دوشنبه, اکتوبر 14, 2024
Homeخبرونهپښتون جرګه؛په ډیورنډ فرضي کرښه پاسپورت او وېزه نه غواړو

پښتون جرګه؛په ډیورنډ فرضي کرښه پاسپورت او وېزه نه غواړو

تاند ( سې شنبه د میزان ۲۳مه)د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خیبر کې د «پښتنو قومي عدالت جرګې» ته په وینا کې په ټینګار سره وویل، چې نور پر ډيورنډ فرضي کرښه پاسپورت او وېزه ورته د منلو نه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی په یاده کرښه د عادي تګ راتګ غواړي نه پاسپورت او وېزه.

پښتین په خپلو خبرو کې دغه راز پاکستاني حکومت ته په اشارې وویل، چې د جرګې د پرېکړې له مخې به تر دې وروسته په قبایلي سیمو کې هېڅ کورنۍ پر یونټ له ۵ کلدارو زیات بیل نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنا سرچینه پښتنې سیمې دي او دوی ته باید په دې برخه کې پوره امکانات او حق په واک کې ورکړل شي.

پښتون جرګې دغه راز پاکستاني پوځ او وسله والو ډلو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړ څو له دې خاورې ووځي.

خیبر کې د پښتون ژغورنې له لوري رابلل شوې د ( پښتنو قومي عدالت) په نامه جوړه شوې جرګه د اکتوبر په ۱۱مه پيل شوې، چې په کې له پښتون مېشتو سیمو په زیات شمېر ښځو هم برخه اخیستې ده.

جرګې ته د کورنیو او ځپېدلو خلکو د غوښتنې ترڅنګ ګډونوالې ښځې هم غوښتنه لري، چې جرګه دې په پښتنو سیمو کې ښځې له یاده ونه باسي.

دوی هیله وښوده، چې د دوی غوښتنې به هم په پام کې ونیول شوي او د ښځو پر وړاندې روان ناسم دودونه په پای مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب