دوشنبه, اکتوبر 14, 2024
Homeخبرونهد پښتنو قومي جرګې په ۲ میاشتو کې له پښتونخوا د...

د پښتنو قومي جرګې په ۲ میاشتو کې له پښتونخوا د پاکستاني پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۳ مه) د پښتنو د قومي عدالت لویې جرګې په داسي حال کې چې د ټولې کوزې پښتونخوا ولسي استازو، د ګوندونو مشرانو او غړیو، د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر او ګورنر هم حاضر وو، پرېکړه وکړه چې پوځ او استخبارات به له خیبرپښتونخوا څخه په دوو میاشتو کې دننه په کامل ډول وځي، هر ګوند او ولسوالي به درې – درې زره ځواکونه برابروي او که پوځ له پښتونخوا ونه وت، په ګډه به یې د ایستلو هڅه کوي.

(ویدیو: منظور پښتین د جرګې پرېکړې اعلانوي)

منظور پښتین د جرګې په پای کې وویل، چې د جرګې د پریکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به په دې غور کوي چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.

مخکې تر دې چې د جرګې پرېکړه لیک ولوستل شي، منظور پښتین په خپله وینا کې وویل، : «که د عاصم منیر په لاس کې اټوم بم وي او زمونږ وجود پرې ټوټې ټوټې هم کړي مونږ ورته نه ټېټېږو.» منظور پښتین وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر که زر ځلې هم یو ځای شي بیا هم د غلامۍ خبرې کوي.

د جرګې له پرېکړه لیک سره سم، یوه کمېټه به ګومارل کېږي او په ټوله پښتونخوا کې به طبیعي سرچینې (قدرتي وسایل) معلوموي، په کومو سیمو کې چې ګاز تولید کېږي، امتیاز یې د هغې سیمې حق کېږي. همداراز برېښنا پښتونخوا تولیدوي او اول حق به د دې صوبې د خلکو حق وي او بیه به یې خورا ټیټه ټاکل کېږي.

 د جرګې د پریکړه لیک له مخې، پر ډیورنډ کرښه به د دواړو خواوو ولسونه له پاسپورټ او ویزې پرته د پخوا په څېر تګ او راتګ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب