چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبلنډه کیسهغوا || اجمل پسرلی

غوا || اجمل پسرلی

د سپین چرګ پښې یې د ګونۍ په تار ژر ژر تړلې، چرګ کغیده. زوی یې شنه کوتره په دوو لاسونو کې نیولې ور مخته کړه ، سړي کوتره خوشي کړه چې والوزي، هلک چیغه کړه.

پلار یې نارې کړې:

– چرګان رانیسئ

میرمنې یې درې بسترې له کوټې راوایستې. میړه یې بسترې په پښه پورې وهلې:

– دا به څرنګه وړو؟

د راکټ لانچر دز شو. د خام کور شیشې وکړنګیدې، د دالانه له پرانیستي وره د چت دوړې رابهر شوې.

سړي چرګ پریښود، ورمنډه یې کړه له غوجل څخه یې غوا خلاصه کړه، هغې واښه خوړل، ده بهرته  کش کړه. ښځې ته یې لاس وخوځاوه. دی مخته، غوا ورپسې، ښځه او زوی له شا د کلی له کوز سره د جلګې خواته په منډو شول.

ښځې یې ورغږ کړ، سړي شاته ورونه کتل. ښځه ورورسیده، ساه نیولې یې ورته وویل:

-خوسی دې پریښود….

ده په چیچلوغاښونو غوا راکاږله، هغې شاته زور واهه، سړي خپلې میرمنې ته وویل:

 – دا چیرې ځي…

-څرنګه به شودې کوي

ګړز ګړوز شو، د کلي له سره لوګي پورته شول، غوا خرنډه شوه، ځای پر ځای ودریده، سړي یې پړی خوشي کړ، هلک  ونیو، منډه یې کړه، د ښځې له لاسه غوټه ولویده، د جلګې د ونو خواته په سړي پسې ګړندۍ شوه.

غوا د پټې په منځ کې ولاړه وه، چې ډزې به لږ غلې شوې د امبا ناره به یې جګه شوه، لکه چې خپل خوسی یې غوښت.

پای

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب