوی د نويو نومونو په مټ امريکا ته ماتې ورکړې او دا نومونه يې د امريکا ضد جنګ يادګارونه دي.

طالبان، چې مخکې د افغانستان د نا پښتنو فعالانو لخوا په قوم پالنې تورنیدل، تېره جمعه یې یوه مدافع سياستوال عمر زاخيلوال په اړه دا قضاوت په يوه مرکه کې سم ونه باله.

زاخېلوال په یوه ټلویزیوني مرکه کې وويل، چې طالبان د يوه مشخص قوم استازي ګڼل سم قضاوت نه دی، ځکه دوی پخپلو منځو کې نور اختلافونه، سمتي او نظرياتي تفاوتونه او له شریعت څخه د تعبیر په اړه مختلف لیدلوري لري.

د زاخيلوال په وينا، د طالبانو اداره تر ډېره د یوه قشر له خلکو جوړه ده او حد اقل د پښتنو په کچه هم د جنسيت، تخصص او نورو موضوعاتو له پلوه متنوع جوړښت نه لري.

12 COMMENTS

  1. One can eliminate an ethnic group by taken their language away. Also one can weaken a nation subsiding their identity. When you replace the nation of Afghanistan to Emarat, your aim is to subside identity.

  2. اوس به یو شین راشی او وایي به دا پنجاب دستور دی د آی ایس آی هدایت دی پلانه ده ډینګه ده ههههه
    نه نه نه… دا د وحشي عرب سري خيرن جاهل بې وطنه ځناور د خپلې خټې خرتوب دی… دعربي نومونو سره عرب سری پښتون ستونزه نه لري چې ثواب یې هم ګڼي… د عربو پوځي ټولګيو نومونه وګورئ….. په نړۍ کې له وحشي بدوي پټان بل …

  3. TERLIB JAAN;DO YOU HAVE ANY PLAN&STRATEGY FOR ECONOMY&BUSINESS,
    HOW YOU WILL BRING CHANGE IN LIFE,
    WHAT SHOULD PEOPLES EAT. .ONLY PAKKISTANI DAAL&CHAPATI
    YOU CAN FIND JOBS FOR PEOPLES.
    WE NEED TO DO EXPORT WITH WORLD.WE HAVE DRY &FRESH FRUIT.MINERALS.
    YOU ARE UNDER ORDER OF PAKISTAN. I S I
    AFGHANS MUST UNDERSTAND

  4. که غواړی چی د يو وطن تاريخ او سابقه څوک ورکه کړي،نو اول يې په ژبه تیرا وکړی،بيا يي د سر سړی ور ورک کړی،بيا يي تاريخي ودانی او اثار ور ړنګ کړی او دلیل ورته پيدا کړی،بيا يي ناپوهه مخلوق واک ته ورسوی… ډ ژوند هر اسانتياوې يي ور مړې کړی.‌ خلک په خپل ځان او نورو بې باوره کړی…نو هر څه به بیا د طالبانو په شکل سر راپورته کوي او وطن به په غ وهي

  5. ايا ښه به دا نه وه چې دوی پرې د سميع الحق، فضل الرحمان، سراج الحق، قاضي حسين احمد، ضياءالحق، اعجازالجق، اظهارالحق، اختر عبدالرحمان، اسلم بيګ، حميدګل، عبدالله ګل، کرنيل امام لېوه/قول اردو او داسې نور. لږ تر لږه ګاونډيان خو مو هم دي او له څلورو لسيزو په جهاد کې هم راسره دي. له عربو او نومونه سره يې ستونزه نشته او بله دا چې په اسلام کې خو سرحد نشته، خو موږ ته بيا امتياز نشته. ان تر دې چې په هغه خپله خاوره کې په هاغه خيالي کرښه مې هم نه پرېږدي. د موسمونو په وخت کې راته بند او ټول تازه مالونه خوسا شي او خپل مالونه زما له خاورې بيا مرکزي اسيا ته مفته وړي. طالب نه يوازې د هېواد، بلکې د هېواد له هويت پسې يې راخېستې ده چې د نړۍ له نقشې څخه يې لېرې او د پنجاب يوه برخه يې کړي.

  6. ‎ اوس نو زموږ ولس ته هیڅ شک نده پاتې چې د طالبانو هدف فقط زموږ د هیواد د تاریخ، سقافت، او ژبی له منځه وړل دي طالبانو د خپل راتګ په اوله اونۍ کې دلشکرګاه تاریخي کلا ته بیل دوزر بند کړ، طالبانو د
    ‎خپل راتګ سره جوخت د افغانستان ملی بیرغ سپکاوی پیل کړ، په لمړیو ورځو کې یو شمیر خلک په دې تمه ؤ چې ښائي طالبانو کې به هم یونیم د هیوادپه درد دردمند او ملی څیری پیدا شي ټول خو به د آی ایس آی غلامان او نوکران نه وي خو وروستي پیښې وښودل چې دا هیلې پر ځای ندي پاکستاني جرنیلانو طالبانو نه د خپل تاریخ او کلتور ضد ملایان جوړ کړي چې یوازی د پنجاب ګټو ته ضمه وار دي دوي کې د وطن دوستۍ افغانیت او انسانیت بڅرکی احساس هم نه پیدا کیږي خلک د لوږی مري خو دوي د نومونو د بدلیدو په غم کې دي ، ډیرئ کورنۍ له بدی ورځی خپل ماشومان خرڅوي خو طالب مشران د پاکستانی طالبانو او د هغه هیواد چارواکو تر منځ د پخلاینو خبرو کې بوخت دي.

    ‎هره اداره په خپل لمړۍ ورځ ولس ته اقتصادی ، اجتماعی ، او سیاسی برخو کې خپل کړنلاره او پلانونه معرفی کوي خو د طالبانو د رئس الوزرا یوه دقیقه خبری تر اوسه چا ندی اوریدلی د هیبت الله اخوند خو تر اوسه هیڅ پته نشته او لکه د طالبانو پخوانئ مشر ملا عمر چې خپله مړ شوی مګر تر دوه و کلونو پوری یی د اختر په مناسبت خپل پیغامونه له هغه دنیا نه استول.
    يو هیواد کې د لوړ پورو چارواکو مقرری د اړونده اداری پیشنهاد د هغه هیواد قانونی مشر ته وړاندی کیږي د مثال په توګه ولیان به پخوا د داخلی یا کورنیو چارو وزارت او پدې ورستیو کلونو کی د محلی ارګانونو د ادا ری په وړاندیز ولس مشر ته پیشنهادیده مګر اوس دواړه طرفه نامعلوم او مجهول دي د کومی اداری په پیشنهاد او د کوم موجود او ژوندی مقام په منظوری دا ټاکنی سر ته رسیېږي.
    لنډه دا چې د وحشت او ځنګل قانون زموږ هیواد کې جاری ده چې د سقاو د ځوی یا چنګیز خان دوره کې هم داسې خودسري او د هیواد تاریخ کلتور او د ولس غوښتنو ته دومره بی تفاوتي موجود نوه .

  7. “افغان نوومبر 8, 2021 At 12:02 am
    که غواړی چی د يو وطن تاريخ او سابقه څوک ورکه کړي،نو اول يې په ژبه تیرا وکړی،بيا يي د سر سړی ور ورک کړی،بيا يي تاريخي ودانی او اثار ور ړنګ کړی او دلیل ورته پيدا کړی،بيا يي ناپوهه مخلوق واک ته ورسوی… ډ ژوند هر اسانتياوې يي ور مړې کړی.‌ خلک په خپل ځان او نورو بې باوره کړی…نو هر څه به بیا د طالبانو په شکل سر راپورته کوي او وطن به په غ وهي”

    One can eliminate an ethnic group by taken their language away. Also one can weaken a nation subsiding their identity. When you replace the nation of Afghanistan to Emarat, your aim is to subside identity.

  8. یوه پېړۍ دومره اوږده موده نه ده خو موږ د خپلی جغرافیا او تاریخ په غېږه کی ډیر عجیب عجیب بدلونونه
    ( اکثراً متضاد بدلونونه ) د سر په سترګو لیدلی دی چی البته د هر بدلون بڼه مؤقتی او ځینی اوږد مهال او ځینی لنډ مهال وه.
    نو
    طالب جان زما زوی دی هم دا واقعیت ومنی چی:
    د طالب د خره سواری هم مؤقتی ده او عُمَری مُمَری نومونه دائمی صیغه نلری.

  9. طالیبانو ته ژور خبر او زیرکتیا:
    په خپل مینځ کی اختلافات پریږدی، دبیرغ، امارت، روزانه وظیفوی تبدیلیانو،د پخوانی مسلکی خلکو زورول او هاغه دغه بی معنی خبری پریږدی. سم هوښیار اوزیرکه افغانان شی، که نه په څو ساعتو کی امارت ختمیږی، د صفر ۱-۲-۳ او ۴ قطعی او نور مسلح قوای همدا اوس په غربی ملکونو کی د سختو ترینینګونو لاندی دی. ستاسو د ډی این ای کودونه امریکا ترلاسه کړیدی. لمړی مو مشران په ډرون ختموی او وروسته افغانی قوای دیسانت کوی او په مکمله توګه مو ختموی.
    فوزیه کوفی، ناهید فرید او دوی ته ورته نوری بلاګانی په امریکا کی د جوبایډن حکومت سخت ترفشار لاندی راوستی، ددغوبلاګانو سره ټرمپ، ځینی دیموکراتان او جمهوریخوا جنګی متقاعد جنرالان، د ګانګرس غړی او نور بدمعاشان او لنډه غر ولاړ دی. دا چه جوبایدن پدی پوه دی چه یا به استفآ کوی او یا به ځمونږ په وطن قهری او زرهوی اتوماتیک ګوزار کوی.

  10. دا شکاره وینا ده، چه طولبان د فنجاب غولامان دی – دوی دانه بی عزتو دی چه دهوغو یو امر هم نشی ردولای
    شرم شرم شرم

    دفنچابیانو غلامانو، یی تاسیو نه بیغروتو خلک نور نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب