Homeخبرونهقطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو...

قطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پروژه پیلوي

تاند ( یکشنبه د میزان ۲۲مه) د قطر د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د قطر د پراختیایي بودیجې په مرسته به په افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو تر ټولو زیات زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د خوندیتوب او معیشت د ښه والي په موخه یوه پروژه پیلوي.

د ا پروژه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ پلي کېږي.

خاورمیانه خبري ویب پاڼه په یوه راپور وایي چې له دې لارې قطر پلان لري چې په افغانستان کې پر ۸۰۰ کورنیو، چې ۵ زره۶۰۰ کسان په کې شامل دي، د خوراکي توکو د وېش له لارې په هېواد کې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په فارياب، فراه او هلمند ولايتونو کې پلي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...