یکشنبه, مې 5, 2024
Homeټولنیزاسانه – هوسا ژوند| نجيب احمد عزيزي

اسانه – هوسا ژوند| نجيب احمد عزيزي

ژوند د دوو کږلېچونو ترمنځ انتخاب دی موږ په ديني لحاظ هم امر شوي يو چې د اعتدال لمن ونیسئ ـ اوسط منځني اوسئ مثلاً لکه؛ عبادات، معاملې، مصارف، دا يې هغه لوی مسايل دي خو که چېرته يو فعال کس وينو موږ وايو چې فلانی تکړه دی، کارونه يې سم دي، لمونځ کوي، اړيکې يې له نورو سره ښې دي، صحتمن دی؛ نو که فکر ورته وشي هغه کس ژوند ته د همدې قانون پر اساس کتلي، ځکه يې ټول د ژوند اړخونه سم دي.

موږ چې زیات له ژونده شکايت کوو او خپله ناکامي د ژوند د جوړښت بدوالی په خپل قسمت ور اچوو ناهيلي کېږو، ضرور دا ده چې يو ځل د ژوند ټولو اړخونو ته فکر وکړو بیا کېدای شي ځينې غيرضروري کارونه چې را نه زیات شوي وي، ور فکر مو شي، يا په يوه لوري کې زیات بوخت يو او نور اړين يې را څخه پاتې وي. اوس را ځو ټول په شمار بيانوو هغه څه چې زموږ ژوند پسې تړلی دی؛

عبادات؛


په دې کې لومړی هغه چارې اړينې دي چې پر موږ فرض او بايد په هماغه نېټه وشي، مګر د کولو اندازه چوکاټ او شرایط يې راته مالوم وي، لکه؛ لمونځ له وختونو سره سم وشي شرايط يې دا دي چې فرض، سنت ټول پکې وپېژندل شي که لس رکعته وي، که د سهار او مازیګر لمونځونه وي، نه زیات وشي نه کم. همدارنګه په اوداسه کې هم دغسې شرایط او قوانین دي چې موږ له وسوسو، زيادت او کمبودي را ګرځوي؛ لکه د هر اندام درې ځلې مينځل که زیات شي اصراف دی او که کم شي اودس مو نه دی شوی؛ نو دا قوانين شول چې د يو انسان ژوند پرې سمېږي.

همدارنګه نور د جهاد، زکاة، حج، روژې، عمرې، صدقې ټول وختونه، شرايط او د کولو قوانين مو بايد کلک په نظر کې نيولي وي، نه داسې چې وخت يې نه وي موږ يې کوو او که يې وخت وي هغه چې ډېره اړتيا ده باید وشي، مګر دا چې زیاتی او کمی و نه‌شي، يا نور را څخه پاتې نه‌شي…

نجیب احمد عزیزي

مصارف؛


دا هم زموږ په ژوند پورې تړلي شيان دي که يې زیات لګښت کوو، ژوند مو ناانډوله کېږي ممکن له نېستې سره مخ شو؛ نو که چېرته لګښت د اړتيا له مخې وي، موږ به په خپلو کارونو نه پښېمانه کېږو نه به زیاتې پيسې را څخه مصرفېږي. د روغتيا په برخه کې هم دا اړينه ده چې تر اندازه کم خواړه و نه خورو چې بیا د وينې له کمښت او ټيټ فشار سره مخ نه‌شو يا زیات و نه خورو چې هم د چاغښت لامل او هم مو بېلابېلې ناروغۍ اسانه چپه کولای شي…

معاملې؛


موږ په ژوند کې له ډېرو کسانو سره د تجارت پر اساس ملګرتيا کوو، حتا لوی هېوادونه چې کلونه کلونه يې دوښمنۍ کړې دي، يو بل ته يې فطري اړتيا شته چې په هغه کې ځينې لويې اړتياوې راځي، لکه په يو هېواد کې د غنمو ډېرښت او په بل هېواد کې د مېوو، نورو وسايلو ډېرښت؛ نو دوی يو بل ته مجبورېږي چې هر څه د تجارتي اړيکو له لارې په يو او بل وپلوري مثلاً که په دې لويو اقتصادي چارو کې د عرضې او تقاضا قوانين مراعت نه‌شي هغه تاجر تاواني کېږي او په هېواد کې هغه څه ته چې اشده اړتيا وي په نظر کې نه نيسي چې له امله يې د ژوند اړتياوې له کمښت سره مخ کېږي.

که څه هم په دې برخه کې اوس تر پخوا تاجران ښه شوي، خو بدبختانه حکومت مو د جنګ له کبله يا د بې‌غوري او لومړيتوبونو د نه درک له کبله هر کال زیاته اندازه مالیه چې د موبايل کرېډيټونه هم پکې شامل دي، يوه زیاته اندازه پيسې ورکېږي، يا هم په داسې چارو مصرفېږي چې نه يې په راتلونکي کې ګټه وي، نه يې موجوده لوږه کمه کړې وي…
د ټول ژوند په لويو ـ وړو، لومړيو ـ وروستيو، مهمو ـ غيرمهمو، اساسي ـ او فرعي اړخونو کې اعتدال په کار دی په دې خاطر چې ژوند مو عالي او ارزښتمن کوي.

لوی اړخونه تر ډېره پورته بیان شول، همدارنګه فردي چارې او اړخونه چې زموږ هره يوه په ژوند پورې تړلې او پرې سمېږي مهمې دي، مثلاً يو ځوان ته اړينه ده چې په همدې مرحله کې هغه کار ته لومړيتوب ورکړي څو ژوند يې سم شي، مکتب ولولي زیات تمرکز يې په درسونو وي، له هغه وروسته يې خپل د خوښې پوهنځی ټاکلی وي تر کامابېدو وروسته يې ښه ولولي، نه داسې چې عمر يې زیات تېر شي د ژوند نور مهم ضرورتونه يې ترې پاتې شي، بلکې هر څه بايد د اړتيا په تېره بیا طبېعې ضرورت «ټنشن» له مخې وشي څومره چې ده ته خنډ پېښولای او يا يې نه‌شي خنډ کېدلای.

لکه؛ د مکتب په وروستۍ او د پوهنتون په لومړۍ او منځنۍ دوره کې واده کول، که څه هم د ننني ژوند لپاره زده‌کړه د ګټې او دندې په خاطر کېږي؛ نو موږ په دې کار کې ځکه پاتې راځو چې په اساسي غوښتنو فرعي هم پوره کوو چې له امله يې له خنډ سره مخ کېږو، مثلاً يو لوی موقف مو په نظر کې وي درسونه وايو، لوړ اسناد تر لاسه کړو، په لويه دنده هم ولګېږو، خو عمر مو تر دېرشو اوښتی وي، وېښتان مو شکېدلي، خو د اساسي ژوند يو مهم لوری را څخه پاتې وي، بیا ګټه د چا لپاره کوو؟ غټه دنده يې څه چې د ژوند خوږې شېبې مو خزان شوې وې وي؟

همدارنګه يوه بله خبره هم ځوانانو ته متوجه ده چې دغه غوښتنه يې زیات وخت له درسونو او مهمو چارو را ګرځوي مثلاً د دې پر ځای چې پوهنتون ووايي او په اقتصادي لحاظ هم د دې تونايي و نه لري، ضرور نه ده چې دغه اړتيا دومره لويه وګڼي چې اساسي چاره «پوهنتون ـ زده‌کړه» ترې پاتې شي، يا يې اخلاقي فساد دومره زيات شي چې د زده‌کړو پر وړاندې يې يو ګام هم نه‌شې پرېښودای.

له بل پلوه زياتې نجونې ـ ښځې شته چې په همدې برخه کې د ژوند انډول په پام کې نه نيسي، پوهنتون ووايي، دنده ولري، حتا اسناد يې تر ماسټراوو ورسېږي، عايد يې هم زیات شي، خو عمر يې تېر شي، د پوهنتون په دوره کې په لوستو ځوانانو ملنډې وهي چې هغه د ګډ ژوند ورته وايي، خو کله چې اسناد او وظیفه لوړ شي، معاش زیات شي؛ نو په اوسني سن باندې يې حتا ګارډ او يو دروازه‌‌وان لا واده نه ورسره کوي…

موږ ته په کار ده چې ژوند مو له هر لورې مستقيم، په اعتدال او فطرت برابر روان وي، مثلاً يو الوتکه په يوه وزر نه‌شې الوتای، موټر په يو ټاير حرکت نه‌شې کولای تر څو چې يې تر منځ مستقيم توازن نه وي؛ نو دا بېرته هغه د سقراط وينا را په يادوي؛ چې «ژوند د دوو ګمراهيو تر منځ دی.» ياتې د افراط او تفریط په مابین کې دی.
ـــــــــــــــــــــ

په دې اړه ضروري خبرې

۱ـ دا زموږ له ژوند سره تړلی د فطرت قانون او غوښتنه ده چې په هرڅه کې پوره توازن په پام کې ونيسو.

۲ـ عبادات مو باید داسې بې‌توازنه نه‌شې چې په مستحباتو او سنتو کې فرضې چارې را څخه پاتېږي. يا هم بې‌وخته او بې‌شرایطو کارونه کوو، او يا يو لوری ښه زیات کوو او نور را نه پاتې وي.

۳ ـ لګښت مو له بدنې ځواکه، تر پيسو پورې منظم او په مثبتو اړينو لارو وي.
۴ـ تړونونه او معاملې مو سمې وي عرضه او د وخت تقاضا مو په نظر کې نيولې وي.
۵ ـ فرعي او اساسي غوښتنې سره بېل او پر وخت يې د اړتيا له مخې وکړو.
۶ـ په وړو غوښتنو کې لویې اساسي اړتياوې را څخه پاتې نه‌شي.

۷ـ هغه غوښتنې او «ټنشنونه» چې د لوست خنډ او له بل لوري د اخلاقي انحراف سبب مو نه‌شي تر منځ يې توازن وساتو.

۸ ـ ښځينه‌وو ته؛ «د پوهنتون په دوره کې انتخاب او تر فراغت وروسته د ګډ ژوند پيلول او د ژوند له ملګري سره مستقيم د اهدافو په لورې مرسته او ورو ورو تګ.»
۹ـ ځوانانو ته؛ «اساسي اهداف زده‌کړې او اقتصادي حال په پام کې نيول، «د پوهنځي په لومړۍ او دويمه دوره کې ځانګړی انتخاب لرل تر فراغت وروسته په خپل مسلک کې وړتيا، دنده پيدا کول او بیا ګډ ژوند پيلول.»

‎۱۰ـ «۸ ـ۹» واده خنډ نه جوړېدل او نه د واده په هکله فکر دومره لوی خنډ ګڼل چې زموږ مسلکي وړتيا او اهدافو ته زیان ورسوي.

۱۱ـ عمر ته پام اود هغه اړوند غوښتنو ته ورو ورو له نورو کارونو سره اولويت ورکول.
۱۲ـ د دې ټولو چارو تر منځ پوره توازن ساتل.

وروستۍ خبرې؛

موږ ته چې ژوند امانت را کړل شوی، هر څه ته الله «ج» قوانين «چوکاټ» ورکړی په دې خاطر چې انسان هغه ټولې اړوندې چارې د دې سبک له اړخه وکړي چې نه ترې په عذاب شي او نه هم ترې پاتې شي، همدارنګه يې د نور فردي او ټولنیز ژوند لپاره موږ متوجه کړي يو چې په هر فردي او ګډ کار کې توازن «عدالت» په پام کې ونيسو. اساسي او فرعي اړتياوې جلا او بیا د ځانګړو شرایط، قوانينو په لحاظ وکړو چې ژوند مو عالي معيار ته رسوي، داسې نه چې فطري غوښتنې مو پکې خڼد کېږي او نه د زمانې له کاروانه وروسته پاتېږو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب