دوشنبه, اکتوبر 14, 2024
Homeخبرونهجرګې ته د منظور پښتین وړاندیزونه

جرګې ته د منظور پښتین وړاندیزونه

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۳ مه)

-ډیورنډ به نورهیڅ حیثیت نه لري

-دوه لکه څلویښت زره ملي لښکر باید جوړ شي او چی یو پښتون چا وواژه باید د ملي لښکر کسان پسې ورشي او بدل ورڅخه واخلي.

-پوځیان او طالبان باید په شپیتو ورځو کې له پښتونخوا وطن څخه ووځي.

-نور به پوځي حکومت له بیلو بیلو ډلو سره یواځې یواځې نه ګوري دلته به د جرګې مرکزیت وي او هیڅ څوک د دی صلاحیت نه لري چی یواځی ځان له پوځیانوسره ناستې وکړي

-ټول هغه وسایل چی د ملت په ګټه وي باید تری کار واخستل شي او هغه وسایل چی ملت ته یی ګټه نه رسیږي د هغوی استخراج باید بند شي

-په کرمه کې د شیعه او سني په نامه جګړه نور نه منو

-د افغانستان حاکمان باید د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي او په افغانستان کی هر بد حالت مستقیم په پښتونخوا تاثیر غورځوي، نو د پخواني حکومت او اوسني حکومت خلک دی سره کیني او دغې کشالې ته دی د حل لاره راوباسي.

 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب