دوشنبه, اکتوبر 14, 2024
Homeخبرونهد ایران د پولیسو قوماندان وايي، د کال تر پایه ۲ میلیونه...

د ایران د پولیسو قوماندان وايي، د کال تر پایه ۲ میلیونه افغان کډوال باسي

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۳ مه) د ایران د پولیسو عمومي قوماندان اعلان وکړ چې د هیواد پولیس یې هوډمن دي چې د روان کال تر پایه دوه میلیونه “غیر مجاز” افغانان وباسی.

 احمد رضا رادان د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴مه په مشهد کې په یوه غونډه کې وینا وویل چې په ایران کې د “ناقانونه” افغانانو په توقیف کې زیاتوالی راغلی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، احمدرضا رادان زیاته کړه، «له هغه وخته چې د بهرنیو اتباعو د ایستلو مسله اعلان شوه، د غیر مجاز بهرنیو اتباعو نیول زیات شوي دي.»

ده مخکې هم ویلی و چې اسلامي جمهوریت پلان لري چې د روان کال تر پایه پورې شاوخوا دوه میلیونه “غیر مجاز بهرني اتباع” له هېواده وباسي.

ایران پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او په ډېرو لویو ښارونو کې یې د دوی پر کارونو او فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني هم په ایران کې پر افغان کډوالو غږ وکړ چې «په خپل هېواد کې کار وکړي او هلته جوړ کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سختو اقتصادي شرایطو، بېوزلۍ او بې کارۍ د زیاتوالی له امله ګڼ شمېر افغانان ایران او ځینو نورو هېوادونو ته پناه وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب