دوشنبه, اکتوبر 14, 2024
Homeخبرونهپه بنو کې د پولیسو پر مرکز پراخ برید شوی

په بنو کې د پولیسو پر مرکز پراخ برید شوی

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۳ مه) په بنو کې د پولیسو پر مرکز یا پولیس لاین له بمي برید وروسته سختې ډزې پیل شوې دي.

د پولیسو سرچینې تاییدوي چې په دې برید کې درې پولیس، درې وسله وال، او یو لاروی وژل شوي دي.

خو ځینې نور راپورونه وايي چې ممکن شاوخوا ۲۲ پولیس وژل شوي وي.

سرچینې وایي چې له پنځو تر شپږو پورې وسله وال پولیس مرکز ته ننوتلي او له پولیسو سره په جګړه بوخت دي.

ځايي پولیسو د دې ډله‌ییز برید پخلی کړی او وايي چې پولیسو ټولې لارې په فوري توګه بندې کړي او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

پولیسو ویلي چې د پېښې ځای یې محاصره کړی او عملیات لا هم روان دي.

ځايي خلک وایي چې له پولیس لاین څخه د ډزو او چاودنو غږونه په پرله ‌پسې اورېدل کېږي او له امله یې په سیمه کې سخته ویره او ترهه خپره شوې ده.

دا مهال د پولیسو او حمله کوونکو ترمنځ ډزې روانې دي، او زیات شمېر امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

1 COMMENT

  1. “ځايي خلک وایي چې له پولیس لاین څخه د ډزو او چاودنو غږونه په پرله ‌پسې اورېدل کېږي او له امله یې په سیمه کې سخته ویره او ترهه خپره شوې ده”
    د دې سیمو خلکو ٤٥ کاله د افغانستان دَ ورانولو، سېځلو او بربادولو لپاره او افغانانو د وینو توییولو، کړولو او ډار او وحشت خپرولو لپاره په خپلو سیمو، کلیو او بانډونو کي دَ تروریستانو، انسان وژونکو او ورانکارو لپاره کمپونه او دَ ورانکارئ روزنځایونه جوړ کړي ؤو. اوس دي نو خپله خوند ورڅخه واخلې چي په مظلومو افغانانو يي شپې او ورځي راوستي وې.
    خو زه ورته د سولي، آرامۍ او نیکمرغۍ دعاوي کوم ځکه چي انسانان دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب