یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Homeخبرونهد اکتوبر۱۱مې د پرېکړې ورځ؛ پښتین وایي پاکستان د افغانستان په ناامنۍ...

د اکتوبر۱۱مې د پرېکړې ورځ؛ پښتین وایي پاکستان د افغانستان په ناامنۍ کې تل د خیبرخاوره کارولې

تاند (یکشنبه د میزان ۲۲مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د افغانستان د ناامنۍ اصلي لامل د پاکستان له لوري د پښتونخوا د خاورې کارول دي.

دا هغه تور دی، چې په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت چارواکو هم پورې کاوه، خو پاکستان نه مانه.

پښتین د خیبر په رېګي للمه سیمه کې د پښتون قومي عدالت په نامه د لویې جرګې په څنډه کې له بي‌بي‌سي پښتو سره په مرکه کې ویلي، د بر وطن “افغانستان” ټول مسایل له دغه ځایه دي او په خبره یې د هغه وطن ټول جنګونه ټول فسادونه د پښتونخوا له خاورې په استفادې د پاکستان حکومت پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې، که دا ځای پښتنو خپل کړ او واکدار د بر وطن پر ضد نه استعمالوه، نو په خبره یې دا د افغانستان د مسئلې حل دی.

د پاکستان حکومت او چارواکو تراوسه د منظور پښتین دې خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د خیبر ضلعې د جمرود په ریګي للمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب د “پښتنو قامي عدالت” په نوم لویې جرګې ته د پاکستان له پښتون مېشته سیمو څخه ګڼې ښځې او فعالانې هم ورغلې دي.

فعالانې وايي چې دا خورا مثبته خبره ده چې ښځې هم په هغه درې ورځنۍ جرګه کې ونډه لري او د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.

یاده جرګه چې د اکتوبر په ۱۱مه پیل شوې نن یې درېیمه او د پرېکړې ورځ ده، چې ډېری ګډونوال او پلویان پرېکنده پرېکړې ته په تمه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب