تاند ( دوشنبه د میزان ۲۳مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي خیبر کې د پښتنو قامي جرګې له پرېکړه لیک ملاتړ کړی او د هغې غږ ستاینه یې کړې چې افغانستان کې د نجونو تعلیم لپاره پورته شوی دی.
د حامد کرزي پر اېکسپاڼه راغلي چې خیبر جرګه کې د ښځو پراخ ګډون او د تعلیم پر ارزښت تاکید دا وښوده، چې سیمه کې مېشت خلک د امن او متمدن ژوند غوښتونکي دي.
حامد کرزی جرگه یو ارزښتناک تاریخي دود بولي او د ستونزو د حل لپاره یې موثره طریقه گڼي.
هغه لیکلي: “د خیبر په جرگه کې د ښځو د پراخ گډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو تاکید دا څرگندوي چې په سېمه کې میشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي.”
حامد کرزی د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د دې جرگې د جوړولو لپاره د منظور پښتین د نه ستړیدونکیو هلو ځلو او د مشرانو او اولسونو له گډونه هم مننه کړې.
په جرګه کې د پرېکړې د نورو مادو ترڅنګ منظور پښتین دا هم ویلي، چې ډېورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې چې څومره سوداګریزې لارې دي باید د تېر په څیر پرانېستل شي او د ډېورنډ فرضي کرښه پښتنو ته هیڅ حیثیت نه لري.
یاده جرګه د اکتوبر په یوولسمه نېټه په خیبر کې جوړه شوه.
https://taand.net/?p=246706