دوشنبه, اکتوبر 14, 2024
Home+د ټولنيز ژوند په پرمختګ کې د ملګرتيا ارزښت او اغېزي

د ټولنيز ژوند په پرمختګ کې د ملګرتيا ارزښت او اغېزي

ګل زاده عارف

ملګرتيا د انسانې ژوند يوه له مهمو او ارزښتمنو اړيکو څخه ده، چې د ټولينز ژوند په خوښيو او جوړښت کې په پراخه کچه خپل اغيز لري. د ډير وخت راهيسي انسانان د ښه ملګرو په لټه کې وي ترڅو د يو بل سره په خوښيو او ستونزو کې اوږه په اوږه ولاړ وي، ملګرتيا نه يواځې د ژوند په اوږدو کې د يو بل سره د مرستې او ملاتړ وسيله ده، بلکي يوه ښه ملګرتیا د انسانانو په ټولنيز ژوند کې د شخصيت جوړونې او پرمختک لپاره ډير مفيد تماميدلای شې. ريښتنې ملګري هغه دي چې يو بل ته وفادار وي، صداقت او ريښتينولي يې د اړيکو اساس وي او د يو بل رازونه او محرميت پت وساتې.

په قرانکريم کې صبر، زغم او ښه چلن د ملګرتيا په ټينګښت کې بنسټيز اصول ذکر شوي دي، الله (ج) فرمایي:

وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ. الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ.” سورة البقرة: 155-156
ژباړه: او د صبر کوونکو ته زېری ورکړه. هغه کسان چې کله له ستونزې سره مخ شي، وايي: بېشکه موږ د الله یو او بېشکه موږ هغه ته ورګرځېدونکي یو.

د ملګرتیا لپاره له صبر او زغم څخه کار اخیستل لازمي دي. الله (ج) فرمایي:

خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ.” (سورة الأعراف: 199)
ژباړه: بښنه وکړه، په نیکۍ امر وکړه، او له ناپوهانو څخه مخ واړوه.

دلته مې د ملګرتيا ۱۴ اصول بيان کړي چې د ملګرتيا په ټولنيز او احلاقي ژوند کې مهم رول لري، که دا اصول په ملګرتيا کې مراعت شې نو يوه ملګرتيا به قوي، پايداره او د باور وړ وي.

۱ـ صداقت او ريښتينولي:

د ملګرتيا د بنسټ اساس په صداقت ولاړ دي. ريښتينې ملګري تل يو بل ته صادق او وفادار وي، له دوکې او درغو څخه صادق ملګري ځان ساتي.

۲ـ باور او اعتماد:

باور او اعتماد هغه مهم اصول دي چې د ملګرتيا اړيکې ټينګوي او پايدار يې ساتې، که ملګري يو بل باندې اعتماد ونلري نو اړيکه خرابيږي او د باور خرابيدو په صورت کې دا ډیر زيان رسونکې ده.

۳ـ درناوی او عزت:

ملګري بايد يو بل ته احترم او عزت ولري، د يو بل نظرونه، احساسات او شخصي ژوند چې ډير مهم دي د احترام او عزت په سترګه ورته اوګوري، که چرته په کومه موضوع کې سره موافق نه ياست نو د یو بل درناوی او عزت بايد وساتل شې.

۴ـ مرسته او ملاتړ:

ريښتينې او وفادار ملګري تل يو بل ته په هر حالت کې مرسته او ملاتړ کوي، که چرته هغه ستونزمن وخت وي او که د خوښۍ شيبي وي، ملګري بايد يو بل سره وي او د اړتیا پرمهال له يو بل سره مرسته وکړي.

۵ـ صبر او زغم:

په ملګرتیا کې ستونزي او ناسم پوهاوي ډير زیات مخ ته راځې خو صبر او زغم د دي مسلو په حل کې مرسته کوي، ملګري بايد د يو بل تيروتنې ومنې او د ملګرتيا د خرابيد مخه ونيسي.

۶ـ تشويق او پرمختګ ته ورته لاره برابرول:

ښه ملګري يو بل تشويقوي، د يو بل د پرمختګ په لاره کې ورسره مرسته کوي، او د يو بل په پرمختګ باندې خوشالي لمانځي.

۷ـ خوشالی او خوښي شریک کول:

ريښتنې ملګري يو بل سره برياوي  خوشالي او خوښۍ شريک کوي، که کوم ملګری بريالي شې ښه ملګري د هغه بريا د ځان برياګنې او خوشالي کوي.

۸ـ بی قيد او شرطه وفاداري:

وفاداري د ملګرتيا له مهمو اصولو څخه ده، ملګري بايد په ښه او بد وخت کې وفادار پاتې شې پرته له دي چې د دوي ګټه وي او که تاوان.

۹ـ محروميت او راز ساتنه:

هر شخص بايد د خپلو ملګرو رازونه وساتي او هيڅکله يې له نورو سره شریک نه کړي، رازه ساتنه د باور او د اړيکو د ټينګښت لپاره ضروري ده.

۱۰ـ بخنه او تيريدنه:

د ملګرتيا په اوږدو کې ممکن غلط فهمی او تيروتنې رامنځته شي، خو د بخنې او تيريدنې چلند د اړيکو د دوام سبب ګرځي او ملګري بايد د یو بل تیروتني وبخي.

۱۱ـ له قضاوت کولو بايد ډډه وشي:

په ملګرتيا کې بايد د يو بل قضاوت کول ونه شې مثلا ونه ويل شې چې پلانګې داسې دي، هر څوک ځانته خپله شخصيت لري بايد په ملګرتيا د يو بل شخصيت ومني او له بي ځایه قضاوت کولو څخه تير شې.

۱۲ـ خپلواکي او ازادي:

ملګري بايد يو بل ته ازادي او خپلواکي ورکړي چې خپل شخصي ژوند ته پاملرنه وکړي او ملګرتيا بايد د محديتونو د کنټرول لاندي نه وي بلکي يو بل د ازادي احترام بايد وشي.

۱۳ـ مساوات او انصاف:

ملګرتيا په مساوات او انصاف سره ولاړه ده. هيڅوک بايد له نورو لوړ او يا هم ټيټ ونه ګڼل شې اکثر خلک دا خبره کوي چې ماته تر ټولو ګران ملګري دا دي دا جمله کارول ځينې ستونزي جوړوي، ملګري بايد يو بل ته د برابر ارزښت په سترګه اوګوری او عدالت او انصاف په ملګرتيا کې په پام کې ونيسي.

۱۴ـ د وخت ورکړه او ګډ فعاليتونه:

د اړيکو د ټينګښت لپاره د وخت ورکړه اړينه ده، ملګري بايد يو بل ته وخت ورکړي او د يو بل سره تجربي شریکې کړي او د يو مثبت بدلون لپاره ګډ فعاليتونه ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب