تاند ( یکشنبه د میزان ۲۲مه) د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته د شانګهای همکاریو ټولنې د غړو هېوادونو تګ پیل شوی دی.
ټاکل شوې ده، چې د دې ټولنې دوه ورځنۍ غونډه د سې شنبې پر ورځ د (اکټوبر ۱۵سمه) پيل او دوه ورځې به دوام کوي.
دې غونډې ته تر اوسه د طالبانو حکومت نه دی بلل شوی او نه هم د طالبانو حکومت په دې اړه تر اوسه څه ویلي دي.
له منګولیا څخه د دې ټولنې د څارونکي غړي او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د طالبانو حکومت ته؛ ځکه بلنه نده ورکړ شوې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې عمومي منشي دوی ته بلنه نه وه استولې.
پاکستاني رسنیو هم لیکلي، چې په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ ز کال د اګسټ پر ۱۵مه له هغې څو اوونۍ وروسته وځنډول شو، چې د طالبانو حکومت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ.
دا غونډه داسې مهال کېږي، چې په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو د قومي عدالت په نامه رابلل شوې د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره جرګه روانه ده، چې له امله یې پاکستانی حکومت تر سخت فشار لاندې دی.