دوشنبه, اکتوبر 14, 2024
Homeخبرونهتازه موندنې له افغان کډوالو سره د ترکیې د پولیسو ناوړه چلند...

تازه موندنې له افغان کډوالو سره د ترکیې د پولیسو ناوړه چلند ښيي

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۳ مه) د پولیټیکو، شپیګل او نورو رسنیو د موندنو له مخې، افغان او سوري پناه غوښتونکي چې په ترکیه کې د اخراج (ډیپورټیشن) په مرکزونو کې بندي دي، له ځورونې او بد چلند سره مخامخ دي.

دغه راپورونه ښيي چې که څه هم یاد مرکزونه د اروپایي اتحادیې له خوا تمویل شوي وو، اروپایي چارواکو د دغو مرکزونو په خرابو شرایطو سترګې پټې کړې دي.

د رسنیو موندنې څرګندوي چې ترکیې په زرګونو افغان او سوري پناه غوښتونکي د اروپایي اتحادیې له خوا د ورکړل شوو سرچینو او تجهیزاتو په مرسته په زور ایستلي دي.

د اروپایي اتحادیې له بودجې څخه لږ تر لږه ۲۱۳ میلیون یورو د اخراج د ۳۰ مرکزونو د جوړولو او بیا رغولو لپاره لګول شوي دي. په دغو مرکزونو کې پناه غوښتونکي د ګڼې ګوڼې، ناپاکو شرایطو، ځورونې او شکنجې سره مخامخ دي.

ویل شوي چې ډیری افغان او سوري پناه غوښتونکي په زوره، او کله ناکله په تاوتریخوالي، اړ کېږي چې په خپله خوښه د تګ اسناد لاسلیک کړي.

پناه غوښتونکو راپور ورکړی چې دوی وهل شوي او په یخو خونو کې تر ۱۲ ساعتونو پورې ساتل شوي دي. هغوی ادعا کوي چې د ترکیې چارواکو د دوی بنسټیز بشري حقونه له پامه غورځولي دي.

پلټنې ښيي چې دغه پناه غوښتونکي د قانوني مشورې امکان لږ یا هیڅ نه لري او له خپلو کورنیو سره تماس نه لري.

د ترکیې د اخراج په مرکزونو کې د بشري حقونو د سرغړونو له پراخو شواهدو سره سره، د اروپایي اتحادیې لوړ پوړي چارواکي په پرله پسې توګه دغه ستونزې له پامه غورځوي.

په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت ډېر خراب دی، د شکنجې، ځورونې او جدي بشري حقونو د سرغړونو راپورونه د دوی له کړاوونو سره زیات شوي دي.

د افغانستان د روان بشري بحران په ترڅ کې، دغه پناه غوښتونکي له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي، چې مناسبه ساتنه یې نه کېږي او په ترکیه کې په سختو شرایطو کې ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب