یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Homeخبرونهسویس ۲ افغانان له خپلې خاورې وایستل

سویس ۲ افغانان له خپلې خاورې وایستل

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۲ مه) د سویس د رسنیو د راپور له مخې، دغه هیواد دوه افغان اتباع افغانستان ته لېږلي دي.

دا له ۲۰۱۹ کال راهیسې لومړی ځل دی چې سویس له خپلې خاورې افغانان باسي.

د سویس د عدلیې وزارت نن (یکشنبې) کیستون خبري اژانس ته وویل چې دا په تېرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې هیواد یې دوه تنه افغان کډوال د جرمونو په خاطر له خپلې خاورې باسي.

د سویس د مهاجرت لپاره د دولت وزارت د جمعې په ورځ د دغو دوو تنو د ایستلو په اړه د جرمني سونتاګز بلیک اوونیزې ته معلومات ورکړي وو.

د سویس حکومت دغه کسان «جدي سرغړونکي» بللي او ویلي چې هغوی د سویس ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړی وو.

دواړو ته د سویس حکومت تر ایستلو مخکې ۵۰۰ سویسي فرانکه، چې ۵۸۳ ډالره کېږي، ورکړي دي.

سویس دا کسان وروسته له دې له خپلې خاورې باسي چې تر دې وړاندې جرمني ۲۸ تنه افغان کډوال، چې په جرمونو تورن وو، له خپلې خاورې افغانستان ته ولېږل.

د جرمني له اقدامه وروسته نورو اروپايي هیوادونو ته هم لاره پرانیستل شوه چې متخلف افغانان له خپلې خاورې وشړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب