جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+لومړني روغتیايي خوندیتوبونه (PHC) څه دي او ولې مهم دي؟

لومړني روغتیايي خوندیتوبونه (PHC) څه دي او ولې مهم دي؟

لیکوال : فارمسست او انستیزست؛ حبیب الله بختیال

روغتیا د الله (ج) یو لوی نعمت دی او د ټولنې هر وګړي ته په کار ده چې دا ستر نعمت خوندي او شکرانه یې ادا کړي. په فردي ډول د ټولنې هر وګړی د خپل ځان او بیا د کورنۍ او تر هغې وروسته د ټولنې په کچه د روغتیا خوندیتوب ته پاملرنې ستره وجیبه په غاړه لري.

د یو هېواد په کچه حکومت خپلو وګړو ته د لازمو روغتیايي آسانتیاوو برابرولو، د ناروغیو مخنېوي او کنټرول په ګډون ګڼ مسئولیتونه په غاړه لري او اړینه ده چې د سالمې روغمنې ټولنې درلودو لپاره روغتیايي سکتور لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC  او اړوند ټولې آسانتیاوې رامنځته کړي.

لومړني روغتیايي خوندیتوبونه د روغتیايي پرسونل یا کارکوونکو او ټولنې تر منځ لومړنۍ اړیکه ده. یا هم دا چې (لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC) د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو یوه کچه ده او یوه تګلاره ده. دا چې موضوع لږه نوره هم روښانه شي، نو ویلای شو، چې (لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC) ټولنې ته د هغو روغتیايي خدماتو وړاندې کول دي، چې د تطبیق له اړخه د عملي کېدو وړ وي، له علمي نظره معتبر او باورمند وي، له ټولنیز اړخه د ټولنې وګړو ته د منلو وړ وي او د ګډون له پلوه پراخ بنسټه او د بشپړ ګډون وړ وي.

پورته موارد ځکه یاد شول چې هر ټولنیز خدمت د یوې اړتیا له مخې ترسره کیږي او د اړتیا بشپړولو لپاره د یوې برنامې تطبیق باید ځانګړي معیارونه له ځانه سره ولري. ځکه ډيره اړینه ده چې (لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC   ) هم باید پورته معیارونه بشپړ کړي. پر دې سربېره، ټولنه کې د لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC  پلي کول مدیریتي پړاوونو ته هم اړتیا لري چې په تر ټولو مخکې د فعالیتونو پلانول، دویم پړاو کې د پلان شویو فعالیتونو عملي کول او درېیم پړاو کې هم ارزیابي یا ارزونه ده، او دا باید د پروژې مدیریت معیارونو په څیر په پام کې ونېول شي.

د لومړنيو روغتیايي خوندیتوبونو (PHC) اجزاوو په اړه به دلته لنډه یادونه وکړم چې؛ روغتیايي تعلیمات، تغذي، د مور او ماشوم روغتیا خوندیتوب او ملاتړ، صحي اوبه او حفظ الصحه، د ساري ناروغیو مخنېوی او کنټرول، د واکسینونو تطبیق، د تروماګانو او ټپونو درملنه، د اساسي درملو چمتو کول، رواني روغتیا او د غاښونو روغتیا ټول لس اجزاوې د روغتیايي خوندیتوبونو PHC  ټولګې کې شاملې دي.

د موضوع لا زیاتې روښانتیا لپاره به یادونه وکړم چې په نړیواله کچه درې ډوله لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC  شته چې: ۱ : ټاکلي لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC  ، ۲ : بشپړ یا جامع لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC  ، ۳ : ګډ یا مدغم لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC  .

د پورته لومړنيو روغتیايي خوندیتوبونو PHC ډولونو په اړه به د لنډې روښانتیا په ډول ووایم چې ټاکلي لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC  چې د یونسف ستراتیژۍ په نوم هم یاديږي د ودې ارزونه، د خولې له لارې د مایعاتو ورکړه او له دې لارې درملنه، د مور په شیدو تغذیه او د معافیت ورکړه د واکسینونو تطبیق له لارې ټول څلور عناصر پکې شامل دي. خو که چیرې له یادو عناصرو سره یو ځای له زېږون مخکې او وروسته مراقبتونه یا خوندیتوبونه، د کورنۍ تنظیم لارښود، د انډیمیکو ناروغیو لکه ملاریا او نري رنځ او … کنټرول یا کابو کول هم پکې شامل شي، نو ټاکلي لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC په بشپړو یا جامعو بدلیږي او که چیرې له دې وړاندې ګام کې د ټولنې په کچه د نورو خدمتي بنسټونو لکه د اوبو او حفظ الصحې، سواد زده کړې او نور اړوند پروګرامونه هم ورسره یو ځای شي نو د مدغم یا د ګډ یا مدغم پړاو ته به لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC  ورسیږي.

اول راځم دې ته چې لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC ولې مهم دي او کوم کارونه باید ترسره شي، چې دا خدمات پراخ شي.

له بده مرغه جګړو او نا امنیو هېواد کې پر نورو بنسټیزو اړخونو د روغتیا سکټور هم بې اغیزې نه دی پرایښتی او لومړني روغتیايي خوندیتوبونه PHC یې لرې پرتو سیمو کې د نشت تر کچې ټیټ کړي دي. اوس هم لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمات د لویو څو کلیو په کچه یوازې د روغتیايي ځالې تر کمو امکاناتو محدود شوي دي.

اوس چې هېواد کې د ودانیزو پروژو تطبیق سربېره روغتیايي سکټور ودې او پراختیا ته تر ټولو ښه زمېنه برابره شوې نو په کار ده چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمات وغځول شي او شته خدماتو ته پراختیا ورکړل شي، ځکه د ټولنې وګړو حق باید ادا شي.

لکه په پیل کې چې مې یادونه وکړه روغتیا د لوی رب یو ستر نعمت دی او دا نعمت خوندیتوب او زیاته پاملرنه غواړي؛ روغه ټولنه له روغو او سالمو وګړو جوړه ده او سالم وګړي یوه ټولنه هر اړخیز پرمختګ ته رسولی شي.

https://www.youtube.com/@Roghtia-ny5dv/about

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب