Homeسپورتافغان الف لوبډلې هانګ کانګ مات کړ

افغان الف لوبډلې هانګ کانګ مات کړ

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۲مه) د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لومړۍ مسابقه کې د هانګ کانګ لوبډلې ته په ۷ ویکټونو ماته ورکړه.

لومړی د هانګ کانګ لوبډلې بیټنګ یا توپ وهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو د سوځېدو او د ۲۰ اورونو په پای کې یې ۱۱۲ منډې وکړې.

افغان لوبغاړو په داسي حال کې چې ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، په څوارلسم اور کې هدف پوره کړ.

د افغانستان د الف لوبډلې، او د عمان او هانګ کانګ د ملي لوبډلو درې اړخیزې مسابقې د عمان په کوربه توب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...