یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Homeخبرونهپښتین: په تېرو ۲ لسیزو کې له ۶۷۰۰ زیات پښتانه ورک شوي

پښتین: په تېرو ۲ لسیزو کې له ۶۷۰۰ زیات پښتانه ورک شوي

تاند ( یکشنبه د میزان ۲۲مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپشتین ویلي، چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې “د ترهګرۍ” پرضد د مبارزې او نا امنیو پر مهال په زرګونو پښتانه ورک شوي دي.

نوموړي د اکتوبر په ۱۲مه د “پښتنو قومي عدالت” په نوم لویې جرګې ته د پرانیستې وینا پرمهال وویل، چې د دوی د راټولو کړو ارقامو له مخې له ۲۰۰۲ز کال راهیسې شاوخوا “۶،۷۰۰ پښتانه ورک شوي دي”.

پښتین ویلي، چې په یادو ورک شویو کسانو کې د ځینو کسانو د ځای ځایګي په اړه هېڅ معلومات نشته.
نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړه، چې په یاده موده کې لسګونه زره پښتنو ته مرګ ژوبله اوښتې نو په همدې پار جرګه اړه ده، چې د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه ونیسي.

پښتین وایي “بس له موږ سره یو انتخاب پاتې دی چې غیرت وکړو او داسې په اتفاق شو لکه دلته چې په دې جرګه کې د هر ګوند او هر تنظیم مشران او غړي چې راجمع شوي دي. چې داسې ورته په اتفاق شو نو نه مو بیا وژلی شي، نه مو ذلیلولای شي او نه مو لادرکه کولای شي.”

پښتون ژغورنې غوځنګ د اکتوبر پر ۱۲مه د جرګې تر رسمي پرانیستې وروسته ټولو ګډونوالو ته د ترهګرۍ پرضد د جګړې، عملیاتو او ناامنیو پر مهال د وژل شویو په اړه مستند فلم هم وړاندې کړ.
په پاکستان کې د جبري ورکېدو مسله څو لسیزې مخینه لري.

هلته د بشري حقونو فعالان او د بې درکه کسانو خپلوان د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې تورنوي، چې همدوی ځینې کسان نیولي او ورک کړي دي.

په پاکستان کې د نادرکه کسانو اړونده حکومتي اداره وایي، چې د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۱۹۷ نوې قضيې ثبت کړې وې.

یدې ادارې په ۲۰۱۱ز کال کې د جولای پر لومړۍ نېټه په یوه راپور کې وویل چې تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ۱۰ زر ۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې یې ثبت کړې دي.

د سرچینې په وینا له یادې شمېرې څخه یې ۸ زره ۱ ۵ قضیې هوارې شوي او نورې لا پاتې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه د اکتوبر په ۱۱مه پيل شوې ده.

غورځنګ پولیس تورنوي چې د اکتوبر په نهمه يې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د هغوی پر غړو او فعالانو ډزو کې پینځه کسان ووژل او تر ۱۰ زیات ژوبل کړل.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې “ناقانونه سازمان” وګرځاوه.

پي ټي اېم په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د نا امنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، اعتراضي ناستې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب