Home+د خیبر د قومي عدالت جرګې فیصلو ته لنډه کتنه| میاخېل

د خیبر د قومي عدالت جرګې فیصلو ته لنډه کتنه| میاخېل

لنډه تبصره او نظر

د خیبر د عدالت غوښتنې جرګه وشوله، فیصلې اعلان شولې او ټولې فیصلې د لر او بر افغانانو/پښتنو په خیر دي.

دا پریکړې د سیمې د امنیت او حق خود ارادیت په وړاندې یو مهم قدم دی البته د تطبیق لپاره یې لا زیات ملاتړ ته اړتیا ده.

دې جرګې د افراطیت او د افراطیت د حامیانو، او د پاکستان د پوځ ظلم خپل ولس او دنیا ته په ګوته کړ. اوس څوک ویلې نشي چې افغانان/ پښتاته افراطیان دي بلکې دوی د افراطیت قربانیان دي.

بله مهمه مسله د ډیورند د فرضي کرښې نه پیژندل دي چې افغانان به لر اوبر سیمو ته بې له پاسپورته او تذکرو تګ او راتګ کوي. اوبه څوک په ډانګ بیولې نشي. د لر امنیت په بر او د بر امنیت په لر افغانانو او پښتنو مستقیم تاثیر لري.

د خپل واک او خپل اختیار مزل به روان وي تر څو خپل هدف ته ورسیږي.

د دغه پریکړو مخالفین که دولتي او یا غیر دولتي دي، هڅه به کوي چې د آفغانانو/پښتنو تحریک کمزوری کړي خو دا د ټولو دنده ده چې د خپلې مبارزې مزل ته دوام ورکړي.

دا د شګو مزل دی که ورو هم وي، خو چې مزل کیږي، خامخا به هدف ته رسیږي.

شاه محمود میاخیل د ننګرهار پخوانی والي او د افغانستان جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...