یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزد فکر ټکنالوژي | صدیق مدثر

د فکر ټکنالوژي | صدیق مدثر

خدای جل جلاله انسان په ماشینی سیستم مجهز کړی چې د ذهن د ماشین په نامه یادیږي چې مسؤلیت یې د فکر تولید دی چې دا شیبه په فعالیت کې دی. هر انسان په متوسط ډول شپه او ورځ ۶۰۰۰۰ رشتې لږ او زیات فکر تولیدوي چې دا فکرونه د هغه ژوند جوړوي. که په بل ډول یې تعریف کړو د انسان د ژوند کیفیت د انسان د تولید شویو فکرونو کیفیت سره تړلی دی.

فکرونه د واقعیتونو په نړۍ کې رښتیا کیږي. فکرونه په ثروتونو بدلیږي. فکرونه د روغې او یا ناروغۍ عامل کیږي. فکرونه یا د آرامتیا او یا هم د ستړې لامل کیږي.

فکر، په نفس د باور لامل او په ځان د باور لامل دی. فکر، د مینې او نفرت د جوړښت لامل دی. فکر د ملګرۍ او دښمنۍ لامل دی. فکر د نیکیو او بدیو لامل دی. فکر انسان تر خدایه لوړولی شي او یا یې هم د شیطان دام ته را غورځولی شي. د اسلام مبارک دین د فکر په اړه وایي؛ تَفَكُّرُ ساعَةٍ خَیرٌ مِنْ عِبادَةِ سبعینَ سَنَةً ، یو ساعت ښه فکر کړل د ۷۰ کالو عبادت سره معادل دی، (په اسلام مقدس دین کې د فکر کولو موضوع ته په خورا تفصیلي توګه اشاره شوې چې تفصیل سره باید مطالعه کړل شي ښه به وي).

د ذهن د ماشین او فکر خواته بل خورا مهم شی هغه شعور او یاهم ضمیر دی چې دا په دوه ډوله دی؛ لومړی باهوښه شعور او دوهم بې هوښه شعور.

  1. Conscious Mind
  2. Subconscious Mind

باهوښه شعور په انسان کې د امرورکولو رشتې دي. کله چې انسان وغواړي د یوه کار تصمیم  ونیسي دا د باهوښه شعور کار دی. خو دغه کار او تصمیم یوه اجرائیه غړي ته ضرورت لري چې هغه اجړوي غړی بې هوښه شعور دی چې کار ته اجرائیي بڼه ورکوي. خو بې هوښه شعور د باهوښه شعور په فرمان چلیږي.  دا بې هوښه شعور دقیقاً یو کمپیوټر دی او د بدن ټول سیستم یې په کنټرول کې دی. او انسان ته شخصیت او په نفس باور وربښي. بې هوښه شعور توانیدلی چې انسان د نړۍ تر ټولو لوړ مخلوق کړي، اشرف المخلوقات شي او ټول کائنات د انسان د خدمت لپاره رامنځته شي.

بې هوښه شعور د کمپیوټر په شان اوټ پوټ او انپوټ او یا هم د پروسس برخې لري. ان پوټ هغه مالومات دي چې انسان یې د پنځه ګوني حواسو په کمک ترلاسه کوي چې دا د انسان فکري رشتې چې مجموعاً شپږ دانې ان  پوټ کاناله دي هره شیبه تغذیه کوي. دا پدې مانا ده چې ټول هغه مالومت چې د پنځه ګوني حواسو په واسطه ترلاسه کوي د ټول د بې هوښه شعور سیستم ته داخلیږي او وروسته دا مالومات خپلو مشخصو ځایونو ته لېږدول کیږي. د بیلګې په توګه کله چې یوه سره ښایسته ګل ته چې د مینې او محبت نښانې وي پکې وي وګورې نه یوازې چې دا ښایسته تصویر باهوښه شعور تأثیر ولري بلکې  بې هوښه شعور ته هم ځي او یوه ښکلې روحیه او باور جوړوي، د بیلګې په توګه ژوند څومره ښکلی دی. کله چې انسان داسې باور ولري ژوند رښتیا ښکلی دی لومړی به مثبته روحیه رامنځته شي وروسته به د امیدونو څخه ډک یو حرکت رامنځته کړي. او که یا د یوې جنازې انځور ته وګورې دا به ټول برعکسه یو پروسس وي، روحیه منفي، د امیدونو ورکوالی او خپل ځان د لاسه ورکول. زموږ په هیواد کې دا اوسنی حالت د همدې لامله دی، نه یوازې زموږ هیواد بلکې د دریمې نړۍ هیوادونه ټول همداسې دي.

سواله دلته دی چې څنګه کولی شم د بې هوښه شعور او یا هم د انسان د وجود د کمپیوټر وینډوز وکړم؟

لکه څنګه مې چې پورته ذکر کړه دا شعور له کمپیوټر کار کوي، اوټ پوټ او ان پوټ برخې لري. که چېرې د ان پوټ  د برخې په کنترول سره یعنې د جنازه د انځور پر ځای د ګل ننداره وکړو دا به زموږ د ژوند تر ټولو لویو لاسته راوړنو څخه وي. حتی په افغانستان غوندې هېواد کې ممکن دی. تر ټولو لومړۍ لار ددې وینډوز د انسټالولو د انسان خپل ځانه ته شېبه په شېبه کتنه ده یعنې دا چې په کائناتو کې په کومه درجه کې دی دغه خپله درجه ور په یادول. انسانه! ته اشرف المخلوقات یې.

په فارسي ژبه کې یو بیت دی وایي

زندګی زیبا است ای زیبا پسند

زنده اندیشان به زیبایي رسند

دوهمه مهمه نقطه هغه هم تمرکز او فوکس دی، لکه په سره ګل باندې فوکس د انسان روحیې ته خوښي ورکوله او په ژوند کې یې تغییرات راوستل. دېیمه مهمه نقطه د سوال کړلو قدرت دی، یعنې انسان له خپل ځان څخه سوالونه کړي ددغو سوالونو بڼه باید څنګه وي!؟

د بیلګې په توګه ځینې وخت له ځانه سوال کړو ((څنګه زه دومره خوشبخته یم؟))، نفس پدې پوښتنې سره خپله روحیه خوشحاله کوي او بې هوښه شعور ته یو مثبت سیګنال ورځي. او که نه له ځان څه په ولې؟ سوال وکړو، ((ولې دا شرایط داسې دي؟)) چې دا ولې؟ سوال به زمونږ په بې هوښه شعور منفي تأثیر وکړي. نو که موضوع راټوله کړم، د آخر ټکي په اړه به دا ووایم چې پوښتنې مو باید په ولې؟ نه بکلې په څنګه؟ پیل شي.

آنتالیا ښار د مدیترانې پوهنتون

۲۰۲۰-۱-۱۱ د ماښام ۷ بجې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب